محسن داوړ

تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر غړي محسن داوړ د ډیره اسماعیل خان نننۍ غونډې ته په وینا کې ویلي، پاکستان دې دا خیال پلو له ذهنه وباسي چې له افعانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به خپل طالبان ور ولېږي.

محسن داوړ د پاکستان پوځ ته په خطاب کې ویلي، څو پورې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ژوندی وي لکه ډال به درته مخې ته ودریږي: (( موږ ځکه د افغانستان په ننګه دریږو چې په تاریخ کې په لومړي ځل د منظور پښتین د نیولو وروسته په ټوله افغان خاوره، تاجکو، ازبکو، هزاره و او پښتنو د منظور په ننګه احتجاجونه وکړل.))

داوړ وویل، له دې نه ستر اتفاق، اتحاد او لاریونونه یې د افغانانو له لوري په افغانستان کې نه و لیدلی او لکه ډال په ټول افغانستان کې پښتانه د پي ټی ایم ملاتړ ته راوتي و، چې په همدې ترتیب به( پي ټي ایم )هم د افغان خاورې په ننګه د ریاست پر ضد لکه ډال ودریږي.

داوړ وویل، پاکستاني جنرالان له پي ټي ایم ځکه په ویره کې دي چې په لر او بر یې شعوري بیداري راپورته کړیده:(( د ولس زور د خدای زور دی او په دې زور به منظور پښتین ډیر ژر خوشې کړی شي او د ولس په همدې زور به له پاکستاني ریاست څخه هم حساب کتاب واخلو .))

محسن داوړ بیا ځلي ریاست ته اخطار ورکړ که چېرې د پي ټي ایم مشر او غړي یې ازاد نه شو نو د دې غورځنګ زرګونه خلک به د پښتون قام سره یوځای یو ځل بیا د اسلام اباد په لور ولاړ شي او هلته به پراخ لاریونونه او غونډې وکړي.

نن پي ټي ایم په ډیره اسماعیل خان کې د منظور پښتین د راخوشې کولو لپاره لویه اعتراضیه غونډه نیولې وه.

4 thoughts on “محسن داوړ: افغانان زموږ په ننګه ودرېدل، موږ به یې په ننګ د پاکستان پالیسیو په وړاندې ودریږو”
  1. محترم داوړصاحب د تاسو صادقانه مبارزه د پنجابی جنرالانو ، آي اس آي او پنجابی جغلی حکومت ددوی غیری انسانی او بی رحمانی پر ضدحتمی برۍ دی د تاسو د دی ویاړنی مبارزی په وسیله جهان ته واضحآ تمثیل کړه چی د پنجابی مارشالی ظالم او فریبکاره حلقه د شیطان انګلیس له خوا جغلی د توطیو ایجادولو لپاره رامینځ ته شوۍ دی ، دا مزدورپنجابی حکومت به د افغانستان تر خپل حاکمیت راوستلو خوبونه خپلو قبرونو ته له ځانو سره یوسی ، ددوی دا مردود خوبونه نه د کثیفو او قاتلو تنظیمونو او ددی جاهلو او قاتلو غلامانو طالبانو په وسیله په افغانستان کښي عملی کیدۍ نشی ولو چی د ډالرو فریبکاره امریکا هر څومره دا ملی خائينان د هولی ووډ ډرامو سره په جهان کښي د صلحی شعار لاندی تمثیل هم کړی او دوی کابل کښي د ځای ځای شوو قاتلانو سره هم یو ځای کړی بیاهم دا د ډالرو فریبکاره امریکا د پنجابی غلامانو په ذریعه دوی خپل مردود او خائينانه پلانونه نشی عملی کولای او باید لر او بر غیرتی پښتانه سره یوشیاو دا مصنوعی کرښه چی د شیطان انګلیس له خوا ایجاد شوی دی له مینځه یووړه شی!!! تاسی باید دا د ویاړنی شروع مبارزه مخ په وړاندی یوسۍ او د تاسو سره د افغانستان غیرتی ملت په څنګ کښي ولاړدی !!!!! بریالتوب د تاسو دی

  2. له تا دې ټول تش په نامه مجاهیدین او طالبان او د هغوي پلویان قربان او صدقه شی ستا بلا دې پر دوی شې، ته واقعاً افغان یې

  3. د وزیرستان د محترم وکیل محسن داوړخبری احساسات نه دی بلکه دا دزمینی واقعیتونو بیان دی . د لر او بر عظیم افغان ملت بیداری یو داسی واقعیت دی چه دا به قدم په قدم نه یوازی ددی عظیم ملت وحدت ته لاره اواره کړی ، بلکه ددی ملت د ترقی ، خودکفایی اوواقعی خپلواکی ته لاره خلاصه کړی او بیا به هیڅ استعماری کړی ونشی کړلای چه ددی ملت ته د ضرر رسولو او ښکیلاک پلانونه جوړکړی .

  4. قدرمن داوړ صاحب او ټولو افغانانو ته سلام وایم۰
    زمونږ او ستاسی همدا یو دشمن دی۰ مونږ ټول په ګډه به د دی دشمن پرضد مبارزه کوو۰
    انشاء الله چه وارخطا شوی دی۰ ډ پنجابی استبلیشمنت اقتصاد برباد شوای دی۰
    او نور هم دوام لری۰
    دا ورڅ راتلونکی ده چه پشتانه به کامیاب کیږی۰
    تل دی وی د پشتنو ورونو ملی یووالی

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *