محمود خان اڅکزی

تاند- پښتون مشر محمود خان اڅکزی وايي، هیڅوک به پرېنږدي چې افغان کډوال له خپلې خاورې په زور وباسي یا یې وځوروي.

ښاغلي اڅکزي وویل، خیبرپښتونخوا د افغانانو خاوره ده او دوی پکې بې ډاره او تشویشه اوسېدای شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړه«که افغانان د پاکستان په نورو سیمو کې ځورول کېږي، پکار ده چې پښتونخوا ته راشي، دلته هیڅوک ورڅخه د مهاجرکارت غوښتنه نه شي کولی، ځکه چې دا سیمه د دوی خپله ده.»

محمود خان اڅکزی او نور ملتپال پښتانه خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمې او د بلوچستان پښتني سیمې پښتونخوا او د افغانستان برخه ګڼي.

ښاغلي اڅکزي وویل، کابل او اسلام اباد باید پر تورخم لارې د تګ راتګ ستونزه په ډېر احتیاط حل کړي، کنې دوی به دا مسله په دوو اوونیو کې امریکا او چین ته ارجاع کړي چې حل یې کړي.

له بلې خوا راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو په وروستیو ورځو کې په پنجاب ایالت کې نژدې ۱۰۰۰ تنه افغانان نیولي دي.

پاکستاني رسنیو وویل د پنجاب پولیسو ۹۳۵ افغان کډوال د دې ایالت په ملتان، بهاولپور، ګوجرانوالا، فیصل اباد او راولپنډۍ کې د غیرقانوني هستوګنې په تور نیولي دي.

همداراز ۱۳۷ تنه نور په خیبر پښتونخوا ایالت کې نیول شوي دي.

3 thoughts on “محمود خان اڅکزی: هیڅوک حق نه لري چې افغانان په پښتونخوا کې ونیسي”
  1. دغه خلک اصلا په پاکستان کې کوي څه؟‌ یاره دا خلک هم د شرم په نامه څه نه پیژني،‌ که پيژندای یې شاید نور یی په دغه چټل وطن کې شپې نه وای تېرې کړې.

  2. Salamooona
    Hela da che sha sehat walari.
    Dagha waqighiat de aw sha khabara da che de achakzi khabara amali she kho dera moshkila da zaka yaw taraf aksara de pakhtoonkhwa gul khanan de bal taraf ta aksara de fakistan isi ter control landi de dera moshkila malomigi che khabara ye wamanal she.

  3. دلته په افغانستان کښی پښتون ته هم په سپکه کتل کیږی، دطالب او نورو نومونو ورسره لکه اجنبی سلوک کیږی. داوطن اوس دایران دفرهنګی یرغل لاندی دی. پاکستان یی جغرافیه ګواښی او ایران یی فرهنګ. دلته اصلی واکداران ایران او دهغی غلامان دی. دلته ځان لپاره داوسیدو جوګه نه یی او خبری لکه دملکانو کوی

    اوس هم ستانوم سره حساسیت دی، ټول عمر پښتو دایران او پنجاب غلامی وکړه، او کوی یی. پښتون اوس هم لکه دغلامی ورځی شپی تیروی

ځواب ورکول تراب خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *