د محور ورځپاڼې ځانګړی راپور / خالد نجیم

افغان بازارونو ته د چین او پاکستان هغه بې کیفیته سولر تختو لار موندلې، چې په نوره نړۍ کې د چلښت نه دي، ان په دغو برېښنايي تختو کې داسې شعا کارېدلې، چې د انسانانو ژوند په خطر کې اچوي. په نړۍ کې يو واټ برېښنا توليدوونکې سولر تخته په يو ډالر حسابيږي، خو په افغان بازارونو کې د دغو تختو ۱۵۰ واټه تر ۴۰۰۰ افغانيو پورې موندل کېږي.

په پراخه اندازه هېواد ته د پاکستاني او چينايي  بې کيفيته سولرو يا لمريزې برېښنا د تختو را وارېدولو په دغه انرژۍ د ګڼو خلکو باور کم کړی او له يوه کال را په دېخوا اوس افغانان زړه نه ښه کوي، چې له دغه برېښنا ګټه پورته کړي.

دا مهال په افغانستان کې د څلورو لويو شرکتونو تر څنګ ۱۵ واړې کمپنۍ هم فعاليت کوي، چې دوی له چين او پاکستان څخه بې کيفيته سولر تختې را واردوي.

د باختر په نوم د لمريزو برېښنايي تختو واردوونکي شرکت مشر کابل خان محور ورځپاڼې ته وويل، له دې امله چې په افغان بازارونو کنټرول نشته نو هرڅوک په خپل سر واردات کوي او هرڅه يې چې زړه وغواړي، هغه را واردوي.

دی زياتوي، تېرکال هغه بې کيفيته سولر تختې چې په چين کې د جرمني لپاره جوړې شوې وې، د جرمني له لوري مستردې او هغه ټولې افغانستان ته راولېږدول شوې: (( په دغو برېښنايي تختو کې داسې شعا ځای پرځای شوې، چې خورا خطرناکه ده، نو له همدې امله جرمني هغه واپس کړې او اوس په افغان بازارونو کې په پراخه پيمانه په ازادانه توګه پلورل کيږي. د دغو سولر تختو قمت د نورو هغو په پرتله ډېر ټيټ دی.))

په نړۍ کې يو واټ برېښنا توليدوونکې سولر تخته په يو ډالر حسابيږي، خو د دغو تختو ۱۵۰ واټه تر ۴۰۰۰ افغانيو پورې پلورل کيږي، چې نه مقاومت لري او هم ډېرې خطر ناکې دي.

په تېرو کلونو کې د افغانستان د ملي پيوستون له لارې په ډېری هغو کليوالو سيمو کې د لمريزې برېښنا د ويش لړۍ پيل شوه، چې د برېښنا اسانتياوې پکې نه وې، خو د کليو پراختيا وزارت د مطبوعاتو مسوول داود نعيمي محور ورځپاڼې ته وويل، چې دغه پروژه د يولړ نيمګړتياوو او په دې برخه کې د خلکو د پوهې د کچې د ټيټوالي له امله له دريو کلونو را3پدېخوا درول شوې ده.

د ملي پيوستون مشر عبدالرحمن ايوبي محور ته وويل، په ۲۰۰۶ کال کې يې د سولري برېښنا د ويش چارې پيل کړې، چې په دې برخه کې د يولړ ستونزو له امله په ۲۰۱۰ کال کې دغه پروژه ودرول شوه. دی وايي، په دغه موده کې ۲۳۰۰ پروژې وکارول شوې، چې په ټوليزه توګه ۱۲۷ زره سولر تختکې په خلکو وويشل شوې: (( د ملي پيوستون له لارې به کليوالي شوراګانو له شرکتونو سره د سولر قراردادونه کول، چې د ناسالم رقابت او په دې برخه کې د فساد رامنځته کېدو له امله دغه پروژه په ټپه ودرول شوه.))

بلخوا د برېښنا وزارت د نوې انرژۍ مسوولين وايي، چې همدا اوس په ټول هېواد کې کابو ۲۵۰۰ لويې او وړې د سولر انرژۍ پروژې موجودې دي.

د برېښنا وزارت د مالو ماتو له مخې همدا مهال په افغانستان کې ۱۲،۹ میګاواټه برېښنا له لمر څخه تر لاسه کيږي. د دغه وزارت مسوولين وايي، هڅې روانې دي، چې د دغه دريم ډول برېښنا په برخه کې پانګونه وشي او د يوه قانون له مخې دغه برېښنا په هېواد کې مروجه شي.

په نوره نړۍ کې ددې تر څنګ چې د اوبو او تېلو له برېښنانه کار اخستل کېږي، لمريزه برېښنا هم په پراخه کچه توليد او استعماليږي.

د افغان سولر  کمپنۍ د بازار موندنې د برخې مسوول عبدالووهاب راز چې له لسو کلونو را پدېخوا په دې برخه کې فعاليت کوي، محور ته وويل، په تېرو لسو کلونو کې يې د ملي پيوستون له لارې ۱۵۰۰ کليو ته سولر برېښنا رسولې او تر څنګ يې په شخصي توکه په افرادو په ۱۳ ولايتونو کې ۱۰۰۰۰ تختې پلورلې دي.

د باختر په نوم د سولر واردوونکي شرکت مسوولين وايي، په تېرو اوو کلونو کې يې دملي پيوستون او ځينو نورو بهرنيو ادارو د قراردادونو له مخې تر ۲۰زرو پورې لمريزې برېښنايي تختې پلورلې دي.

د دغو کمپنيو مسوولين وايي، يوازې څلورو شرکتونو د ملي پيوستون سره په دې برخه کې قراردادونه کول.

د تخنيک د برخې متخصصين وايي، له سولر برېښنا څخه کار اخستل د فضاء د ککړتيا لامل نه ګرځي، کوم جدي ګواښ نلري او تر څنګ يې لګښت او مياشتنی بېل هم نشته. دوی وايي، افغانستان چې تر ډېره د برېښنا په برخه کې هم له نورو هېوادونو څخه برېښنا را واردوي، که له سره په دې ډول برېښنا پانګونه شوې وای اوس به هېڅ کور له برېښنا بې برخې نه وو.

خو له ټولو سره سره برېښنا وزارت ته پکار ده، چې د نړۍ له مشهورو کمپنيو سره قراردادونه وکړي، تر څو غلابي پينلونه هېواد ته راونه لېږدول شي.

3 thoughts on “محور: لمريزه برېښنا له سقوط سره مخ ده”
  1. د خبریالانو هم خبرې خلاصې شي په هوايي ډزو پیل وکړي

    دا ډیره د افسوس خبره ده چې نن یو ساینسي یا علمي راپور هم د یو عادي خبریال په ګوتو لیکل کیږي. هغه هم یوازې د خیټې باد پکې را وباسي ترڅو د عام ولس په سترګو کې خاورې وشیندي.

    د یو علمي راپور او یا پر تخنیکي موضوعاتو خبر لیکل څه د لیلی مجنون یا د کرزي او امریکا یارانه نده چې هرڅوک پکې د خپلې خیټې څخه خبرې او اترې را جوړې کړي.

    که خبر لیکې نو بیا ېې د همغه علمي مسلک او یا تکنالوژۍ په رڼا کې ولیکه.

    خبریال لیکي: د سولر په تختو کې یو ډول شعاع کاریدلې ….

    مهرباني وکړه خلکو ته ووایه چې څه ډول شعاع ده؟ نوم ېې څه دی؟ او د کارونکي په روغتیا څه اغیز لري؟ او د خپلو خبرو لپاره کوم علمي دلایل او یا د تحقیقاتو پایلې لرې؟

    دا راپور چې هرچا لیکلی په لمړي قدم کې ېې د ټول افغان ملت سره خیانت کړیدی چې هغوی په 21 قرن کې د تیلو څراغ ته شپه تیروي او ددې ډول خبریالانو د بریښنا څخه د برخمن کیدو همدا یوازینۍ لار هم پر هغوی پیرزو نه ده
    په دوهم قدم کې دغه خبریال د هغو کمپینو سره لوی خیانت وکړ کوم چې تر ننه پدې برخه کې د زیاتیو یا کمیو سره فعالیت لري،
    په دریم قدم کې دا ډول راپور لیکل او خپرول د ژورنالیزم سره خیانت دی

    والسلام
    با احترام
    انجینر اقبال جنوبي افریقا

    1. اقبال صاحب ضرور نه ده چې خبریال دې ټول جزییات په یو خبر یا یو زاپور کې ولیکي.
      ډېر ځلي به مو اورېدلي وي چې یوه مهمه رسنۍ اعلان وکړي چې د پلانکي پوهنتون څېړونکو د پلانکي ډول سرطان لپاره درمل جوړ کړل. خو دا نه لیکي چې دا درمل یې څرنګه جوړ کړل، کوم مواد پکې کارول شوي، ثبوت یې څه شی دی. که داسي وي په هره مسله کې په زرګونو پوښتنې پیدا کېدای شي نو ایا د ټولو خواپ د خبریال مسوولیت دی؟
      تاسو چې په جنوبي افریقا کې تشریف لرئ او انجنیر هم یاست خپلو خلکو ته یو عملي مطلب وژباړئ چې د دوی په درد وخوري.

  2. لمریزه انرژی ده هر ډول ککړتیا څخه پاکه ده هیڅ ډول ضررناکی وړانګې په کی نه دی کاریدلی پرته له سیلیکان څخه چی په سولر کی په دی خاطر استعمالیږی چی له لمر څخه تودوخه واخلی خو افسوس دا چی په افغانستان کی داتجارت هغه څوک کوی چی دسولر په منفی او مثبت لا نه پ پوهیږی پاتی خو دسولر په اصلیت او کیفت باندی دا اوږدی مقالی ته ضرورت لری په اینده کی به پری بحث وکړو

ځواب ورکول جمشید کاکړ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *