محمود خان اڅکزی

تاند، چهارشنبه، د دلوې ۲۳مه: د پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر او مخکښ پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزی وايي، هغه پنجابي جنرالان چې د افغانستان د ولکه کولو په فکر کې دي، رواني او دماغي ډاکټر ته دې مراجعه وکړي.

هغه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، اوس ددې وخت رارسېدلی دی، چې افغانان له نورو سره سیال شي.

د نوموړي په خبره، افغانانو نه هم پخوا چاته سر ټیټ کړی او نه به یې راتلونکي کې ټیټ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په وار وار افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدو غوښتنه کړې ده، هغه غوښتنه چې د افغانانو توند غبرګونه یې راپارولی دی.

د تازه راپورونو پر اساس، کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پراخو فعالیتونو د پښتنو بېساري یووالي ته زمینه مساعده کړې ده او په زغرده د لر او بر یو افغان نعرې وهي.

5 thoughts on “محمودخان: پنجابي جنرالان دې د اعصابو ډاکټر ته ولاړ شي چې په افغانستان د واک خوبونه ګوري”
  1. ” د پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر او مخکښ پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزی وايي، هغه پنجابي جنرالان چې د افغانستان د ولکه کولو په فکر کې دي، رواني او دماغي ډاکټر ته دې مراجعه وکړي.”

    Seems to me finally he is growing and showing some good balls.

  2. شاغلی او د قدر وړ دروند مشر محمود خان صاحب دی حدای میلیون کاله ژوندی لری۰
    تاسی د افغانانو یو حقیقی غمخوار یاست پر تاسی ویاړوو۰
    مننه

  3. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او پوځی، استخباراتی او سیاسی چارواکی او سیاسی شنوونکی بیا بیا د لنډمهالی (موقت) حکومت وړاندیز کړی وو همدارنګه په افغانستان د دوی جاسوس او لاسپوڅی چارواکی او سیاسی شنوونکی هم د پاکستان دا خبری له خپلی خولی را باسی لکه کرزی ، عبدالله او محقق او ربانی ځوی او همدارنګه ګلبدین خو څلور پنځه ځلی تکرار کړ

    داسی ویل کیږی چی کله لومړی ځل پاکستان دا خبری شروع کړی نو په پاکستان کی هم زیاتره سیاسی او دینی مشرانو هم د عمران خان د استعفا خبره وکړ او همدارنګه عمران وویل چی دا زما درخواست دی

    چی پدی وخت کی د عمران خان سیاسی مخالفین لکه د نواز شریف ورور او بوټو ځوی او فضل الرحمن ددی پر خلاف خپل غږ پورته کړ

    کوهی مه کنه د بل سړی په لار کی

    چیری ستا به د کوهی په غاړه لار شی

  4. د موقت غوښتنه خو د عمران خان ، ګلبدین ، کرزی ګډه آرزو ده نه د افغانستان د ملت غوښتنه ، داسی معلومیژی چه دغه دری کسان د یو اخور نه خورک کوی

  5. د موقت حکومت غوښتنه خو د عمران خان ، ګلبدین ، کرزی ګډه آرزو ده نه د افغانستان د ملت غوښتنه ، داسی معلومیژی چه دغه دری کسان د یو اخور نه خورک کوی

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *