محمود خان اڅکزی

تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸مه: د پښتونخوا د ملي عوامي پارټۍ یا مېپ مشر محمود خان اڅکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دی به د پښتونخوا ميپ د یو غړي په توګه تر ګوره پورې د منظور پښتين کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې: (( له موږ څخه به دومره هم کمزوري خلک نه جوړوئ چې یو کس به بوري ته را روان وي او د پښتانه قام لپاره به را روان وي او د پښتنو د خدمت خبره به کوي او موږ به یې په کاڼو ولو، تنګوو به یې او چای ډوډی به هم نه ورکوو طلاق مو دی چې به سلام دعا هم ورسره کوو چای ډوډی به هم ورکوو.))

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني حکومت منظور پښتین له څو اوونیو راهیسې بندي ساتلی دی.

پاکستاني استخباراتو او حکومت د بنو له جلسې وروسته پر هغه د بغاوت، نفرت خپرولو، مجرمانه هڅو او ولس پارونې اړوند ۵ تورونه لګولي وو او د جنورۍ له ۲۷ مې راهیسې یې څو اوونۍ په بند کې وساته، چې د څلورو تورونو سپیناوی یې مخکې شوی او څو ورځې وړاندې یې د وروستي تور سپینه هم وشوه، مګر لا هم په بند کې د هغه د ساتلو په اړه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي.

4 thoughts on “محمودخان اڅکزی: د منظور پښتین له ملاتړه په مرګ هم لاس نه اخلم”
  1. ژوندی دی وی محموخان ، افغان یو عظیم متحد ملت دی ، څوک یی په سیم خاردار او چینونو نشی بیلولی ، افغانان که د لر دی او که د بر باید د ظلم ، نسل کشی او تبعیض خلاف یو واحد غږ پورته کړی پر افغان تاریخی قهرمان ملت باندی تروریزم تپل شوی ّّ

  2. محترم محمودخان اڅکزۍ صاحب د تاسو ټینګار د سپیڅلی منظور پښتین غورځنګ ملاتړ ډیر افتخار دی ، باید په افسوس سره وویل شی چی د ډیرو زیاتو کالونو راپدی خوا د پنجابی ادارو له خوا په پښتانه د رنګا رنګو ظلمونو سره مخامخ بیا هم د ملی عوامی پارټی غیر د محدودو انتقادونو څخه نور خاموشه وو او اکثره وخت دداسی رنګارنګو ظلمونو مخ نیوی په عوض د معاملو څخه کار اخسته کیده دا چی اوس د ملی عوامی پارټی په اخلاص سره د منظور پښتین غورځنګ محکمی ملاتړی ته اقدام شوۍ دی دا د ډیری خوښي او افتخارځای دی!!! بریالتوب د منظور پښتین غورځنګ دی !!!! په کامل اطمنان سره

  3. مخترم مشره زمونږ لپاره افتخار یی۰
    له ډیرو کلونو راهیسی ستاسی دریز او څرګندونی دافغان پشتون ولس لپاره
    به د تاریخ په زرینو لیکو ولیکل شی۰هیله می له تولو مشرانو څخه داده
    چه ستاسی په شان په یو اتخاد د پشتنو د خوقوقو لپاره مبارزه وکړی۰
    ژوند ژوند ژوند

  4. مګر تاریخ ته ګورو همدی ګوندونه کتل او پاکستان پوځ او استخباراتو په شمالی وزیرستان کی بمبار کاوو کچیری دوی د ټاکنو د ګټلو لپاره دا خبری کوی یا غواړی افغان ولس ته ځان خواخوږی د پښتنو وښیی نو لومړی د نړیواله محکمی ته درخواست یا غوښتنه وکړی چی راشی پاکستان پوځ او استخباراتو د وزیرستان ولس سره د ظلم څیړنه وکړی چی پوځ ظلم کړی او دا ولس په رښتیا غدار یا ترهګر دی کچیری ولس ترهګر وی نو بیا پاکستان پوځ او استخبارات پر حقه وګڼی کچیری پاکستان پوځ ظلم کړی نو له نورو نړیوالو سازمانونو دی وغواړی چی پدی پوځ او استخباراتو باندی سیاسی او اقتصادی او نظامی فشار راوړی چی له ظلم لاس واخلی او په سیمه او افغانستان کی د مسلمان وژنی او انسان وژنی ته د پای ټکی کیښودل شی او یا ایران د سپاه پاسدارانو په شان نړیوال او امریکا ورباندی بندیز ولګوی ترڅو دا پوځ په افغانستان او ښکته پښتنو باندی ظلم ونکړی

    کچیری نړیوال د افغان ولس او ښکته پښتنو خبره نه اوری نو افغان ولسمشر ته پکار دی چی د نړیوالو چپ پاتی کیدلو لپاره خپل غږ پورته کړی او ووایی چی د افغان ولس سره یاست یا ظالم پوځ سره

ځواب ورکول دوکتور غروال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *