د ولسمشر غني او اجرايه رييس تر منځ د کابينې پر سر کشالې د افغانستان امنيتي او مالي وضعيت له خورا خطرناک حالت سره مخ کړی دی. په دريو مهمو امنيتي ارګانونو کې سرپرستان او د هغوی کاري بې تفاوتي د امنيتي وضعيت ترينګلتيا، د افغان امنيتي ځواکونو د مورال د کمزورتيا لامل شوی دی.

له بلې خوا مالي وضعيت ترينګلی دی، حتی د دولتي مامورينو د راتلونکې مياشتې د معاشونو لپاره په خزانه کې څه نشته او دولت له نړيوالې ټولنې د دغو معاشونو لپاره ۴۲۹ ميلونه ډالر غوښتې دي.

سرچينه وايي، د کابينې پر سر د هوکړې لوی خنډ د عبدالله عبدالله او کمپاينرانو ترمنځ ژور اختلاف دی، چې حکومت ته يې سرايت کړی دی.

د ولسي جرګې يو وکيل نادرخان کټوازی ادعا کوي، چې له عبدالله عبدالله سره يې د خپل کمپ ستونزه پيدا شوې او ورته ويلي يې دي، چې له ولسمشر غني سره به د کابينې جوړولو پر سره يوازې ملاقات نه کوي او د دوی استازی به ورسره وي.

د چارو د شنونکي وايي، د کابينې يوه ورځ ځنډ هم د حکومت تېرې نسبي لاسته راوړنې له منځه وړي. د ولسمشر غني او اجرايه رييس تر منځ د واک پر سر کشاله لامل شوې، چې امنيتي او سياسي حالت ترينګلی کړی، د افغان حکومت خزانه خالي شي.

د چارو شنونکي وايي، تمه وه، چې ولسمشر به نور د افغانستان دغه جامد حالت ته د پای ټکی کېږدي او کابينه به معرفي کړي.

د چارو شنونکی ډاکتر فاروق بشر وايي، د هغه حکومت چې په ټاکنو کې يې کامياب او ناکام نه وي معلوم شوي او د امريکا د مرستيال په خوښه يې وېش شوی وي، تر دې زياته تمه ترې نشي کېدلای. دی زياتوي، عبدالله عبدلله او پلويان يې په دې ټينګار کوي، چې په حکومت کې دې ورته نيم په نيمه واک ورکړل شي، ځکه چې که دومره واک ورنه کړل شي، د هغو کسانو خولې نشي ور پټولای، چې د اجرايه رييس لپاره يې هلې ځلې کړې دي.

په ورته وخت کې يوه سرچينه وايي، چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د کابينې د جوړولو پر سرهوکړې ته رسېدلي، خو هغه ډلې په اجرايه رييس فشارونه راوړي او نه يې پرېږدي، چې د ټاکنو پرمهال يې لګښتونه کړي او کمپاينونه يې چلولي دي. سرچينه وايي، دوی د خپلو ونډو تضمينول غواړي او فشارونه راوړي، څو په راتلونکي حکومت کې نفوذ وکړي.

د چارو شنونکي وايي، له تېرو دوو مياشتو راپدېخوا په افغانستان کې هرڅه په ټپه ولاړ دي، امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خراب شوی دی. په دريو مهمو امنيتي ارګانونو کې سرپرستان او د هغوی کاري بې تفاوتي د امنيتي وضعيت ترينګلتيا او د افغان امنيتي ځواکونو د مرال د کمزورتيا لامل بلل کېږي.

شنونکي وايي، د افغانستان خزانه خالي ده او ان نور دومره څه نلري، چې خپلو مامورينو ته ترې معاشونه ورکړي.

همدا اوس د ماليې وزارت له مرستندويو هېوادونو او موسسو غوښتي، چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره، ژر تر ژره مرسته ورسره وکړي. د ماليې وزارت د خزاينو رييس وايي، که پر وخت مرستې ورسره ونه شي، افغان حکومت نه شي کولاى، د دولتي مامورانو د روانې مياشتې معاشونه ورکړي.

افغان حکومت په سپټمبر مياشت کې غوښتنه کړې وه، چې نړيواله ټولنه د دولتي مامورينو د معاشونو د ورکړې په خاطر ۵۳۷ ميليونه ډالره مرسته ورسره وکړي، خو د ماليې وزارت وايي، افغان حکومت ته د دې غوښتل شويو پيسو يوازې ٢٠ سلنه ورکړل شوې ده.

سياسي فعالين وايي، د حالت په ترينګلتيا کې د پخواني حکومت ځينې لوړپوړي چارواکي هم ښکېل دي، دوی په هغه فساد پرده غوړوي، چې د خپل واک پر مهال يې کړی دی.

سياسي شنونکی صديق ساحل وايي، افغان حکومت خپلې هغه ژمنې نشي پوره کولای، چې له ولس سره يې کړې دي. دی وايي، ولس هيلې لرلې، چې په حالت کې به مثبت بدلون راشي، خو اسني حالت ته په کتو داسې فکر کېږي، چې د تېر حکومت په څېر به بيا په وزارتونو او ادارو بولۍ جوړه شي.

2 thoughts on “محورورځپاڼه: د کابینې ځنډ امنیتي او مالي سکتورونه ګواښي”
  1. Salamoona,
    Zma pa fikr , ttol fesad pa derghaliyano, mofcedino aw jawasiso monafikkino ki dey.
    Serparastaan bayed majazat & maqafat si.
    La 20 milyarderano aw ghasbano haram-e de per mostahaqino(ttiet rutba mualimino, mamorino etc..) waweshal si!!! , kho ter osa la 3 qwuae ghayr-e ciasy swy na dy???; mashineky genralan 1 wraz ist`fa kawi bila wraz laa porta ryaset werkawl kijy?? Hal da che d` z.h. Amarkhel sahb i`ade d haysiyet bayd d nagenral-e penchermein ! pa mohakemah sway vy!!!.Tasy laa gory che d mezar komander yi kabul ta tebdil karr, awel fesad yi istqlal lise ki washo.. d` aghily Sh.Barekzay per zed tau`tea kho bya sarra swa?… da dey d` shorva-e molliey vahdet-e?..d`Qahraman kakrr sahb khabera wahdet-e milli na dey , nifack-e milli dey!

  2. نوموړي وړاندي وویل، چی په ګمرکاتو کي د ستونزو د حل لپاره به هم اړوند چارواکي خپل فعالیتونه چټک کړي او اقتصادي دستګاه به یو مخ اصلاح او له مشکلاتو خلاصه سي.
    اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي په غیر قانوني توګه او له محصوله پرته د واردېدونکو سون توکو د مخنیوي لپاره به هم اجراآت وسي او د غیر اصولي معافیتونو مخه به ونیول سي.
    Mr. Abdullah made these statements to Parliament members.
    The big question is “who will do it?”
    Easy to say, Harder to do.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *