حمد الله محب - په واشنګټن کې د افغانستان سفیر

تاند- په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمد الله محب وايي، د اوباما حکومت د افغانستان په وړاندې محتاطه پالیسي لرله خو د ټرمپ پالیسي ډېره متفاوته ده.

د امریکايي ورځپاڼو د راپور له مخې ښاغلي محب په واشنګټن کې د جګړې د قربانیانو د درنښت په مراسمو کې وویل«د اوباما او ټرمپ په تګلارو کې توپیر دا دی چې اوباما په افغانستان کې په دې لټه کې و چې د ماتې مخه ونیسي خو ټرمپ په افغانستان کې د بری په فکر کې دی.»

حمدالله محب، چې ویل کېږي په تېرو ۱۵ کلونو کې په امریکا کې د افغانستان تر ټولو فعال سفیر دی، همداراز وویل، ټرمپ په انتخاباتو کې له بري او بیا د ولسمشرۍ پر چوکۍ تر کښېناستو وروسته له ولسمشر غنی سره خبرې وکړې.

د ښاغلي محب په وینا د ټرمپ اوږدې خبرې او پوښتنې د پاملرنې وړ وې.

ده زیاته کړه«ټرمپ له ولسمشر غني سره په لومړي تماس کې پوښتنه وکړه چې له تروریزم سره د مبارزې په جګړه کې څرنګه بریالي کېدای شو؟ افغانستان څه ته اړتیا لري چې له اقتصادي نظره په ځان بسیا شي او په افغانستان کې د کانونو استخراج او سوداګري څنګه غوړېدای شي؟»

د حمد الله محب په وینا ټرمپ د خپلو پوښتنو ځوابونو ته په خورا دقت غوږ نیوه، حال دا چې ښاغلي اوباما د افغانستان په اړه هیڅکله داسي کار نه دی کړی.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر وايي، د اوباما حکومت تر ټولو زیات اکاډیمیک حکومت و چې تراوسه پوري افغانستان لیدلی خو د ټرمپ حکومت ډېر ځیرک دی.

د ښاغلي محب په وینا ولسمشر ټرمپ د افغانستان په پوښتنو کې داسي مسایل مطرح کړل چې څه شی د افغانستان د پرمختګ او بري سبب کېدای شي خو د اوباما اداره یوازې په دې فکر کې وه چې د ناکامۍ د مخنیوي لپاره باید څه وشي اما د ټرمپ حکومت په افغانستان کې د بري په اړه فکر کوي.

محب وايي، د اوباما حکومت د افغانستان په برخه کې له شکونو سره مخامخ و او دا دقیقاً هغه شی دی چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان یې په لټه کې ول او د اوباما له لوري د ځواکونو د ایستلو د نېټې له اعلانه او د ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو مخالفانو له مهلته په استفادې حملو ته زور ورکړ.

محب دا هم وویل، هر وخت چې به د افغانستان حکومت د زورواکانو او جنګسالارانو د لېري کولو لپاره اقدام وکړ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له مخالفت سره مخامخېده.

ده یادونه وکړه چې اوباما او په ځانګړي ډول جان کیري د افغانستان په ارتباط خورا محتاط چلند کاوه.

2 thoughts on “محب: اوباما په افغانستان کې د ناکامۍ د مخنیوي لټه کوله خو ټرمپ د بري فکر کوي”
  1. پهمدی اړه د هشت صبح ویبپاڼي یوه ډیره کرکجنه اودهیوادنیو ګټو خلاف مقاله په دری ژبه کی خپره کړیده چی د شمالی ټلوالي د ګټو ساتنه پکښي له ورایه ښکاری او پځواب کی ماهم دغه لمن لیک د هماغی لیکني د فیسبوک په وال باندی ولیکه چی داسی دۍ: نوشتهُ موجودهُ روزنامهُ هشت صبح در پیوند با اظهارات سفیر افغانستان برای ایالات متحده ُ امریکا خیلی مغرضانه،بد بینانه ومبنی بر منافقت است. نخست :- تعین مشی سیاسی افغانستان در ارتباط با حکومت جدید دونالد ټرمپ درپرتو نګرش حکومت جدید در امریکا دربارهُ افغانستان صورت ګرفته است که خیلی هم منطقی ومدبرانه هست.ما در فرهنګ قدیمی خود یک قیصه داشتیم که میګفت دردشت لم یزرع وبی آب کاروان میګذشت ویګانه چاه آب که در وسط دشت قرار داشت ملکیت یک دیو بود،مالک کاروان چندین مزدور را درون فرستاد که آب را بالا بیاورد مګرآب که هیچ برعکس فرستاده شده ګان نیز بر نګشت وبالاخریکی از هوشیار ترین ومدبر ترین مزدوران را فرستاد پایین واین اخیرالذکرموقف به بالا آوردن آب شد. وقتی از ایشان پرسیدند که از روی کدام حکمت عملی موفق شدی؟!، ګفت که در آن پاین دیو قوی هیکل نشسته که عاشق بقهُ خودش میباشد من هم در نخستین ملاقات باوۍ تعریف از بقهُ وۍ نمودم و همان همنوایی من با وۍ باعث همکاری او ګردید. ثانیاُ:- شما درین مقالهُ خویش نوشته اید که با این نوع اظهارات حکومت افغانستان سران حکومت قبلیُ امریکا وبالاخص جان کیری آزرده خاطر خواهد شد (که خالق این حکومت دوسره افغانستان میباشد)، درین اظهار روزنامهُ هشت صبح تلویحاُ این حکومت وحدت ملی را به این خاطر قبول دارد که بر خلاف انتخابات روی مصلحت بوجود آمده اند وتا حال هم بر سر قدرت چانه زنی میکنند و در حقیقت جان کیری برای در قدرت ماندن یک ګروه خاص آنرا ایجاد نموده اند وجناح ګیری شما میرساند که هشت صبح هم ازآبخور همان ګروه میخورند و مینوشند. وثالثآُ:- سفیر افغانستان را نمایندهُ اشرف غنی ګفتن یکی از روش های منافقانه هشت صبح است که بطورمداوم تفرقه افګنی میکنند. در فرهنګ امریکایی اګر کسی اندکترین معلومات هم داشته باشد این حقیقت خیلی برجسته است که امریکایی ها به آینده وبه پیش مینګرد (به اصطلاح ما مردم ګذشته را صلوات)،نه مثل دیګران که بطور مداوم عقب نګری میکند بیا براین این اظهارات سفیر افغانستان در واشنګتن خیلی بر جای وواقعبینانه میباشد .اود هغی مقالی لینک همدغه دۍ. http://8am.af/1395/12/24/afghanistan-ambassador-in-washington-usa/
    .

  2. رښتیا هم آماج صیب تاسو د پاکستان د سفیر خبرو ته ځيرشئ او بیا زمونږ د میډین جانکیري دوه سري حکومت ته وګورئ ، مځکه او آسمان فرق کوي. هغوی ته د هيواد او ملت ګټې مهمې دی اوزمونږ ته د مافیا او ډلې. دوی ته د الله ج هدایت وکړي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *