د هر هېواد خلک د خپل قلمرو د نجات لپاره هڅه کوي او څنګه کولای شي د خپلو خلکو د نجات او په نړۍ کې د ښو روابطو جوړلو کوشش کوي  سیاسیون او د ګوندونو مشران تل مسولیت لري چې په کورنۍ او بهرنۍ پالیسي کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي او دغه یې مسولیت هم دی.


د ټولو هېوادونو قوانین د اتباعو او په هېواد کې دمیشتو خلکو ترڅنګ دسیاسي مشرانو لپاره سره کرښه لري ، چې له دغې کرښې څخه هیڅوک نشي کولای واوړي.


بهرنۍ پالیسي د یوه دولت نړیوال اهداف او دغو اهدافو ته د رسیدو له ستراتیژۍ څخه عبارت ده. پالیسي جوړونکي چې کله دولت ته پالیسي جوړوي، نو په پالیسۍ د متخصصو علمي کدرونه بحث کوي او دغه بحث بیا کولای شي چې سمه او ګټوره پایله بیامومي او د حکومت ادارې او د څار ادارې هڅه کوي چې دپالیسي برخه وڅاري او دبریا په برخه کې یې سمه پایله معلومه کړي او بهرنۍ پالیسي بیا د کمو خلکو له لوري ترتیبیږي او دغه معلومات هم ډېرو کمو خلکو سره وي

سیاسیون مکلف دي که هغه ولسمشر هم وي چې دبهرنۍ پالیسي مطابق رفتار وکړي د اداري مشرتابه دغه پالیسي ددرې برخو څخه د تطبیق هڅه کوي دیپلوماسي هغه برخه ده چې دولتونه د خپلۍ پالیسۍ لپاره د کوم بل حکومت خوښي او نه خوښي په نظر کې نه نیسي او دغه برخه د سیاسي رهبرانو ترمنځ ناستې او پېغامونو شریکولو ترڅنګ د هېوادونو اړیکي او څرګندونې څاري ، خو دوه اړخیزه دیپلوماسي بیا هغه ده ، چې هېوادونه دخپلو خلکو او هېواد دګټې په نظر کې نیولو سره په شریکه له نورو حکومتونو سره کار کوي.


دغه که یو یا څو هېوادونه وي  ، بهرنۍ همکارۍ معمولا پټه جوړیږي او له همدې امله لنډ مهاله او اوږدمهاله ګټې په نظر کې نیول کیږي په بهرنۍ پالیسي کې دنورو هېوادونو او خپل هېواد نظامي ځواک او توان هم په نظر کې نیول کیږي .
حکومتونه تل د نورو دولتونو سره په رابطه کې د وسلو او مهماتو راکړه ورکړه پیر او پلور د ټکنالوژۍ راکړه ورکړه ، چې دا بیا د نړیوال سیاست په برخه کې یواځې نظامي اړیکو پورې اړه لري ، چې ځینې زبر ځواک هېوادونه بل هېواد د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د بریالی کولو لپاره نور هېوادونو ګواښي او په خپل پوځي قوت یې ویروي.


څو خپله بهرنۍ پالیسي تطبیق کړي نو دولتونه بیا همدې ته په کتو سره پالیسي جوړوي چې څوک څومره او څنګه ګټور دی او نظامي ځواک ته په کتو سره پرې تصمیم نیسي . اقتصادي ملاتړ دبهرنۍ پالیسي بله قوي او دقیقه برخه ده چې ځینې دولتونه دخپل هېواد دپرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګامونه اخلي او بهرنۍ اقتصادي پالیسي په نظر کې نیسي .
راځو په اوسني وخت کې د افغانستان سیاسي امنیتي او اقتصادي او پوځي وضعیت ته چې زموږ مشران او سیاسي مخالفین دې دخپلو څرګندونو او په سیمه کې ترینګلي وضعیت ته په کتو سره بد عواقب لرلای شي څنګه او څومره احتیاط وکړي؟


موږ په اوسني وخت کې په سیمه کې هغه څوک یو چې تېرو تپل شویو جګړو لسګونه کلونه ووژلو او ټول تاسیسات مو له منځه لاړل اوس چې تازه مو په تاسیساتو جوړلو پیل کړی مکلف یو، چې د خپلو خلکو او هېواد دنجات لپاره کار وکړو.
موږ په خپلو ټولو کړنو او ویناوو کې د یوه افغان په صفت او ددې خاورې د بچي په صفت رسالت لرو چې په خپل درد وژاړو او دخپل درد لپاره درمل بیامومو.


په دې وروستیو په ایران کې د استاد محقق وینا هم د افغانستان دبهرنۍ پالیسي سره په قاطع ډول په ټکر کې ده . هغه ایران ته په یوه سفر کې چې په تهران کې ناسته وه ویلی دي چې د افغانانو په گډون د هغو جنگياليو مننه کوي چې د سوريې په جگړه کې يې برياوې ترلاسه کړي دي.

افغان حکومت د داعش او همدارنګه سورې اوعراق ته د افغانانو داستولوپه اړه څه ډول پالیسي پرمخ وړي، ددې سره سره محقیق په ایران کې داسې څرګندونې کوي چې هیڅ توقع یې نه کیدله .

محقق خپلې خبرې دیوه افغان په صفت نه بلکه د ایران د یوه خواخوږي په صفت کړي دي او یا دسپاه پاسداران دیوه وفادار مامور په صفت کړي دي . هڅه یې دا وه چې داسې یوه بد او خراب حالت ته افغانان سوق کړي ، چې یوځل بیا د سمندرونو او باروتو ښکار شو.سمه ده چې هغه به خپله بیغمه وي او هره شیبه او لحضه کولای شي چې له هېواده ووځي خو دلته یو څلویښت میلیونی نفوس چې په دغه جغرافیه کې ژوند کوي د اور لمبو ته واچوي او هره شیبه یې ګواښونه زیات کړي .

په هېواد کی شته حالاتو ته په کتو سره په دومره لوړ پوسټ ناست شخصیت باید دایرانیو د خوشالولو لپاره داسې خبرې ونه کړي چې هم مو هېواد او هم مو خلکو ته په زیان وي ، موږ جګړو ځپلي او ستړي کړي یو موږ د جګړو درد لیدلی موږ په جګړو کې ډېر څه له لاسه ورکړي زموږ نړۍ ته دا پیغام دی چې په ټوله نړۍ کې دې د انسان وژنې سلسه ودریږي . موږ نه غواړي چې هېوادوال مو په نورو هېوادونو كې جګړه وكړي.

دا سمه نه ده چې د افغانستان يو لوړ پوړى چارواکى د دغه راز يوې مسلې په تړاو څرگندونې کوي او هغه هم دغسې حالاتو کې چې موږ خپله د ترهگرۍ له گواښ، جگړې، بېوزلي او ناوړه حالت سره مخامخ يو.


سره له دې چې رهبران مو په نړۍ کې وایي چې افغانستان به هیڅکله د سیمې کوم هیواد ته خطر پېښ نه کړي، خو که کوم هیواد له نورو هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو په وړاندې ځان ته ددې ورکړي چې ویې ګواښي یا ممانعت وکړي افغانان به یې په وړاندې توند غبرګون وښئ .

سمه ده چې افغانان له ایران سره ددوستۍ اړیکو ساتلو او جوړولو هڅه کوي خو له یوه هیواد سره اړیکې او دوستي له نورو هیوادونو سره د اړیکو د پرې کولو معنا نه لري نه هم دا چې دیوه هېواد دخوشالولو لپاره هم خپل خلک او هم خپله بهرنۍ پالیسي خرابه کړو او هم نور هېوادونه او ملتونه ځان ته دښمنان کړو .

دا چې سیمه او په خصوصي ډول عربي هېوادونه افغانستان پاکستان  له بې شمیره ستونزو سره لاس او ګریوان دی، که له یوې خوا دهیواد اقتصادي حالت ډیر خراب دی، عام وګړي د ضروري اجناسو دګرانۍ ښکار دي، نو له بل پلوه بې امنیتي هم خپل اوج ته رسیدلې ده، او دا نا امني یو مصدر نه لري، بلکې په هر هېواد کې ځان ته علتونه لري نو موږ یواځې دخپل هیواد دنجات او پرمختګ زمه په غاړه لرو .

سیاست کې ماته د سیاسي مرګ په معنی ده د محقق څرګندونې به پر بېګناه شیعه ګانو د داعش ډلې د حملو د زیاتېدو سبب شي.

محقق تېره اوونۍ په تهران کې (د اهل بیت مینه وال او د تکفیریانو مسله) په نوم غونډې ته په وینا کې ایرانی جنرال قاسم سلیماني وستایه چې په سوریه کې یې د فاطمیون په نوم د افغانستان د شیعه اجیرانو یا ملېشو لوا د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره جوړه کړې ده.

وروسته له دې چې په سوریه او عراق کې د داعش یا اسلامي دولت سختدریځه ډله وځپل شوه په ایران کې جنرال قاسم سلیماني، چې د فاطمیون لوا یې تاسیس کړې ده، زیات ستایل کېږي او ادعا کېږي چې نوموړي د داعش په ځپلو کې اساسي رول لوبولی او د سوریې د رژیم بقا یې تضمین کړې ده.

One thought on “محقق د ایران دخوشالولو لپاره خپل ملت اور ته اچوي | صادق افغان”
  1. ماشاالله افغان صیب ، ډېر په زړه پورې او هراړخیز معلومات مو وړاندې کړي دي.
    هیله ده د افغانستان جمهوري ریاست او ټول لوړپوړي مقامات له دغه مطلب نه استفاده وکړي. په راتلونکې کې د ټول افغان ملت ملي او عمومي ګټې د خپلو ملګرو، قوم ، ګوند یا مذهب له ګټو نه قربان نه کړي.

ځواب ورکول حضرت سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *