حمدالله محب

تاند، جمعه، د حوت ۹مه: د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب افغان ځواکونه د سولې او جګړې اتلان بللي او زیاته کړې یې ده چې له نړیوالې ټولنې او ناټو سره به د دوی د پياوړتیا لپاره هڅې روانې وي.

ښاغلي محب د سرتېرو د ملي ورځې د کب د نهمې په مناسبت خپل پيغام کې ویلي، چې طالبانو د افغان ځواکونو د سرښندونو له برکته له جګړې لاس اخیستی او د سولې لار یې نیولې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې په تېرو څو کلونو کې افغان ځواکونو ۹۴ سلنه عملیات پخپله ترسره کړي دي او تېر کال یې د طالبانو له منګولو اته ولسوالۍ ایستلې دي: (( تېر کال په امنیتي ځواکونو کې اصلاحات ګټور وو او د امنیتي ځواکونو لپاره لا ګټور پلانونه تر لاس لاندې دي.))

ښاغلي محب همدا راز ټینګار کړی چې د امنیتي ځواکونو لپاره پرمختللي تجهیزات او ټکنالوژي برابرول د حکومت لومړیتوب دی چې په راتلونکو کلونو کې به ورته له ناټو سره په ګډه کار وکړي.

بلخوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم پولیسو ته د سرتېري د ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، هیڅ مافیاوي کړۍ او ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د پولیسو د اقداماتو پر وړاندې خنډ وګرځي.

افغان حکومت تېر کال په امنیتي او دفاعي لیکو کې اصلاحات خپل لومړیتوب ګرځولی و چې تر دې دمه یې د پولیسو لپاره د غوښې تر ټولو لوی قرارداد چې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ اختلاس په کې کېده افشا کړی او ۲۱ کسان یې په تړاو نیول شوي دي، همدا راز د دفاعي ځواکونو په لیکو کې هم د قراردادونو د ارزونې په برخه کې له څو کلونو راهیسې نږدې ۳ میلیارده افغانۍ سپما شوې ده.

One thought on “محب: طالبانو د امنیتي ځواکونو د سرښندنو له برکته سولې ته غاړه ایښې”
  1. تاسي زموږ د خاوري ننګ او ناموس ساتونکي زموږ سر لوړي او وياړان ياسته
    تاسوته سلام کوم ژوند ژوند ژوند

ځواب ورکول لوګی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *