راپور: عبدالحق سمون –

د کرکټ نړيواله شورا (ICC) هرکال په بېلابېلو برخو کې د غوره لوبغاړو لپاره جايزې ورکوي. په دغو برخو کې د ټسټ (پنځه ورځنيو) لوبو، يو ورځنيو لوبو او شل اوريزو لوبو غوره جايزې شاملې دي.

البته د بشپړ غړو هېوادونو ترڅنګ د دويمې او درېمې درجې هېوادونو لوبغاړو ته هم يادې جايزې ورکول کېږي.

له نېکه مرغه سږکال هم د تېر په څېر افغان لوبغاړي دې جايزو ته نومول شوي، خو دا ځل يو نه، بلکې دوه لوبغاړي، لوبډلمشر محمد نبي او هر اړخيز (آلرونډر) سميع الله شامل دي. پروسږکال د افغانستان له لورې دې جايزې ته نوروز منګل نومول شوی و، چې آيرلنډي لوبغاړي “کيون اوبراين” ته يې بايلوده.

دا ځل به محمد نبي او سميع الله د دوو تنو سکاټلنډي لوبغاړو “کالم مکليوډ” او “پرسټن مامسن” پر وړاندې خپل بخت ازمايي.

د بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ترمنځ د ټسټ لوبو غوره لوبغاړي جايزې لپاره دوه سرېلانکايي لوبغاړي “کمار سنګاکارا” او “انجليو متيوز” او دوه اسټراليايي لوبغاړي “مچل جانسن” او “ډېوېډ وارنر” نومول شوي.

د يو ورځنيو لوبو د کال غوره لوبغاړو جايزو لپاره د سويلي افريقا د درې وو لوبغاړو، “ابراهام ډيويليرز”، “کوېنټن ډيکوک” او “ډېل سټين” ترڅنګ ځوان هندي لوبغاړی “ويرات کولي” مقابله کوي.

د ښځو په برخه کې د يو ورځنيو لوبو غوره لوبغاړې جايزې لپاره د دوه انګريزۍ لوبغاړو “شارلوټي اډوارډز” او “سارا ټېلر” ترڅنګ د ويسټ انډيز هېواد “سټيفاني ټېلر” او هندۍ “متالي راج” نومول شوي.

بل پلو د کرکټ چارو شنونکي يادو جايزو ته د سويلي افريقا پياوړي مسلمان لوبغاړي هاشم املا په نه نومول کېدو نيوکه کوي او د کرکټ په ډګر کې د نوموړي کړنې او هڅې ستايي.

د يادونې وړ ده چې يادې شوې جايزې به د کرکټ لوبې د 32 غوره شخصيتونو د رايو پر بنسټ ورکول کېږي.

2 thoughts on “محمد نبي او سميع الله د کرکټ نړيوالې شورا د غوره جايزو لپاره نومول شوي”
  1. هیله کوم چی یو څوک یا خپله د تاند اداره هغه لینک شیر (شریک) کړی دلته تر څو مینه وال وکولای شی چی رایه ورکړی. مننه خو چی څومره زز لینک شیر شی ښه به وی

  2. خوشحال ساپی وروره بخښنه غواړم چې ډېر وروسته مې ځواب درکړ. پورته مې يادونه کړې وه چې ۳۲ نفره چې د کرکټ نامتو شخصيتونه دي يادو لوبغاړو ته رايه ورکوي او د همدوی د رايې پر بنسټ ګټونکي ټاکل کېږي.

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *