تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب نن د عامه ساتنې د تصدۍ ریاست څوکۍ ته د جنرال خوشال سعادت د معرفۍ مراسمو کې ویلي چې له دې وروسته باید د لویو پروژو ساتنې ته د بهرنیو امنیتي کمپنیو اړتیا پېښه نشي.

ښاغلي محب د دغې تصدۍ د خودکفايي او عوایدو د زیاتېدو ستاینه کړې خو زیاته کړې یې ده دا هر څه کافي نه دي بلکې اړتیا ده چې د عامه شتمنیو د ساتنې دا تصدي په نړیوالو معیارونو برابره شي: (( دا تصدي باید نوره په ملي پروژو کې په نړیوالو او خصوصي امنیتي کمپنیو د دولت اتکا ختمه کړي.))

خوشال سعادت چې له څلورو میاشتو راهیسې د کورنیو چارو وزارت له ارشد امنیتي معینیت څخه لرې شوی دی، په اړه یې ټولنیزو رسنیو کې دغه بست باندې ګڼ بحثونه روان دي.

 خوشال سعادت چې د ځانګړي ځواک په برخه کې یې په بریټانیا کې د دغه هیواد ملي نظامي اکاډمي لوستې د افغانستان د ځانګړو پولیسو قومندان هم تېر شوی دی.

One thought on “محب: خوشال سعادت باید د لویو پروژو ساتنه کې پر شخصي امنیتي کمپنیو د دولت تکیه راکمه کړي”
  1. د افغانستان د ملت د پاره ښه خبر دی ، جنرال سعادت ته صحت او موفقیتونه غواړو .د امنیتی او دفاعی قوتونود ښی رهبری او لا زیاتو کامیابیو په هیله

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *