تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې په مخامخ جګړه نه کېږي بلکې په دې برخه کې ټولې ممکنې لارې باید وکارول شي.
ښاغلي محب دا خبرې د ملګرو ملتونو د تعزیراتو د کمېټې له څارونکو سره په لیدنه کې کړې دي او ټینګار یې کړی دی چې له ترهګرو سره سره باید د هغوی د ملاتړو ریښې هم وویستل شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د تعزیراتو د کمېټې څارونکو بیا ویلي، باید چې هېوادونه د ترهګرو د ازادانه تګ راتګ ټولې لارې وتړي.
یادې کمېټې همدا راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاد ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت، پاکستان له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر دغه هېواد دې د لازم فشار له مخې د ترهګرۍ مخه ونیسي.
کچیری افغان دولت د افغان ولس په شان پاکستان ته د دښمن هیواد په سترګه وګوری او خپل ټولی دیپلوماتی چاری ورسره پری کړی او د دوی د ظلم په وړاندی مستقیمآ په امنیت شورا کی رسمی شکایت وکړی او امریکا عملآ دیته مجبور کړی چی په پاکستانی نظامی او استخباراتی ادارو او مسؤلینو فشار او بندیز ولګوی نو په ډیر کم وخت کی به افغانان د سولی او سوکالی څښتنان شی
کچیری امریکا پدی ګام د افغان دولت واقعی ملاتړ وکړی او دوی خبری تر امنیت شورا او ټولو نړیوالو بنسټونو ورسوی نو نړی به دیته مجبور شی چی د پاکستان په موجودیت باندی بیا له سره کتنه وکړی او هند – افغانستان به لدی سرطانی غودی خلاص کړی چی پدی سیمه کی د انګریزانو لخوا تشکیل شوی
هند به هم هغه بی باوری باندی بیا له سره کتنه وکړی چی د امریکا د حکومت په وړاندی ورته خلق شوی ځکه نړی اوس پوه شوی چی آسامه بن لادن، لشکر طیبه، جیش محمد او حقانی شبکه په پاکستان کی اوسیږی او روزنه او مالی ملاتړ کیږی مګر امریکا هیڅ غوږ ورباندی نه ګروی
کله چی جنګی جرایمو خبره شی او همدا نړیواله اداره چی د تحقیقاتو او ارزونی لپاره افغانستان ته راځی نو امریکا یی مخه نیسی نو داسی ښکاری چی امریکا د افغانانو لپاره ښه راتلوونکی نغواړی او تل کوښښ کوی چی دا ولس په وژلو باندی خپل جنګ ته ادامه ورکړی
کله چی خلیلزاد د کرزی په اولو وختونو کی افغانستان کی د امریکا سفیر وو نو پاکستان په وړاندی تونده لهجه کاروله کله چی پوه شو چی د افغان دولت او خلیلزاد نظر یو شان دی او هغه هم پاکستان لپاره چی امریکا سره ددی هیواد څو نظامه نسکور کړل نو خلیلزاد له افغانستانه څخه عراق د سفیر په حیث بدل کړل نو لدی معلومیږی چی امریکایان دلته د پاکستان په نظامی مداخلی باندی هیڅ ډول غبرګون نه ښایی
کله چی پاکستان په کنړ،خوست، جلال آباد او نوروهغو سیمو کی چی د ډیورنډ کرغیړنی کرښی سره نږدی دی کوم نظامی مداخله کوی نو امریکا یی په وړاندی چوپ پاتی کیږی نو چی په مقابل کی افغان نظامیان غبرګون ښایی نو بیا ورته د نرمښت ښودلو اعلان کوی