حامد کرزي نوي ولسمشر ته سپارښتنه وکړه، چې له لویدیځ په ځانګړې توګه امریکا سره په اړیکو کې له احتیاطه کار واخلي.

حامد کرزي د افغانستان د ولسمشر په توګه په تېرو کلونو کې شل ځلې پاکستان ته د سولې په هدف سفرونه کړي، خوهېڅ پایله یې ندهلرلې، ځکه پاکستان د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل او د افغانستان د بهرني سیاست کنټرول غوښت او امريکا د سولې په چاره کې صادقه نه وه.

له حامد کرزي سره ډېر رازونه دي، چې له خپلې واکمنۍ وروسته به يو يو رسوا کړي او په همدې سبب د امريکا له اړخه له احتمالي خطرونو سره مخ دی.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، روانه جګړه د پردیو ګټو د خونديتوب لپاره ده او افغانان يې قرباني دي. دی وايي، تر هغه پورې سوله ناشونې ده، چې امریکا نوي غوښتي.

د افغانستان ولسمشرحامد کرزيپه کابل کې له يونيم زر حکومتي مامورينو سره د مخه ښې په مراسمو کې وویل، پاکستان په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره دوه شرطونه درلودل، يو د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل او بل د افغانستان د بهرني سیاست کنټرول، چې په خبره يې افغانستان هېڅکله ورته چمتو نه دی:

((پاکستان ته مې۲۰ ځلې سفرونه وکړل، خو هېڅ پایله یې ورنه کړه، دا ځکه چې امریکا دا سوله نه غوښته، خپل اهداف یې لرل.د لویدیځوالو او امریکا په مرستو کې ځانګړي اهداف نغښتي وو.))

ښاغلي کرزي زياته کړه، په تېرو ١٣ کلونو کې يې حکومت په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو تر څنګ په بهرني سياست کې هم پرمختګونه درلودل او له نړيوالې ټولنې سره يې ښه اړيکي جوړ کړي دي:

((زه د افغاستان سوله په امریکا او پاکستان پورې تړلې بولم، که امریکا او پاکستان وغواړي، افغانستان کې سوله راځي، جنګ د افغانان ترمنځ نه دی، جګړه ددې خاورې د خلکو ترمنځ نه ده، بلکې د پردو د اهدافو لپاره ده، چې په دواړو کې افغانان قرباني کېږي.))

کرزي وویل، له امریکا سره د ملګرتیا او اړیکو پرېښودو غوښتونکی نه دی، مګر داسې اړیکي جوړول پکار دي، چې د افغانستان ګټې پکې خوندي وي او هغه مهال افغانستان د امریکا دوست کېږي، چې ددوی خبرې او عمل سره یو وي.

تلونکي ولسمشر حامد کرزي نوي حکومت ته سپارښتنه وکړه، چې له لویدیځ په ځانګړې توګه امریکا سره په اړیکو کې له احتیاطه کار واخلي.

ښاغلي کرزي وویل، که حکومت یې یو خوا په تېرو دیارلسو کلونو کې له لویدیځې نړۍ سره اړیکي درلودل، له بل پلوه یې له چین، ایران، پاکستان، روسیې، عربستان، ترکیې او نورو مرسته کوونکو هېوادونو سره هم ښه اړیکي پاللي دي.

له حامد کرزي سره ډېر رازونه دي، چې له واکه لرې شي، يو يو به په ډاګه کړي، نو په همدې سبب د امريکا له اړخه له احتمالي خطرونو سره مخ دی.

0 thoughts on “محورورځپاڼه: له امريکا او پاکستان سره د کرزي د مقابلې کيسه”
  1. امریکا د هیچا دوست نشې کیدای، د هغوی ټول اهداف استثماري دي،زموږ انتخابات یې په عمداو قصد داسې مرحلې ته ورسول چې تر اوسه یې په جهان کې سارۍ نه دۍ لیدل شوۍ،او زما په خیال دا به د جهان لمړني انتخابات وي چې په ریاستي سیستم کې یې د اجرایي په نامه ریشخند هم ور وټومبه،ددې څخه معلومیږي چې افغانستان د سیاسي معادلو د آزمو ینې لا برا توار دۍ، ګټونکۍ او با یلونکۍ نه دي معلوم ، ګټونکۍ او بایلونکي دواړه په قدرت کې برابره ونډه لري، سیستم هم ریاستي هم پارلماني دې ته وایي پکه دا د بله سپکه، فعتبرو یا اولی الابصار.

  2. داهغه خبري دي ټول ملت په دې اګاه دې او په کراتو مو دمحترم کرزی دخلي اوريدلی دی،.
    مونږ به هلي دکرزی صاحب لآس نيیوی وکړو چه دامريکا پټ استخباراتي رازونه او دهغو اهداف په افغانستان کی ملت ته په ورګوته کړی.
    همدا آوس ورڅخه ګيله کوو چه دايرآن خيانتونه ئ په دوستۍ تبديل کړه هغه خيانت او جنايات چه ايرآن تر سره کړه اوتر سره کوی ئ امريکا نه دي کړي ،مونږ هم په سياست او استخباراتی لو بو پوهيږو.

  3. د امریکا په مټو غلام اوس د بادار پسی خبری ناسمی ښکاری ځکه د چا په وینا حلقه بګوش غلام و او وی به ، د کرزی د وینا پرته به هم دامریکا هیس راز پټ نه ښکاری ټول رازونه یې خلګو ته روښانه دی پدی چې بمباری بی ساری افغان اولس ته یی زیانونه ورواړول ، نو راز په څه کی ؟ هڅی دا حکومت به هم د دوګونو پټ استخباراتی قربانی دی دا اولس اوس د نورو په لمسون پښی غزوی او راټولوی .

  4. Karzai’s relations with the US was very good during Bush administration. In every conference video between Karzai and Bush, Karzai stated”every is OK in the country” why suddenly his relations soared with the Obama administration?

  5. دښاغلی حامدکرزی صیب خبری بالکل په حقیقت ولاړی دی ځکه دی په ټولورازونو پوه دی تیره دوره ټاکنوکی له ښاغلی کرزی صیب سره ارګ ماڼي کی جان کری لفظی شخړه کړی وه آن تردی چی وایی فزیکی شخړه هم شوی وه خودا ترکوم ځایه حقیقت لری هغه به وخت تعبیرکړی ولی لفظی شخړه بالکل سمه وه په هغه وخت کی له ښاغلی کرزی صیب څخه پوښتنه وشوه چی ستااود کری ترمنځ لفظی شخړه شوی آیا داحقیقت لری اوکه نه؟ښاغلی کرزی صیب وویل چی کوم څه په ارګ کی پرماتیرشوی اویاتیریګی راتلونکی نسل دی دتاریخ په پاڼوکی ولولی
    اوکه چیرته مونږتاریخی قضایاوته هم ځیرشو امریکی تل له هرهیوادسره په چل ول کیدی خدای دی وکړی چی ښاغلی ډاکټرصیب غنی اوډاکټرصیب عبدالله دښاغلی حامدکرزی خبری اومشوری په غورسره واوری اودهیواد دملی مصالحوپه بام کی نیولو سره ددی هیوادڅولسیزه غمیزی ته دپای ټکی کیګدی

  6. ما فکر کاوه چی زمونږ هیوادوال به لږ څه هوښیار او بیدار سوی وی، کله چی ګورم اوس هم دکرزی او دامریکا په منځ کی داختلاف خبری کیږی ، نو باوری شوم چی زمونږ افغانان او هوښیاریده دیر لوی واطن لری خدای دی زمونږ او زمونږ دهیواد خیر پیش کړی! ګرانو هیوادوالو ، دکرزی او امریکا په منځ کی د اختلاف خبره دیره ناسمه او یوه استخباراتی دسیسه بازی او دخلکو غولول دئ ، استخبارات غواړی پدی شکل خبل دیر فعال جاسوس ته دخلکو په منځکی بیا یو جعلی اعتبار ورکړی او دسبا ورځی دپاره یی لکه یو اپوزیسیون تربیه کوی او تر پای پوری دکرزی نه خپله استفاده کوی، هغه چی وایی« صد سر تر میکنه یکی را هم کل نه میکنه» هغه کرزی دی ، دکرزی په زرګونه ایجاد کړی کمیسیونونه ته که پام واړوئ تر اوسه پدی څوارلس کلونوکی دچابه پیاد نه چی یو کمیسیون یی هم خپل دکار نتایج را وتلی وی او خلک ته یی ګذارش ورکړی وی؟! کله چی کرزی کمیسیون جوړاوه او خلک ته به یی بیانیه ورکوله ، تابه ویل سبا به کرزی دنیا په دی بل مخ را واړوی، اما یوه دقیقه وروسته بیا تسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسس دکرزی باد وتلې وو او تولی کړی خبری درواغ ، فریب مداریګری نه بل څه نه وو! لطفاً فریب مه خورئ کرزی اصلاً دومره کس ندی چی دامریکا سره دغړی ووهی ، هغه یو جاسوس او نوکر دئ دا ټول کارونه دامریکایی استخباراتو په هدایت او کرزی ته دجعلی اعتبار ورکولو پخاطر دئ او بس! وسلا

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *