تاند- د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق له خپلو خلکو وغوښتل چې له حملو ونه بېرېږي او د انتخاباتو لپاره نوملیکنه وکړي.

ښاغلي محقق، د شیعه دیني عالمانو یوې لویې غونډې ته په وینا کې د انتخاباتو او په هغو کې د رای ورکوونکو د ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ، ویې ویل، پکار ده چې نر او ښځه ټول د رای ورکولو لپاره تذکرې واخلي او نومونه ثبت کړي.

محقق زیاته کړه«داعش تکفري ډله یوازې د انتخاباتو د نوملیکنې او د تذکرو د وېش پر مرکزونو تروریستي حملې نه کوي؛ بلکې پر جوماتونو، تکیه خانو، علمي مرکزونو، دیني او مدني ټولنو هم بریدونه کوي. موږ د دوی د حملو په خاطر جومات او تکیه خانې ته شا نه شو اړولی او میدان دوی ته پرېښودای نه شو.»

ده همداراز وویل«د دې لپاره چې دښمن انتخابات د ثبات عامل ګڼي، هڅه کوي چې په تروریستي بریدونو خلک په انتخاباتو کې له ګډونه راوګرځوي نو باید خلک د خپل برخلیک په خاطر نوملیکنه جدي وګڼي.»

تېره میاشت د کابل په دشت برچي هزاره مېشته سیمه کې د انتخاباتو د نوملیکنې پر یوه مرکز په خونړي تروریستي برید کې شاوخوا ۶۰ تنه شهیدان او تر سلو ډېر نور ژوبل شول.

له دې حملې وروسته یو شمېر شیعه دیني علمانو غوښتنه کړې وه چې تر هغو نوملیکنه بایکاټ کړي چې حکومت د دوی امنیت ټینګ کړی نه وي، خو وروسته د شیعه عالمانو شورا خپله غوښتنه بېرته واخیسته او انتخابات یې خورا مهم وبلل.

محقق له خلکو وغوښتل، هماغه راز چې یې د جوماتونو او تکیه خانو د امنیت په ساتنه کې همکاري کړې، د انتخاباتو لپاره د نوملیکنې د مرکزونو په ساتنه کې هم ملګرتیا وکړي.

ویل کېږي چې په تېرو ۳ اوونیو کې څه دپاسه یو ملیون تنو نوملیکنه کړې ده چې په نسبي ډول خورا لږه ګڼل کېږي.

One thought on “محقق: له حملو مه ډارېږئ، د انتخاباتو لپاره نوملیکنه وکړئ”
  1. دی خلکو ډیر ښه شعار ځانته ټاکلی:
    یوه ورخ تنبلی ، یو قرن جوالی ګری.
    .
    زه افرین پری وایم.

ځواب ورکول kabuliwala ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *