محمد محقق

تاند- د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که پر هزاره مېشتو سیمو حمله وکړي، ناوړه پایلې به ولري.

محقق دا خبرداری د طالبانو د هغه خبرداري په ځواب کې ورکړ چې ویلي و ممکن په غزني کې پر ځینو هزاره مېشتو سیمو کې عملیات وکړي.

ښاغلي محقق وویل، که طالبان د هزاره ګانو سیمو ته د وړاندې تګ هڅه وکړي، ویجاړوونکې پایلې به ولري او په افغانستان کې به کورنۍ جګړه ونښلي.

له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې طالبان په غزني، اروزګان او وردک ولایتونو کې د هزاره ګانو له سیمو سره کار نه لري؛ هغوی ته یې اجازه ورکړې چې په دولتي ادارو کې کار وکړي، د نړیوالې ټولنې او حکومت له پرمختیايي پروژو برخمن واوسي، په سیمو کې یې کلینیکونه ښوونځي جوړ شي، خو د دغو ولایتونو پښتني سیمې یې ځپلې دي.

محقق د طالبانو د خبرداري په عکس العمل کې وویل«د غزني پر هزاره مېشتو سیمو حمله به په هیواد کې د کورنۍ جګړې اور بل کړي.»

محقق په درو انتخاباتي حوزو د غزني ولایت د وېشلو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پرېکړې مخالفت هم وکړ، ویې ویل«دا مسله د یوه خاص قوم پر ضد د حکومت د دوه مخې پالیسۍ ښکارندويي کوي. په حوزو د غزني وېشل د انتخاباتي قانون خلاف ده او د افغان قومونو په منځ کې تبعیض رامنځته کوي.»

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وروسته له دې غزني په درو حوزو ووېشه چې د دغه ولایت اوسېدونکو د دې غوښتنې په خاطر اعتراضونه وکړل او د انتخاباتو کمیسیون ته یې اجازه نه ورکوله چې په غزني کې نوملیکنه وکړي.

دا کمیسیون وايي، د قانون له مخې د حوزو د وېش واک د انتخاباتو د خبلواک کمیسیون صلاحیت دی.

3 thoughts on “محقق وايي، که طالبانو هزاره مېشتو سیمو ته جګړه وغځوله، کورنۍ جګړه به ونښلي”
  1. “محقق په درو انتخاباتي حوزو د غزني ولایت د وېشلو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پرېکړې مخالفت هم وکړ، ویې ویل«دا مسله د یوه خاص قوم پر ضد د حکومت د دوه مخې پالیسۍ ښکارندويي کوي. په حوزو د غزني وېشل د انتخاباتي قانون خلاف ده او د افغان قومونو په منځ کې تبعیض رامنځته کوي.»”

    From dozens and dozens of villages around the city of Ghazni, only one -Qarbaghi – is inhabited by Hazara ethnic group.

    Then how come the parliament representative from that province almost exclusively represented by the great people of Hazara?

  2. په کورنۍ جګړه لا موړ نه یې. تاسو خو افغانستان کورنۍ جګړو ټوټې ټوټې کړ او ته بیا هم د کورنۍ ، جګړې خبرې کړې، تاسو لیډرانو کله کورنۍ جګړه بنده کړې؟ اوس چې د انتخاباتو وخت بیا رانزدې شوی دا خاین بیا داسې شیانو ته لمن وهي، خو خلک اوس تاسو پيژني او نور ستاسو غوندې خاینانو په خولې نور باور نه کوي.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *