تاند، چهار شنبه، د جدي ۲۵مه: د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، سوله افغانانو ته د تاوتریخوالي د ختمیدلو په معنا ده، ځکه دوی لومړی په اوربند ټینګار کوي تر څو مذاکراتو ته مناسب شرایط برابر شي.
ښاغلي محب په هند کې د سیمې د هیوادونو د مشرانو او استازو په حضور کې رای سینا کنفرانس ته په وینا کې وویل، اوربند به وښيي چې مقابل لوری د سولې په رابطه څومره جدي دی؟
هغه زیاته کړه، ولسمشر غني له ګاونډیانو او متحدینو بار بار غوښتنه کړې چې د افغانستان افغانستان د جګړې د ختمولو کې ورسره مرسته وکړي، ځکه دا کار نه یوازې د ګاونډیانو ګټې خوندي کوي، بلکې دا د ملګرو ملتونو د منشور غوښتنه هم ده: (( افغان حکومت او خلک د سولې په مذاکراتو کې ګډون ته چمتو دي، خو که طالبان له اوربند او سولې انکار کوي، بیا دې له ټول ملت سره مقابلې ته چمتوشي.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو یوه میاشت وشوه چې له امریکا څخه داوربند په اړه د سلا مشورو مهلت غوښتی دی او زلمی خلیلزاد ورته په قطر کې دېره دی، تر څو د سولې په رابطه له طالبانو مثبته هوکړه ترلاسه کړي.
ویل کېږي چې د طالبانو یو شمېر مشران له اوربند او بله ډله مشران یې له سولې پروسې او اوربند سره مخالف دي او د جګړې په دوام ټینګار کوي.
ملت له دواړو خواوو تر پوزي دی، مقابلې ته يې څنګه چمتو کوي 🙁
د طالبانو مشران په منافقستان کې پیدا شوي ، هورې لوی شوي او هلته د هغوی له خوا د مشرتابه مقام ته رسیدلي دي. دوی له افغانستان سره یوه زره مینه او خواخوږي نه لري . د افغانستان په خلکو یې زړه نه سوځي . له سرک ، لارو ، پلونو ، ښوونځیو ، روغتونونو ، دولتي تاسیساتو ورانولو او د افغانانو له وژنو داسې خوند اخلي لکه پنجابیان چې زمونږ پر وژنه خوشحالیږي او په خپلو پنجابي تش په نامه اسلامي جمهوریت رسنیو کې د افغانانو شهادت ته هلاک کېدل وایی.
بنا له دوی د خیر تمه کول یو بې ځایه کار دی.
د افغانستان دولت دې خپله د عمل ابتکار په لاس کې واخلي . له یوې خوا دې دولتي حاکمیت ته پراختیا ورکړي او له بلې خوا دې خپلو هېوادوالو ته ګټور او هر اړخیز خدمات وړاندې کړي . ولسي شوراګانې ، د علماوو شورا ګانې او له خپلو کلیو د دفاع مسوولې ډلې جوړې کړي. پدې ترتیب سره به د طالب او اجانب له ضرره په امان کې شو.