تاند- د ولسمشر کرزي کشر ورور محمود کرزي نن په یوه غونډه کې د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

محمود کرزي، چې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د قیوم کرزي له تېرېدو وروسته د زلمي رسول ننګه کړې وه، د خپلوۍ له نظره حامد کرزي ته تر ټولو نژدې کس دی چې له عبدالله عبدالله سره یوځای کېږي.

په همدې حال کې ناتایید شوي راپورونه وايي چې ممکن قیوم کرزی، شاه ولي کرزی او د درانیو قومي شورا ژر د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړي.

همداراز ویل شوي چې ښايي نن د ولسمشرۍ کاندید قطب الدین هلال د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړي. له اشرف غني احمدزي سره د قطب الدین هلال یوځای کېدا به حزب اسلامي بېرته سره یوځای کړي. د ذدغه کوند ګڼ شمېر مشران مخکې له اشرف غني سره یوځای شوي دي.

محمود کرزی د کابل بانک د پانګې په وهلو تورن دی. افغان او لوېدیځې رسنۍ وايي چې د کابل بانک نژدې زر ملیونه ډالر غلا شوي چې د پام وړ برخه یې محمود کرزي او د ولسمشر کرزي د پخواني لومړي مرستیال قسم فیهم زوی ترلاسه کړي دي خو محمود کرزي پر ځان لګېدلي تورونه په ځلونو رد کړي او وايي چې له دغه بانک څخه اخیستي پورنه یې بېرته ورکړي دي.

15 thoughts on “محمود کرزي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالله ملاتړ اعلان کړ”
  1. محمود کرزی دکابل بانګ داختلاص خبره یوه ده او بله مهمه خبر داده چی دصلحی دشوری فه نامه له خارجیانو سخه قیوم کرزی روفی اخلی او بیا یی دمحمود کرزی فه واسطه بیرته بهرته انتقالوی او دا کار تاسو رسنی او کوم امکانات چی لری تعقیب یی کړی فوره معلومات به درته حاصل شی۰۰۰او کنه له سفارتو سخه معلومات وکړی خصوصا دبریتانیا سفارت او جفان سفارت سخه

  2. دا د خدای بښلی عبدالاحد خان کورنۍ له لومړی سر نه پردی پاله وو:ښه می په یاد دی چی زه په کویټه ښارکی د اڅکزی مارکیټ ته شا په یو کرایی کور کی اوسیدلم او د ښاغلی حامد کرزی نوۍ کاری دفتر چی دحاجی شکور په پلازه کی ووزموږ د کور نه ایلا ۱۳۰ متره لیری وو، دا هغه مهال وو چی نور په افغانستان باندی د امریکی د یرغل خبره ډاګیزه شوی وه او یوازی دشپو حساب ورته کیده،پدی وخت کی هلته په کویټه ښار کی ځینو روڼ اندو افغان ځوانانو داسی هلی ځلی پیل کړلی چی د یوی مظاهری په ترځ کی نړیوالو ته دا ووایی چی طالب او پښتون دوه ځانګړی او یو له بل نه جدا مسلی دی او باید نړیواله ټولنه د د طالبانو په خلاف د جګړی په مهال دا ټکۍ په نظر کی ونیسی اوټول پښتانه طالبان نه دی، دغی خوانانو د همدی موخی په خاطر د بلوچستان میشتو ځایی او افغان کډوالو د ګوندونو د مشرانو (محمود خان اڅکزی، نواب اکبر بګټی او حزب اسلامی او جمیعت اسلامی او داسی نورو) سره د خپلی مظاهری د ننګی پخاطر اړیکی ونیولی چی د پورته ګوندونو ټولو مشرانو ددوی د غوښتنی درناوۍ او هرکلۍ وکړ او د خپلو ګوندونو د استازو د استولو ډادیینه یی ورته ورکړه.
    خو پدی منځ کی یوازینۍ کس حامد کرزۍ وو چی داغوښتنه یی نه یوازی ونه ومنله بلکه په ډیره سپین سترګۍ یی د مظاهری جوړوونکو ځوانو استازیو ته پداسی حال کی د حامد کرزی مخی ته یو پنجشیرۍ د میرزا پحیث ناست وو، وویل چی: زه د سره لا پشتون نه یم
    اوس یی نو پخپله وارزوۍ

  3. دا کرزیان ټول د پیسو سپیان دی دوی د خلکو له خوا رټلی شوی خلک دی د کندهاریانو نوم یی و شرموه

  4. کرزیانو ثابته کره چی په ریشتیا یی افغان ولس کی درز راوست دا کرزیا ن لوت ماران مافیعه غله تول دوی دی د کابل بانک یی چور کر نور سه کارونه نه وه چی دوی وه نکرل . حو کچیری احمدزی ریس جمهورشو بیانو دی کرمیانو او کرزیانو سره داسی یو چلند وکری چی عمری یی د سیاست له سحنی سخه اوباسی

  5. لمړی خو محمود کرزی د کوم خاص نفوس خاوند نه دی بلکې قیوم کرزی او شاه ولي خان کرزی مهم افراد دي. دویم محمود کرزي په دې کار سره تاریخي جنایت او جفا وکړه. د احمد شاه بابا او میرویس خان نیکه له شملو سره یې ملنډې وکړې. ټول افغانانو په ځانګړې توګه پښتانه په محمد کرزي نفرین وايي. لعنت دې وي په داسې افرادو چې خپل هر څه د مادي امتیازاتو لپاره قرباني کوي.

  6. د قندهار خلک یواځی او یواځی د قدرت وږي دي دوی د افغانستان د جوړولو نیت نلري بلکه هغه څه کوي چی شخصی مفادات یی پکی وي او بله داچی دوی څوک مخکمی ته راکش نه کړي. مننه

  7. نه یاره جان محمد خانه! چلند به بل څوک نه کوی موږ او تاسو یی باید پخپله وکړو او همدا اوس مو شروع ورباندی کړیده! همدا چی زه او ته ورباندی خبری کوو ګویا چلند مو شروع کړیدۍ! خو خبره دلته ده چی باید نور خلک هم ورباندی خبر کړو لکه دا چی ما تاسو خبر کړی یاست تاسو پخپل نوبت نور خبر کړۍ او همداسی نور، ویښ ولسونه انتظار نه کوی او موکه پخپل لاس کی اخلی هغه متل دۍ چی وایی: چا چی ځان د طوفان رحم باندی پریښود ««»» داسی ډوب شول چی بیا هیڅ ونه ختل

  8. Good News,
    The Karzai’s divided in 2 groups one part with Mr Ghani & 2nd part with Abdullah ( No problem Karzai’s is Nar Phtoon)

  9. ورور كله jan. M ?
    ستاد خبري به ارتباط مجبور شؤم هغه راز جه زه بري خبراونه مي غوشتل جه تبصره بري وكرم أوس مجبور شولم جه تا داينده ريس جمهور كه موقفه شي غو شتنه كري. نو دائ خاي دي أوس وايم.
    كله جه حزب ديموكراتيك خلق أفغانستان سياسي قدرت به لأس كي واخيست به وزارت دفاع كي د مرحوم جنرال انخركل سره مخا مخ شولم روغبر مو سره وكر خبرو به جريان كي زه ي دلاسه ونيولم به يوه كوشه كي رأته قصه شروع كره
    زما به اوكه ي لأس كيشود رأته ي وويل .
    زه همدا أ وس د تركي صاحب د دفتره راغلم او هلته تركي زه د ترجمان به صفت غوشتي وم دروسانو سفير تركي ته راغلي وو دتر كي خخه ي جدي خواهش وكراو د دري نفرو هر يوه
    ١. / أستاذ رباني
    ٢ / أستاد سياف
    ٣. / د دريم نفر نوم زه نه غوارم جه دلته ي وليكم داخكه جه هغه د داودخان درزيم به قدرت كي د منخه تلي وو
    نومونو ياد داشت وركره جه دا دري نفره خمونز دوستان دي شرائط وخيم دي جه د منخه لار نه شي .
    تركي ورته به خواب كي وويل دا زما كار ندي دا دافغانستان دخلكو كار دي جه هر تصميم نيسي وبه ي نيسي مكر دروس سفير بيا هم تكراري خوهش وكرو.
    خما هدف دلته دانه وه جه زه دا كر غيرني خيري در معر في كرم خما أساسي هدف دا وو كه جيري اشرف غني دجمهوري رياست مقا م ته رسيزي دا ددي غوندي به زرهاوو نور مسائل او خيانتو نه جه د ي خيانتكارانو خيانت كري حتمي دبو شتني وردي كه جيري دا كار ونه كر نو دنن او سبا فرق به خه وي
    بر علاوه داصلي موضوع دجهاد رهبر ان جه د كومه وخته دروسانو سره درلوده او دروس به خدمت كي وه همدا وو جه دمجاهدينو به ستركو كي شكي وا جولي دوي هم د شرق او هم دغرب سره ارتباطات درلوده دجهاد تر سوري لأندي دالر راتول جه مونز اوستاسي به خبلو ستركو د دوي زوند وينو ، ، دكوندو او يا تيمانو جه خبلوان ي به جهاد كي قرباني شوه خوار او زار ، وزي تزي ، در به در كرخي خوك ي د تبوس نه شته جه يوه كوله دودي وركري
    جلالزوي

  10. salamona
    tollo drano hewadwalo ta grano pashtano wrono staso de ghairat stayana kawo muz da gran Hewad sakha bahar mesht you daltaltaq muz staso pa gherat bande witaro pa dero sakhto sharayeto ke taso de raye markazono ta wlarai magar afsos che haq wa haqdar ta wa na rasida staso pa rayou bande karzyano au sherzi lube wakre au kharse ye kre magar Khudai mehrabana dai muz ta ye you bal chance rakai hella kezhi darsakha pashtano wrono che de ware takano ta khasa tawajo warkrai raya hagha cha ta war krai che pa koranai jagaro ke shkel na wi leka Dabal Aullaah muz ywaze mukhles au reshtonai ulas Mashar ghwaro leka Ghani Baba .au bia hum hilla da dar sakha grano hewadwalo che pa takano ke parakh gadon wakrai che ghaflat dar sakha wanasi ..pa. dranawi Roshan Kakar

  11. محمود کرزئ وايي ځان ساتل فرض دي ، ځکه که داکتر اشرف غني واک په لاس کې واخست لمړنئ قدم به ېې اقتصاد رغول وی چې پدې لړ کې د کابل بانک غله نـن سبا ډېر بې خوبه دي ، بله د خندا خبره داده چې وايي آسونه ېې نعلول چونګښې هم خپې پورته کړې چې ماته هم نال ووهه ، ته محمود کرزئ صيب څومره پلویان لرې ؟

  12. وایی کوم بیعقل سړی ته به تل حسرت دریده چی د دوی د کلی ملک ډیر مشهور دی او هرسړی یی پوښتنه کوی او په درنه یی یادوی نو له یو چا یی وغوښته چی دی به څنګه مشور شی. هغه بل سړی لږ چالاکه وو نو ورته ویی ویل چی ځه لاړ شه یوه ورځ په جومات کی بولی وکړه او که چا پوښتنه وکړه چی دا چا کړیدی نوته ورته ووایه چی ما کړیدی ، پدی ترتیب به ته د خلکو او ولس منځ کی ډیر مشهور شی او نور به د ملک نوم څوک نه اخلی او تل به ستا په باب تبصره کیږی.
    اوس زمونږ محمود خان کرزی هم دا چل کول غواړی چی لږ شانته مشهور شی . خو خبر نه دی چی پکول لا پخوا …. کړیدی. نن زمونږ ځوان نسل تر لسو کالو پخوا ډیر هوښیار شویدی. دوی د هیواد د ترقی ، ملی وحدت ساتونکی او ملی هویت ساتونکو ته رایه ورکوی نه ورانونکو ته.

  13. محمود خانه ته به خپله نر شوی وی او د ګران هیواد قیادت به دی په غاړه اخیستی وو مونږ به ټول ستا تر شا په کلک افغانی عزم دریدلی وو. دا خو اوس ستره جفا ده چی خپله یی نشی کولای اما وطندوسته ، خدمتګاره ملی شخصیت ښاغلی احمدزی په مقابل کی د نظار شورا تر شا ځان پټوی او له خپل مظلوم ولس سره ملی خیانت او جفا کوی. ستاسو دا احساساتی تصمیم د ګران هیواد په تاریخ کی یو لوی تور داغ دی داسی معلومیږی لکه چی د سلطان ابراهیم لودی قوماندانان چی له بابر سره یوځای شول او د افغانانو امپراطوری یی د تل لپاره مغولانو ته وبخښله.

  14. دافغانستان قوم خلق باید هو شیار شی چی یو تعداد قندارایان را باندی مقررشی وای ږیره دولی رخیلی ښځو ته وای سفین بو ټان دی ولی فښوو کړی ډرور ته وای کیسته دی ولی غږولی چا ته به یی چی قار غوسه راغله ورته به یی ویلی ټوفک لری توفاڼچه لری دومره روفی راوړه۰۰۰ یو تعداد داسی لوڅ سری فساد اچونکی فه اختلاص کی ککړ درواغجن قنداریان لکه کرزیان چی ۳۰ ملیونه افغانان یی دوکه کړه ټول بانګونه یی چور او چفاول کړل غلو او رازنو ته دانډیوالی لاسونه ورکړل فه امریکا کی یوه کفیتریا هوتل لرود اوس یی ۱۵ دانی لوکس هوټلونه جوړکړل بیا هم کرزی دافغانستان سیاست کی غواړی ګډوی الله ددوی وشرموی ۰۰۰دا ۱۴ کلوکی فه کرز کی یوه انتهاری حمله ونشوه دکرز دقوم څوک مړه نه شوه او فنچشیریان فنچرمینان هم داسی له افغانستانه ټول شیان غلا چور چفاو کړه بیا ضیا مسعود ده ولی مسعود ده عبدالله ده اوبل ده بل ده یو ځل ر بانی چوکی نه فریشوده او اوس دوی ۰۰۰اوکه حزبیان مخکی شول هغوی له دوی زیات ظالم ده حکمتیار له خفلو زومانو بل هیڅوک افغانستان کی نه فیږنی۰۰۰دافغانستان سرنویشت باید نور افغانانوته فه لاس ورشی والسلام

  15. محمود کرزی یو د مشهورو غلو له ډلی څخه دی او له ډاکټر سیب اشرف غني سره په لیدنه کی یی له هغه څخه یوه غوښتنه داوه چی ده ته باید تضمین ورکړل شی چی دده په حکومت کی باید دی له عدلي تعقیب څخه معاف وی. دی یوه رایه لری او هغه هم کیدای شی استعمال نه کړی

  16. فاروق وردګ ۰ خرم ۰ رحیم وردګ چی اوس یی محمود کرزی سره دغلا دفیسو فسر لږ اختلاف را فیدا شو وی رحمت الله نبیل او شهرانی ۰ دلاوری هم فه مهمو قراردادونو کی محمود کرزی سره شریکان ده چی فه خفلو منځو کی لږ لږ اختلافات را ظاهره شو وی داسی ویل کیږی دقیوم کرزی کور ودانه یهودی ده او له یهودیانو فه دی نام ډیری روفی راټولوی چی دافغانانو منځ کی اختلافونه را پیدا کړی

  17. کرزیخیلا به بادیګارد های شان امر کرده است که هرکس همرای کرزیا میخواهد ببند اول ۵۰۰ دالر باید تحویل باد یګاردای ګرزی به نام شیرینی نماید بعدا ملاقات نماید بسیار ګف افسوس است که بادیګارد ریاست جمهور به ریشوت ملاقات ریس جمهور اماده میسازد به لحاظ خدا ما یک تاجر هستم که حق ملاقات را دارم تا مشکل تجارتی خودرا به ریاست جمهوری تقدیم کونم لکن متاسفانه که یکی ازبادیګارد ریس دولت میخواهد ملاقات برای ما تجارا به ریشوت اماده کند

  18. ګرانو ورونو که داسی څو غداران له پښتنو سره جفا کوی او د پښتنو له اصلی دښمنانو سره لاس یو کوی او د افغانستان د تجزیی له مفکرینو سره یو ځای کیږی نو څه به وشی؟
    راځئ ټول افغان قومونه متحد او په یو غږ له ښاغلی اشرف غنی نه ملاتړ وکړو او د غبرګولی په ۲۴مه له خپلو ورونو، اولادونو، خویندو او میندو سره یو ځای راووځو او خپل د خوښی وړ کاندید ته رایه ورکړو. مننه
    ډاکتر عبدالباری ساپی د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځی استاد

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *