تاند- د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق تایید کړه چې د ولسي جرګې له غړیتوبه یې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره استعفا کړې ده.

محقق وویل چې انتخاباتي کمپاین یا هلوځلو ته د وزګارېدو لپاره یې له ولسي جرګې څخه استعفا کړې ده.

ده ونه ویل چې د کوم کاندید د مرستیال په توګه په انتخاباتو کې ګډون کوي خو یادونه یې وکړه چې دا مسله به د راتلونکې یکشنبې په ورځ اعلان کړي.

محقق په مطرح کسانو کې، چې رایې لري، لومړنی کس دی چې د انتخاباتو لپاره له دولتي چوکۍ لاس اخلي.

د عبد الله عبدالله په مشرۍ ملي ايتلاف ویلي چې محقق به د ښاغلي عبدالله د یوه مرستیال په توګه د راروان کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ونومول شي.

ویل شوي دي چې عبدالهادي ارغندیوال به د عبدالله عبدالله بل مرستیال وي.

که څه هم عبد الله عبدالله به هیله لري چې په ارغندیوال به پښتانه، په تېره بیا د حزب اسلامي پلویان خپل کړي خو ویل کېږي چې نوموړی په حزب اسلامي کې ښه وشهرت نه لري ځکه چې په نوي یمه لسیزه کې د حکمتیار له لوري د رباني حکومت ته د وزیر په توګه معرفي شوی و خو له حکمتیار سره ونه درېد او د وزارت د چوکۍ د ادامې لپاره یې تر حزب اسلامي شورای نظار غوره وبلله.

ارغندوال تراوسه پوري د اقتصاد له وزارته استعفا نه ده کړې.

محقق پرون ویلي و چې د عبدالله عبدالله د دوهم مرستیال په توګه له نوموړي سره د ده خبرو پرمختګ کړی دی خو لا موافقې ته نه دی رسېدلی.

د محقق اسعفا د ولسي جرګې مرستیال میرویس یاسني لاسلیک کړه او د ټولټاکنو خپلواکګ کمیسون ته یې هم خبر ورکړ چې ښاغلي محقق استعفا کړې ده.

محقق د فدرالي نظام، په هزاره مېشتو سیمو کې د نورو ولایتونو د جوړېدا او په مرکزي حکومت کې شیعه وو ته د لا زیاتې ونډې غوښتونکی دی. له عبدالله عبدالله، زلمي رسول او نورو کاندیدانو سره یې د همدغو امتیازونو د ترلاسه کولو پراساس خبرې کړي دي.

7 thoughts on “محقق د انتخاباتو لپاره رسماً له ولسي جرګې استعفا وکړه”
  1. هغه کسان چې په نویو کلونو کې یې په کابل کې ژوند کړی دی یا یې کابل له تنظیمي جګړو وروسته کتلی دی باید پوه شي چې دغه کسان هغه وخت هم سره جوړ وو، هسې یې ملت سره جوړه کړې وه

  2. تولوته په درناوي سره؛خدای ج د افغان ولس سرته خیرکړي،په کابل ښارتوپانونه ،وږنې،ورانۍ همدوي نه وه؟آزموده را…کبوترباکبوتر..یوځای مرغان یورنګه۰

  3. که چیری ارغندیوال صاحب له عبدالله عبدالله سره واقعی د معاون ‍په صفت کار کولو ته اماده وی نو دوه واضح مطلبونه له ځان سره لری

    اول
    هغه ډله چه تر اخیره یی حزب اسلامی د پاکستان مزدور ګاڼه نن څنګه دی ته تیار ده چه د معاوین په حیث یی ومنی؟ یعنی خپلی هغه ټولی ګازری بیره ورباندی خوری چه پخبله یی متیازی ورباندی کړی وی . ځکه چی نور خو دغی د غلو ډلی ته له یو څو لوفرو کسانو څخه سیوا هیڅ پاتی نه دی نو دا ځل به هغه متعصب او لوفر کسان هم له دغی ډلی څخه د همیش لپاره متنفر کړی

    دووم

    ارغندیوال پوره باور لری چه نه یی ډاکتر عبد الله ګټلایی شی او نه یی هم د حکمتیار بی شمولیته حزب اسلامی ګټلای شی خو د همدی نا کامی څخه هم باید پوره پوره فایده اوچته کړی تر څو خپل حریف په تمامه معنی بی

    ارزښته او په شرمو وشرموی که څه تر یو حده به ارغندیوال هم ملت ته خجالته و شرمنده وی ولی
    په حقیقت کښی به د حزب اسلامی د حکمت وسیاست اوږد محاله دریځ پلی کړی چه د عبدالله تر څنګ بیرته
    پنجشیر تخار او لغمان کښی بیا د حزب اسلامی ولولی او غوښتنی او هیلی را ژوندی کړی

    چه د بل ځل لپاره به حزب اسلامی پوره امادګی د یو بل چا تر مشری لاندی نیولی وی او خپلی هغه سیمی چه پخوایی د مسعود پر وخت کښی د خپلو نامتو قوامندانانو په تا وان له لاسه ورکړی وی بیرته تر لاسه کړی

    باید په یاد ولرو چه د حزب اسلامی ټول نامو قوماندانان په شمال کښی مسعود د میلمستیا پر بهانه را وغوښتل او پوره څلویښت نفره یی په یوه ورځ قتل کړل او روسانو ته یی ثابته کړه چی مسعود به د حزب اسلامی واقع یمخالف وی او هیڅکله به هم پری نږدی چه دوی قدرت ته ورسیژی

    نو مطمین اووسی د حزب اسلامی هر ایتلاف له دغی ډلی سره د مخفی و پټی کینی په بنید ولاړ ده
    او خپل انتقام حزب اسلامی فکر نکوم داسی ژر حیر کړی ولی

    نتیجه

    د حزب اسلامی په اوسنی وخت کښی هیڅ د حکومت کولو اراده نشته یواځی د منطقی د لا کنترول په خاطر ځینی خوځښتونه کوی هر وخت چه د سوریی مصر ترکیی او لیبیا او لبنان حالات د کنترول وړ شول او د امریکا او اور‍پا تر منځ د عربی هیوادونو په روانه پروژه ناندری پیل شوی نو بی له کوم ځنډ څخه به د حزب اسلامی حکومت پّ افغانستان کښی را منځ ته شی

    تر ځو چه هغه پورته یاد شوی مسایل حل شوی نه وی د حزب اسلامی حکومت په افغانستان کښی نا شونی دی دا ځکه

    چه همدا اوس په نړی کښی په حقیقی ډول یا تر پردی شاته یوازی د څلورو فریقو تر منځ سخته جګړه روانه ده
    چه امریکا
    اورپا
    کمونیزم
    او اخوانیزم

    جګړه د انژی یا نفتو لپاره ده چه هره ډله خپله ځانګړی پالیسی لری
    حزب اسلامی یو وتلی پیژندل شوی او د اخوانیزم دیر نامتو ګوند ده چه د هغوی تر پردی شاته جهانی کړنی په مکمل ډول د امریکا د اوږد محاله نفتی پروژی چه د اسلامی هیوادونو او کپسین بحری ته یا منځنی اسیا ته یی طرحه کړی په تمامه معنی ستر خنډ او دیوال ده د طالیبانو د امارت د ړنګیدلو هم یواځنی ستر سبب د یونیکال شرکت سره مخالفت او د لادن د شرکت یعنی اخوانی شرکت سره خواخوژی وه

    که حکمتیار یا حزب اسلامی د یونیکال د اوږد محاله پروژی سره لکه د اشرف غنی کرزی یا ۹ هغو کسانو غوندی چه د یونیکال ګومارل شوی کسان دی ، د هغوی په شان تافق وکړی نو د جهانی اخوانیزم څخه به وشړل شی او
    د افغانستان او اسلامی نړی سره بی ستره جفا کړی وی

    نو په دی خاطر لیونی کیژی مه د حزب اسلام حکومت په افغانستان کښی داسی اسانه نشی راتلای

    هغوی څلورو سترو جهانی سیالیو څخه یو ستر سیال دی

    طالبان القاعده او داسی نوری وړی ډلی ټولی په مختلف شکل یوازی د پورته څلورو ډلو له خوا لبول کیژی

    ارغندیوال د جهانی اخوانیزم خاص نماینده نه دی اوه پیژندل شوی بلکه د حکمتیار یوه هغه مهره ده چه د حکمتار د حکم لپاره او د حزب د مخفی اږد مهاله پالیسی لپاره ځان هم وژلای شی

    د دده ایتلاف له عبدالله سره د شمال بیرته نیولو نه ‍ بغیر بله مانا نلری

  4. د تیارو مسافره

    زه فکر نکوم چی حزب اسلامی دی دومره ستراتیژیک فکر وکړی لکه تا چی کښلی
    بس اوس تاسی هم غواړی چی قدرت کی برخه ولری لدی پرته بل هیچ دلیل نشی کیدی
    د دی لپاره چی د خلکو له خبرو او نفرت څخه مو ځان ژغورلی وی اوس نوی خبری پکی راباسی غواړی یک تیر او دو فاخته وکړی
    پدی معنی که انتخابات مو وګټل نو قدرت ته به رسیدلی وی او که ونه ګټل نو بیا به وایی چی شورای نظار ته مو هسی مشکل جوړ کړ او دوکه مو کړل

  5. زما په آند افغانستان په اوسنیو شرایطو کې داسی یو مدبر او د قوی ارادی او با تجربه شخصیت ته اړتیا لری چی ولسی ملاتړ ورسره مل وی، د د افغان ولس د اوسنیو بدبختیو او ناخوالو ځخه با خبره وی، نه داچی په غربی هیوادو کی په مزو او چړچو وخت تیر کړی وی او د مړی ګیډی خبری کوي، راتلونکی ولسمشر او د هغه کاری ټیم باید داسی کسان وی چی د ولس له منځه را ولاړ شوی وی، په خلکو محبوبیت او نفوذ ولری لکه د بیلګی په توګه اشرف غنی احمدزی، داکتر فاروق وردک، داکتر عمر زاخلیلوال او داسی نور تر څو و کولای شی د افغانستان موجوده ستونزو ته دپای ټکی کیږدی او افغانستان د ابادی، ترقی ، سوکالی، امنیت، اقتصادی پرمختګ، او یو ځل بیا افغانستان لکه د تیر په شان خپل غرور ته ورسوي او د سیالانو په سره یی سیال کړي په ځانګړی توګه باید د ګاونډیو هیوادونوڅخه باید په هر سکتور کی پیاوړي، او په خپل ځان متکی وي.
    د سرلوړي او آباد افغانستان په هیله

  6. چی ته عبدالله عبدالله اوسیاف اومارشال فهیم اوخلیلی اوحکمت یار اوملامحمدعمرمجاهد یودبله سره ونمنی والله کدی افغانستان جوړکی که داافغانان وړونه یودبل په غاړکی لاسونه سره وانه چوی هم دی والله که افغانستان جوړ وونی
    بل داچی که موږ دغه کسان ټول افغانان ونه بولو هم والله که افغانستان جوړکړی
    کداسی وای چی رایی ډیروکسانو ته ورکول کیدلای مابه ودغه ټولوکسانو ته رایه ورکړی وای خونه کیږی

  7. ګران اکبر جان او اسحاق صاحب

    مختصر داچه اکبر جان اشاره داسی زما وخواته کړی چه ګوا که زه د حزب اسلامی ‍ پلوی کووم

    ګرانه زه د هر هغه نظام مخالفت اسلامی فریضه بولم چه د سوفیسطایی او ایبقوری فلسفو پر اساس را منځ ته کیژی حزب اسلام پر انتخاباتو عقیده لری او حتی داکتر امین وایی پر انتخاباتو ایمان لرو …………………….او داسی نور

    زما تعریف ډیر مختصر دادی چه که هر سړی مثلا چرسی ،ډم ، لوچک ، غل ، عالم ، داکتر ، انجینر، بزګر، مشرک ، فاسد ، واقعی ‍مجاهد، وطن فروش ، بی ناموسه ، با ایمانه و با غیرته ، جاسوس ، یا هیواد پال ، مختصر دا چه کچالو او غوړی عسل او شیدی ټول په یوه بیعه یو نظر یوه تله وتلل شی نو دا به ستر جهالت وی او د جهل پر اساس اقدام هیڅ وخت نیکمرغی هیواد او اولس ته نه راوړی بلکه هر هغه کار چه د جهل پر اصول تاسیس شی هغه بقا نلری او بی ارزشته ده ګرانه که لږ ځیر شی د دیموکریتوس او سوفیسطایزم د مفکوری طرحه شوی انتخابات یو عجیب د جهالت اصول لری چه پکښی د ښو او بدو هیڅ تمیز نشته و هر څوک په یوه کاڼی تلل کیژی

    مثلا ستا او د یوی ډمی توپیر د ډمو کراسی انتخاباتو له نظره یو برابر دی

    حکمیتار که هر څومره هوشیار شی که کومه ورځ هم د ډمو کراسی په انتخاباتو کښی برخه واخلی زما لپاره د یوی ډمی حیثیت لری په نړی کښی د حکومتی نظام پنځه مشهور ډولونه مروج دی چه تر ټولو یی غوره او ښه نظام خلافت یا امارتی نظام (په دغه نظام کښی د ښو اوصافو اوو اعمالو او وړتیاوو) خاوند ته تر بیکاره ترجیح ورکول کیژی نو ځکه یی زه هم غوره بولم باقی دیکاتوری لکه طالبان یا ځینی فوځی حکموتونه یا شاهی لکه د ظاهرشاه خان یا انګلیسیان په ډول یا د جهان فاسد ترین ډول د ډمو کراسی زه هیڅ کله پلوی نه یم

    ګرانه وروره زه درته له حده زیات احترام لرم مثال می ددی په خاطر ووایه چه متوجی شی چه زما هدف څه دی؟

    اسحاق وروره

    که زر ځله هم فاسیقین سره را جمع کړی نو مساوی به شی د فاسیقانو له مجوموعی څخه چه ټول ملت به چور لوټ او تالا کړی

    د څو غلو فاسدانو را جمع کول او ددوی مجموعی ته قانع کیدل پر خپلی غاړی پریکول او خپل عزن او ناموس نیلامول دی

    باید اول یوه غوره مفکروه یعنی طرح اوبیا در طرحی لپاره وفادارن اوبیا د طرحی لړی وغزول شی نو نوی او روڼ صبا راتلای شی

    نوی طرحه باید د تیرو تجربو څخه په استفاده د هر ډول نیمګړتیا څخه پاکه وی جاذبه معقوله او پر ژور علمی اسلامی ملی منطق ولاړه مفکروه وی چه په اسانی سره محوه نشی

    بله حل لاره عقل علمیت پوهه او د پوهی پر مضبوط نباد ولاړ خوځښت او نوښت دی

    د فاسدانو تحمل او را غونډول د حل لاره نده
    مننه

ځواب ورکول TAAND ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *