تاند- د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق یو ځل بیا په ترکیه کې د جنرال عبدالرشید دوستم لیدو ته تللی دی.
که څه هم محقق مخکې ویلي و چې د خپلو طبي معاینو لپاره ترکیې ته ځي، خو د ښاغلي دوستم زوی باتور دوستم پخپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ايتلاف د عالي شورا» غړي او د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق په ترکیه کې د ده له پلار جنرال دوستم سره کتلي دي.
محقق او عطا محمد نور له لوی اختره وروسته په ترکیه کې له عبدالرشید دوستم سره د دې ايتلاف پر جوړېدا سلا کړې وه او ژمنه یې کړې وه چې په مناسب وخت کې به یې په افغانستان کې رسماً اعلان کړي. خو داسې ښکاري چې جنرال دوستم افغانستان ته نه شي راتلای او د دوی ايتلاف هم بې برخلیکه پاتې دی. په عین حال کې د بلخ والي عطا محمد نور ته د بلخ د ولایتي شورا د یوه غړي د وهلو – ټکولو په خاطر دوسیه جوړه شوې ده.
اوس د دغه ايتلاف په درو مشرانو کې یوازې محقق په څارنوالۍ کې ثبت شوې دوسیه نه لري.
باتور دوستم لیکلي چې ښاغلیو دوستم او محقق د افغانستان د ژغورنې لپاره د ايتلاف د عالي شورا د نویو پلانونو په اړه هم وږغېدل.
محقق هم دوسيه لري خو که څوک یی راوسپړي هغه په سرونو کی د میخونو دوسيه نه ده؟لږ افغانان یی وژلي دي؟
لکه چې د محقق هم سغۍ بخار کوي او په دوستم یی یخوي.
د محقق باډی ګاردانو په ناوې او زوم برید وکړ چې ناوې یې ځای پرځای مړه شوه ، زوم په زخمي حالت کې د ناوې سرته ناست و.
محقق د جنبش روشنایی د غړو د وژلو مسوولیت هم په غاړه لري.
د حاجی رمضان د وژلو دسیسه هم د محقق له خوا جوړه شوې وه چې د هغه ترڅنګ نور کسان هم پکې ووژل شول.
د محقق هم خارښت کړی که یې خارښټ نه کړای نو د شپانه ډوډوۍ به یې نه خوړه
متل دی وایي د وزې چې ک… بخار وکړي نو د شپانه ډوډۍ وخوري .
دا کوم مشترک خصوصیات دی چی دوی دری واړه یی سره نژدی کړی ؟
آیا اجرتی قتلونه ، جاهلی تعصبات ، اخلاقی ورته والی، چور او غلا ، میخکوبی او رقص مرده، انحصار او ظلم، اقلیتونه د جاهلی غوښتنو لپاره استعمالول، غصب او زور ګویی ته دوام ورکول او په سلګونو نور مشترکه غیرانسانی او ارذل خصوصیات چی انسانیت د پاره عار او تور داغ دی دا ټول د خادم المفسدین لیوانو ته عادت جوړ شوی او عالی جنابب ویل به یی : که زما په دور کی چاغ نشوی بیا چاغیدی نشی
خو دا ترجمان صفته حکام پدی خبر ندی چی تعاون په نیکی او تقوی کی دی نه په ګناه او تجاوز کی. (تعاونوا علی البر والتقوی ولاتعاونوا علی الاثم والعدوان )
او د انسانیت عالی مقام عملی رهبر لار ښوونه کړی چی:
من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام
صدق رسول الله صلی الله علیه و سلم
نو ځکه جاهل حکام د خپل درونی فساد او جاهلی غوښتنو پر بنا مفسدین او ظالمان تقویه کوی او لیوان د ملت د داړلو لپاره چاغوی چی خادم المفسدین حکام همدا کار وکړ یو کال نه بلکی ۱۵ کاله او د دی مرداریو پاکول څو کاله غواړی؟