حمد الله محب - په واشنګټن کې د افغانستان سفیر

تاند- د ملي امنیت پخواني ريیس او د ولسمشرۍ کاندید محمد حنیف اتمر د خپل ځایناستي پر وروستیو څرګندونو عکس العمل وښود.

د ښاغلي اتمر له لوری د ده ویندوی قادرشاه د ملي امنیت د ريیس حمدالله محب څرګندونې رد کړي دي.

ښاغلي محب د پنجشنبې په ورځ د کندهار له ځوانانو او د مدني ټولنې له غړیو سره په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د هغو بهرنیو پروژو مالي سرچینې بندې کړي چې د دې ادارې د کارکوونکو معاش یې ورکاوه.

ښاغلي مجب همداراز ویلي، له سفارتونو سره د دې ادارې د کارکوونکو مالي پیېلتیا د هیواد ملي ګټو ته زیان اړواوه او د هغه د کارکوونکو بې پرې توب یې له شک سره مخامخولی شو.

ده همداراز ویلي چې دا شورا په وړکتون بدله شوې وه او د دې وړکتون اکثره «ماشومان» یې برطرفه کړي دي.

خو د ښاغلي محب له څرګندونو وروسته قادرشاه په یوه لیکنه کې د ښاغلي محب څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې «د جناب اتمر صیب د ماموریت پرمهال هیڅ کس ته د سفارتونو لخوا معاشونه نه ورکول کیدل، بلکې ټول میاشتني حقوق د مالیې محترم وزارت لخوا اجرا کیدل.»

ده همداراز له بهرنیو سفارتونو څخه د معاش مسله رد کړې او په یو ډول تایید کړې«تقریباً د امنیتي او دفاعي اورګانونو سل په سلو کې او د دولت د زیات شمیر ملکي مامورینو معاشونه، د نړیوالې ټولنې لخوا د مالیې وزارت له لارې او یا د خاصو وجهي صندقونو له لارې تمویل کیږي، نو طبعاً، چې دا ستر مقدار بودیجه د بیلابیلو هېوادونو له لارې د بسپنې به توګه اجرا کیږي.

–  د ملي امنیت شورا دفتر د ټولو کارمندانو، که هغه دایمي او یا موقتي مشاورین وو، معاشونه یې د مالیې وزارت له لارې اجرا کیدل، چې د نړیوالو بانک د بیارغاونې څانګې لخوا یې مدیریت کیدو. همدارنګه د شاوخوا دیرشو تنو تخنیکي کارکوونکو معاشونه د سیستیکا (د امریکا او ناټو د نظامي مرستو اداره) لخوا د مالیې وزارت له طریقه تادیه کیدل. »

د ډېرو په باور ښاغلی اتمر او ښاغلی عبدالله به د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشر غني اصلي سیالان وي.

One thought on “محب:له ملي امنیت شورا څخه یې وړکتون جوړ کړی و – د اتمر د ویندوی عکس العمل”
  1. peoples have a brain and can recognize good from bad.
    ashraf Ghani is HONEST PRESIDENT& ALWAYS HE IS WINNER.
    ASHRAF GHANI IS NEXT PRESIDENT EITHER,
    THANK YOU

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *