تاند- د څلورو نړیوالو جامونو له اتل استرالیا سره د مسابقې په درشل کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان محمد نبي وايي، د استرالیا ښه ټیم ته درناوی لري خو ورڅخه وېره نه لري.

د افغانستان او استرالیا لوبډلې سبا د استرالیا په پرت ښار کې مخامخ کېږي. دا به په روان نړیوال جام کې د افغانستان څلورمه سیالي وي.

د افغانستان د ټیم کیتان محمد نبي وویل چې تر دې پخوا افغان لوبډلې تېر کال په شارجه کې له استرالیا سره پنځوس اوریزه مسابقه کړې وه چې په نتیجه کې یې استرالیا ۲۵۰ منډې کړې وې او په مقابل کې يې افغانانو ۲۰۰ منډې وکړې خو اوس د افغان لوبغاړو تجربه تر پخوا زیاته شوې ده.

ده زیاته کړه:« افغان ټیم اوس تر پخوا ښه شوی، نوي لوبغاړي ورسره یوځای شوي خو د استرالیا ټیم ته پوره درناوی لرو، استرالیا د نړۍ لومړی درجه ټیم دی خو افغانان به هم هڅه وکړي چې ترخپله وسه ښه لوبه وکړي.»

محمد نبي، چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل چې دا مسابقه له کوربه هیواد سره ده، طبعاً ټول ټکټونه به وپلورل شي، د استرالیا د زیات شمېر نندارچیانو فشار هم د پام وړ دی خو افغان ټیم به هم ملاتړي ولري.

د افغانستان د لوبډلې روزونکي پیټر اندرسن هم وویل چې د افغانستان ټیم وروسته له دې چې سکاټلنډ ته یې ماتې ورکړه، په ځان ډاډ او باور زیات شوی دی.

د استرالیا د لوبډلې مایکل کلارک هم وویل چې له افغانستان سره به ملګري ښه لوبه وکړي ځکه چې ټیم یې په ځان باوري شوی دی.

1په همدې حال کې سکای نیوز تلویزیون د افغانستان او استرالیا مسابقه د تېزو باولرانو سیالي بللې او ویلي یې دي چې په دې سیالۍ کې د نړۍ خورا تېز باولران لکه د استرالیا ستارک او جانسن د شاهپور ځدراڼ او حمید حسن په وړاندې میدان ته راوځي. دا تلویزیون وايي چې دا مسابقه به ټوله په مستقیم ډول خپره کړي.

4 thoughts on “محمد نبي: د استرالیا ټیم ته درناوی لري خو ورڅخه وېره نه احساسوي”
  1. افغان ټیم باید د استرلیا سره په ازادو مټو لوبه تر سره کړی، په لوبه کی که غښتلتوب رول لری خو چانس هم رول لری . انشالله چی افغان ټیم به ښه لوبه وکړی.موږ په ټوله معنی د دوی تر شا یو او دواعګانی ورته کوو.
    خدای پاک د سبا ته د افغان کریکیټ ټیم پر استرلیا لاس بری کړی. امین ثما امین

  2. په رشتیا الله (ج) د افغانستان پدی لوبه کی بریالی کړی چی بیرته خپل هیواد ته په سر لوړي سره راستانه شی او په نړی کی یوځل بیا د ګران افغانستان بیرغ وځلیږی .
    الهم آمین ثم آمین
    ګرانو وطنوالو د زړه له کومی زمونږ د کرکټ ټیم ته دعا وکړی چی الله د کامیاب کړی.

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *