حبیب وقار

د سهار له لمانځه وروسته د کړکۍ تر څنګ په کټ وغزېدم. لاندې د پوهنتون د شنه چاپېريال شنو ونو ته فکر وړی وم، له ليدو مې يې خوند اخيست. تر څنګ مې يې د محصلۍ د بې خرڅۍ په فکرونو کې تللی وم.

د کوټې ملګری مو چې د ډوډۍ راوړو لپاره خوړنځي (طعام خوري) ته تللی و، کوټې ته راننووت. بل ملګري مو ژر دسترخوان ورته اوار کړ. په دسترخوان د سېلو د ډبلو ډوډيو درب پورته شو. وړاندې د چايو له چايجوشې سنګا پورته کېده چې ځوښۍ (آبګرمي) پکې پرته وه.

کوټه مو د مرکزي ليليې د سي وېنګ په درېيم پوړ کې وه. د جمعې ورځ يو څه آرامه وي. پوهنځي ته د تلو بيړه مو نه لرله. بېغمه مو يوې او بلې خواته ډډې وهلې وې. چا تلاوت کاوه او چا هم بازار او يا هم د خپلوانو کورونو ته د تلو لپاره بوټونه رنګول، ځينې ملګري د کاليو په اوتو کولو، حمام او داسې نورو کارونو لګيا و.

د چای څښلو لپاره مو تياری نيوه، له ملګرو سره په خواږه بنډار بوخت وم. له هغې وخته اوس تقریباً دوولس کاله وتلي خو که وخت هر څومره ډېر هم تېر شي، د ژوند ځينې خوږې او ترخې نه هېرېږي.

د کوټې دروازه ټک ټک شوه، مهرباني وکړه مو ورته وويل، زما کليوال ملګری چې د فارمسي پوهنځي محصل و راننوت. ستړي مشي مو سره وکړل، راته ویې ویل:

ــ له تا سره مې یو څه کار دی.

ورسره ووتم. له کوټې لږ لرې لاړو، راته ویې ويل:

ــ بې خرڅه شوی یم.

ما هم د خپلې بې خرڅۍ ورته وويل. له څه خبرو وروسته دا چې دواړه په دې ستونزه اخته وو، ښه مو وبلله چې باید مزدوري وکړو، بله چاره مو نه لیده. لنډه دا چې دواړه د کوټه سنګي د چوک په لور روان شوو.

تر سرونو مو برګ دسمالونه تاو کړي، په چوک کې د نورو کاريګرو تر څنګ ولاړ يو. د چا چوبګز، چا سره د رنګ بورسونه، له چا سره ګلماله او نور د کار وسايل دي، خو له موږ سره هېڅ هم نشته، ځکه چې کوم کسب لکه نجاري، رنګمالي، څاه کيندل، خښتې لګول او نور مو زده نه دي.

ناڅاپه به د کاريګرو تر څنګ موټر ودرېد له هرې خوا به پرې ور منډې شوې، هر کاريګر هڅه کوله چې بېکاره پاتې نه شي او خامخا له يو چا سره کار ته لاړ شي. خو موږ نه شو کولای، چې له ځايه هم بېځایه شو ځکه چې د چوک له کار او دود سره بلد نه وو. لکه مېلمانه هر کاريګر ته مو په ځير ځير کتل.

زموږ د درېدو خبره تر يو ساعت واوښته. څو ځله مو بېرته د ليليې په لور د تلو نيت وکړ، خو بيا به مو وويل لږ به نور هم ودرېږو.

لنډه دا چې وړاندې يو ښايسته د نوراني څېرې څښتن سپين ږيری مخامخ زموږ په خوا را روان دی، ماته یې لاس راکړ، راته ويې ويل:

ــ کار کوې؟

ــ هو په کار پسې راغلی يم. یو تن دې په کار دی، که دوه؟

ــ نه یو نفر.

په ځير ځير یې سر تر پښو راته وکتل، ويې ويل:

ــ د خښتو کار دی.

ــ سمه ده.

د پیسو خبره مې ورسره وکړه، له خپل ملګري سره مې خدای پاماني وکړه او د کار له څښتن سره روان شوم.

د موټرو په ګڼه ګوڼه کې د سړک په خوا کې لږ وړاندې لاړو، په يو موټر کې ورسره پورته شوم. يو نجار يې هم تر څنګ راسره کښېناوه.

موټر له کوټه سنګي د کمپنۍ په لور حرکت وکړ. هغه وخت د ميرويس ميدان او کمپنۍ تر منځ سړک دومره په عصري ډول نه و جوړ شوی، ټول سړک کنډوکپر و، د دواړو خواوو موټر په يوه سړک تلل. هرې خوا ودانيو ته دې چې کتل په ټپي ټپي بدن يې دې زړه ټوټه ټوټه کېده. دې وخت کې چورتونو پسې واخيستم، له ځانه سره مې انځور کړه چې له دې هر کوره به د راکټونو د راتلو په وخت کې څومره کسانو لالهانده منډې کړې وي، څومره کورنيو به د خپلې کورنۍ وژل شوي او يا ټپي شوي غړي همدلته پرېښي وي او دوی به د ځان د ساتنې په خاطر ترې تښتېدلي وي.

لنډه دا چې موټر له هراتي سرای سره د خوشال خان په لور  وګرځېد. څو کوڅې وړاندې لاړ، بیا په يوه فرعي کوڅه کې يوه نوي جوړېدونکي کور ته ودرېد.

له چای څښلو وروسته مو کار پیل کړ، نجار د دېوال په سر کښېناست ما خښتې ور اچولې او يو بل کس، چې له مخکې هملته و، په ډولچه کې خټه ور وړله؛ خو ترڅو چې لس بجې کېدې، په پښو کې مې پوره دمه نه وه پاتې. ښه و، لس بجې يې چای را ووړ لږ دمه مې وکړه.

له کار سره مې يو څه ګوزاره کوله، خو کله به چې د کار څښتن زموږ خوا ته راغی، په دې وخت کې به د نجار چيغو ډېر په عذابولم چې ژر کوه او ژر کوه! کله کله به يې راته ويل ته خو هېڅ د کار نه يې.

په کار بوخت يو، تر تندي مې مړې خولې روانې دي. وړاندې مې د يوه هلک په ليدو سترګې خوږې شوې. د لسو کلونو هلک دېګ بخار او دسترخوان په لاس کې نيولي را روان دی. وړاندې په انګړ چې يو زوړ پلاستيکي فرش پروت دی. هلته يې دسترخوان اوار کړ، په دسترخوان يې د شوروا کاسې کېښودې. موږ ته یې غږ وکړ چې د ډوډۍ خوړلو لپاره ورشو.

د هغې غرمې د شوروا خوند مې هېڅ نه هېرېږي، په رښتيا هم کار دی، چې خواړه خوري. هغه خوند به په بله هېڅ شوروا او هېڅ ډول خوړو کې پيدا نه شي.

وايي هغه چوپان، چې په غره کې يې تنده پسې واخلي، په ډېرو منډو د سړو اوبو چينې ته ځان ورسوي، په چينه پړمخې ولوېږي اوبه وڅښي خوند يې تر هغې چې يو پاچا يې په ماڼۍ کې د سرو زرو په جام کې څښي څو ځله ډېر دی.

قضا ماسپښين مې لاسونو سم کار نه کاوه په ډېر زحمت مې خښتې پورته اچولې، خو مجبوريت بد شی دی.

د کار څښتن ډېر نورمال او د ښو اخلاقو خاوند ؤ، که نجار غوړه مالي هم نه وای ورته کړې، هغه زما کار ته نه کتل، چې ژر ژر يې کوم او که ورو ورو. خو نجار به هر ځل د هغې په نیږدې کېدو غوسه ناکې چيغې وهلې چې ژر کوه او ژر کوه!. خو کله به چې د کار څښتن لږ لرې لاړ بيا به سم آرام سړی ترې جوړ شو، خوښ مې نه شو، کله به يې غوښتل کومه کيسه پيل کړي، خو ما به نه ورسره اوږدوله ځکه چې له غوړه مال کس سره مې له اوله جوړه نه ده.

مازيګر څلور بجې شوې، نجار له دېواله را کوز شو، ويل يې وخت پوره دی. د کار څښتن راغی د نجار پيسې يې ورکړې، ماته يې وکتل، په ډېره خوږه ژبه يې راته وويل:

ــ زویه کاريګر ته نه يې ورته، په کار کې هم تکړه نه يې، درېغی درس دې ويلی وی!!!.

نه پوهېدم څه ورته ووايم. همداسې چوپ ولاړ وم.

بیا يې راته وويل:

ــ پخوا دې هم د خښتو کار کړی و؟

د نه په بڼه مې سر وخوځاوه.

ــ نو د څه کار دې کړی؟

دسمال مې پر مخ راتېر کړ، ومې ویل:

ــ هېڅ کار مې نه دی کړی.

حيران يې راته وکتل موسکی شو، ویې ويل:

ــ نو څه کاره يې؟

په وچو شونډو مې ژبه راتېره کړه، ومې ويل:

ــ دا مې د ژوند لومړۍ مزدوري ده، له دې مخکې مې مزدوري نه ده کړې.

ــ محصل يم. د کابل پوهنتون په ژورنالېزم پوهنځي کې په زده کړو بوخت يم. نن بې خرڅه شوم، ځکه په کار پسې راغلم.

د کار په څښتن د محصل کلمې اغېزه وکړه. یوه شېبه په ��ورو فکرونو کې ډوب شو، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. له خبرو پرته یې له جېبه زما د مزدورۍ پيسې را وويستې، په رېږدېدلو لاسونو یې وشمېرلې، یو، دوه، درې… په ژړغوني آواز یې راته وویل:

ــ واخله زويه! چې داسې ده، نو زه هم د درې ورځو مزدوري درکوم.‎

 پای

۱۳۹۲-۱۲-۹  ــــــ ۲۰۱۴-۰۲-۲۶

7 thoughts on “محصل يم/ حبيب وقار”
  1. ډیره په زړه پوري خاطره او د حقیقت څرګندونه رښتیا هم چی هېواد مو د ناخوالو شاهد دی او نن هم له یاد برخلیک سره زرګونه ځوانان لاس او ګیروان دی، مننه وقار صیب او ځانګړی مننه له تاند څخه چی ستاسو خوږه خاطره یی خپره کړه

  2. وقار صیبب ِيو پښتو متل دي، او که مشهوره خبره نه پوهيږم، خو ډير مې اوریدلي دي، وايې: ته حرکت کوه او زه برکت: له حرکت سره د برکت په نصیب شوی، ډيره ښايسته لیکنه ده، هرچاته پیغام ورکوي، چې هره ستونزه د حل يوه لاره لري، او د ستونزو په وړاندې معقوله مبارزه د حل غوره لاره، او د کامیابۍ مهم اصل دي، د لیکنې تسلسل ډير ښه پيلی دي، يوازې کاش د نجار په ځاي معمار راغلی واي ښه به وؤ. خدای د قلم چلاند لره>
    !!!

  3. یره دردوونکی قیصه ده عین لکه زما د حال قیصه دی چی کړی وی خو زما دیره دردوونکی قیصه ده له دی نه هم بس دهمغو مشکلاتو الله اجر را کړی الله یی دی اجر راکړی دهمغه مشکلاتو له برکته مونژ د درس په قدر پوه شوو او پوهنتون ته لاړو او اوس نسبتا ارامه ژوند لرو .

  4. ډېره مننه کوم له ګران امید، صمدي، رحيمي او حامد صیب څخه، په رښتيا هم زموږ ژوند له ناخوالو ډک دی، خو که چېرې خپلې اوسنۍ او پخوانۍ ناخوالې د کيسې په ژبه له نورو سره شريکې کړو. له يوې خوا به مو د خپل ژوند حالات انځور کړي وي او له بلې خوا به مو هغو کسانو ته د زغم لاره ښودلي وي، کوم چې له ژونده مايوسه دي.
    بيا هم له ټولو مننه

  5. ډیره په زړه پوري کیسه ده موږ هم د محصلی په دوره کې مزدوري کړیده ډیر مه خغه کیږه. خو زه پوه نشوم چې نجار څنګه د کلکار کارکاوه . کیدای شې زه غلط پوه شوی یم او که څنګه؟.

  6. الله ج دی وکړی چی هیڅکله هم ستا سی د خولی د کبر او غرور خبره ونه وځی او خپل ژوند با همته او د مظلو ما نو په خد مت کی تیر کړی

ځواب ورکول jallal Omid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *