اسفندیار ولي خان

تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې د پاکستان له تابعیت سره سره دې د افغانستان تابعیت هم واخلي.

د ښاغلي اڅکزي په خبره که سلګونه زره پاکستاني وګړي د دوهم هیواد په ډول د نورو هېوادونو تابعیت ترلاسه کولی شي، نو پښتانه هم کولی شي چې د افغانستان پاسپورټونه ولري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په کوټه کې د خپل ګوند د ۱۹۹۱م کال د وژل شویو پلویانو د تلین په نمانځنه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان پښتانه ولسونه په اغزنو تارونو نه بېلېږي.

ښاغلي اڅکزي په خپلو ویناو کې بیا بیا ویلي چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتانه یو قام دی او هېڅوک يې هم بېلولی نشي.

نوموړی د خپل همدې دریځ له کبله په پاکستان کې له سختو نیوکو سره هم مخ شوی.

څه موده وړاندې ښاغلي اڅکزي د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو ځورولو ته په اشارې سره ویلي وو چې افغان کډوال دي نه ځورول کېږي، ځکه افغانان د پاکستان تر ولکې لاندې پر خپله خاوره پراته دي.

2 thoughts on “محمودخان اڅکزي پر خپلو پلویانو د افغانستان د تابعیت اخیستلو غږ کړی”
  1. droond masher achekzai sahib zhwand zhwand zhwand.

    majority punjabi have british or usa passport.

    we all pashtoons are brothers.can get afghan passport.
    thank you

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *