تاند، جمعه، د دلوې ۱۱مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي او د پارلمان وکیل محسن داوړ له راخوشې کېدو یوه ورځ وروسته د پاکستان پارلمان ته وینا کې ویلي، د ریاست لخوا پر هر چا د غدارۍ د ټاپې لګولو فرهنګ او خطرناکې پروژې ته باید نور د پای ټکی کیښودل شي.
نوموړی چې د سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې له ۲۸ نورو فعالانو سره د منظور پښتین په ننګه د لاریون له منځه د څو ساعتونو لپاره نیول شوی و اوس بیرته خوشې شړی خو وایي، د پاکستان د ادارو توره څېره به نړۍ ته ښکاره کړي.
محسن داوړ تېره ورځه پنجشنبه پارلمان ته په وینا کې وویل، د هغو خلکو مخه باید ونیول شي چې هر چاته د غدار خطاب کوي، که نه داسې وخت به راشي چې د پاکستان د ادارو څو کسان به پاتې وي او باقي ټول ولس به د غدارانو په نوم تورن کړای شوی وي.
داوړ وایي، پاکستاني ادارو منظور پښتن په داسې حال کې ونیو چې د دفاع وزیر پرویز خټک ورته دوه ورځې وړاندې د مذاکراتو وړاندیز وکړ.
نوموړی زیاتوي، پاکستاني ادارو په باچا خان، ولي خان، اسفندیارولي خان، فاطمه جناح او ذوالفقار علي بوټو هم د غدارۍ تورونه لګولي په داسې حال کې چې معلومه نه ده د پاکستان ادارې پخپله د څه ډول خلکو لخوا اداره کیږي: (( په دغو خلکو د غدارۍ جرم نه دی ثابت شوی، خو محکمې د پوځ پخوانی مشر هغه دی غدار ثابت کړ، د پوځ ویاند دا خبره رد کړه، مګر زه وایم چې څوک د قانون خبره ردوي همغه غداران دي.))
محسن داوړ په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي چې منظور پښاین له یکشنبې ورځې راهیسې نیول شوی او د پلویانو له هڅو سره سره یې لا راخوشې شوی نه دی.
پر هغه د پاکستاني ادارو لخوا د غدارۍ، نفرت پارولو او بغاوت جوړولو تورونه دي، حال دا چې منظړر پښتین یوازې په سوله ییز ډول د پښتنو حقونه غواړي.
تیره ورځ په لندن او مسکو یعنی روسیی او برتانیی که چی برتانیه د پنجاب پلار یادیږی د منظور پښتون په ننګه لاریون او غونډی وشوی کچیری یاد لاریون یا غونډه د روسیی د پارلمان او همدارنګه د برتانیی د پارلمان مخی ته شوی وو یو ډیر عالی کار به شوی وو
همدارنګه کی څو پښتانه د نړیوالی ټولنی بشر حقوق اداری یا نړیوالی امنیت شورا او همدارنګه د امریکا د کانګریس مخی ته او ورسره ورسره د اروپایی ټولنی پارلمان مخی ته ورته لاریون او غونډی وشی بهتر او د لاس ته راوړنو نه به ډک کار شی کچیری د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ښکته پښتنو غږ نړیوالو کنفرانسونو ته ورسوی نو پدی پوه شی چی موږ ټول لر او بر افغانان به ددی ظالم او جابر پنجابی پوځ او استخباراتی قاتلی اداری له غم او ظلم څخه خلاص شو چی دلته او هلته به د سولی او ورور ولی فضا خپره شی
د لوی افغانستان په هیله