حمدالله محب

تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، چې واشنګټن ته تللی، نن /پنجشنبه/ وویل چې د ټرمپ حکومت غواړي د افغانستان د منتخب حکومت پر ځای زلمی خلیلزاد د استعماري دورې په شان واک ته ورسوي.

سي بي ایس نیوز د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې بې ساري بللې دي.

سي بي ایس نیوز وايي، ښاغلی محب واشنګټن ته په ځانګړي ډول د دې لپاره ورغلی چې د خلیلزاد په اړه له خپلې اندېښنې سپینه ماڼۍ خبره کړي.

محب ته ویل شوي چې د ده امریکايي ساری جان بولټن ډېر بوخت دی او له ده سره لیدو او خبرو ته وخت نه لري.

محب لا هم هیله لري چې بولټن به ممکن له ده سره د کتلو مهالوېش سبا (جمعه) په سپینه ماڼۍ کې وټاکي.

ښاغلي محب تور ولګاوه چې خلیلزاد قصداً له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات د افغانستان له حکومت څخه پټ ساتي.

محب سي بي ایس نیوز ته وویل:«موږ فکر کوو چې یا زل (د زلمي خلیلزد د نوم لنډه بڼه) – سفیر خلیلزاد نه پوهېږي چې څرنګه خبرې وکړي یا ممکن د ده دا کار کوم بل علت ولري. څه چې دی کوي د داسې معاملې سبب کېدای نه شي چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې سوله راشي.»

محب د خلیلزاد په اړه همداراز وویل«دی د ځواکونو پر ایستلو خبرې نه کوي. ده دا خبره روښانه کړې ده. دی د پاتې کېدو په اړه ږغېږي، خو فکر کوي چې طالبان به (امریکا ته) اډې ورکړي… زه څرنګه خپلو امنیتي ځواکونو ته ووایم چې دوی به نه پلورل کېږي. زه به دوی ته څه وایم؟»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې حکومت یې د ټرمپ حکومت ته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د لګښت د کمېدو او د امنیتي اړیکو د دوام لپاره بېلابېل انتخابونه وړاندې کړل.

ده حتي یادونه وکړه چې د امریکا ځانګړی استازی په افغانستان کې د ځان د واک ته رسولو اراده لري.

محب خلیلزاد په دې تورن کړ چې قصداً غواړي د غني حکومت منزوي او کړکېچ رامنځته کړي او بیا د استعماري دورې په شان ځان واک ته ورسوي «ده دوه ځلې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې غوښتل چې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي.»

محب همداراز ��ویل، د حکومت په شمول په افغانستان کې داسې تصور دی چې ښايي دا خبرې (د قطر) د دې لپاره دي چې یو موقت حکومت جوړ کړي او بیا به یې دی (خلیلزاد) وایسرای شي…»

محب دغه راز وویل چې اوسنی افغانستان هغه افغانستان نه دی چې خلیلزاد پکې زېږېدلی و.

ده دا هم وویل چې خلیلزاد او پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ځلونو له یو بل سره ویني.

سي بي ایس نیوز وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د حمدالله محب تورونه رد کړل، ویې ویل چې «د ښاغلي محب تورونه ناسم دي او مرستندوی نه دي. موږ به نن په خصوصي ډول ځواب ورکړو.»

دغه امریکايي چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، د سي بي ایس نیوز په وینا دا هم وویل چې د محب څرګندونې په هیڅ صورت په افغانستان کې د سولې په ټولو اړوندو چارو کې د امریکا او افغانستان د لوړې کچې د همږغۍ ښکارندويي نه کوي. دا ډېره مهمه ده چې افغانان له دې فرصته د سولې لپاره ګټه واخلي.»

سي بي ایس نیوز وايي چې د امریکا د ملي امنیت شورا د ښاغلي مجب پر څرګندونو غبرګون ښودلو ته تیاره نه شوه.

10 thoughts on “محب تور لګوي چې خلیلزاد د غني د حکومت د منزوي کولو او د ځان د واک ته رسولو هڅه کوي”
  1. Ghani is highly educated person but not effective administrator. many innocent people died since he became one head of the two headed government.his position was established by John Kerry not by the people. One reason why Ghani has been kept away from the peace talk because he is not cooperating and Taliban are not recognizing him and Abdulla as legitimate leaders.

  2. الله پاک دې ستا دا کږه خوله په ناسور ووهي پریږده چې سوله راشي غرب او امریکا اقتصادي مرستې وکړي او نجونه با سواده شي مکتبونه جوړ شي او پيسې غلا نشي تاسو څه وکړل ؟؟

  3. KHALILZAD IS ONE ANTI PASHTOON FACE.
    ALL PAHTOONS MUST UNDERSTAND ,
    KHALIL ZAD FAMILY HAVE HISTORICAL ENEMY WITH PASHTOONS.
    DO YOU KNOWS WHO WAS KHALILZAD FATHER AND GRAND FATHER.
    I AM NOT SURE/KHALILZAD GRAND FATHER KILLED BY NADERSHAH,
    WHEN NADERKHAN KILL SAQAO/NADERKHAN KILL HUSSENKHAN TOO,HE WAS GRANDFATHER OF KHALILZAD.
    OLD PEOPLES KNOWS ABOUT SAQAO/NADERKHAN &KHALILY FATHER.
    THANK YOU

  4. DEAR AFGHANS YOU HAVE TO KNOW//AFGHANISTAN FULL OF MINERALS/ALL MILLIONAIRE WANT TO GET THAT;
    KHALILZAD/BAYAAT/BLACKWATER OWNER AND MORE ……
    ONLY ASHRAFGHANI IS HONEST TO AFGHANS PASHTOONS.
    PLEASE SUPPORT ASHRAFGHANI..THANK YOU

  5. ” زه څرنګه خپلو امنیتي ځواکونو ته ووایم چې دوی به نه پلورل کېږي. زه به دوی ته څه وایم؟»

    There is a saying in Pashto that ” Dee Pradee kaat ba toor nimoe shpeo wee ” , that can roughly be concept translated to that, don’t expect to be too comfortable in a borrowed bed.

    It looks like time for Afghanistan to inter next phase and Mr. Muhib role to change the trend might be as good as irrelevant.

  6. مونږ افغانان دمحب په کلکه ملاتړی یو دخلیلزاد اوطالب استازو په قطر کی ښه غومبر جوړ ده کوم خبریال لیکلی کله چی ددی خبری پای ته ورسیږی او دتفریح.لپاره بیرون راووزی داسی خندا وی لکه دوی چی دټول عمر ملګری وو افغان فوځ اوټول افغانان تشویش کی دی افغان دولت ته خلیلزاد معلومات نه ورکوی او له دولت نه خلګ او فوځ دامعلومات غواړی وای هسی نه مونږ ویده او سودا شوی یو اودا هم وایم که چیری امریکا یواځی دځان ګټی په نظر کی نیولی وی او دخپلی ماتی له درشل نه ځان په چل باسی سخت تاوان. به وکړی مونږ ته به ثابته شی چی طالب داعش القاعده په حقه وو…..

  7. MHA
    You look like a Pakistani. Hundreds of thousands of people were killed during Karzai regime and in the current one. There are killed by Taliban with direct support of ISI. Meanwhile, thounsands of American and coalition soldiers were killed by Taliban and Pakistani ISI/military. Why you blaim Dr. Ghana? People are smarter than you think. I also want to emphasis that Mr. Mohib is wrong about Ambassador Khalilzad. Khalilzad is not against Pashtons or other tribe in Afghanistan. He is a well educated person and has sympathy with Afghans. I hope people understand the complexity of peace talk.
    Long life Afghanistan.

  8. هههههههه د همدوی په حواله تاند کې مې په کراتو لوستي چې خلیلزاد سولې مذاکراتو په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ او اوس ترې منکر دي هههههه حیران یم چې کوم یې ریښتیا و کوم یې دروغ دي هههههههه خو افلاتون خپل کتاب کې (افغانستان ګډوله) وایي افغانانوته چې پیسې او څوکۍ مخکې کې ګیدړ شي شغال شي، چې بیرته یې ترې اخلې نو وطنپال شي آزادیپال شي، اکټونه کوي د زمري له غیرت ماله مال شي

  9. ښاغلی محب منحیث افغان او واکدار حق لری د ملت له حق څخه دفاع وکړی او د هغه چا مخ نیوی وکړی چی ځان ته معامله جوړه کړی، حال دا چی خلیلزاد باید ثالث بالخیر وی که افغان او مسلمان دی او یا عالم خیرخواه ؟
    نو دی هغه خاین طلبګار ته پاتی کیږی چی د خواستګار په ځای یی ځانته غواړی ، نو دا ډول خلک اهل د جرګی او صلحی ندی بلکی نور هم زموږ ملت او دولت ته غمونه زیاتوی

ځواب ورکول pattang ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *