په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر برید وروسته ۳۰،۵۹۹ افغان کډوال افغانستان ته راشړل شوي دي، خو دلته یې د استوګنې لپاره نه کمپ شته، نه خواړه او نه د سون توکي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راشړلو له اعلان سره سم افغان حکومت باید د کډوالو د ځای پر ځای کولو ترڅنګ دغه ډول سیاسي فشارونو دفع کولو ته هم تیاری درلودای، خو افغان دولت د یادې موضوع په اړه بې موضع دی.
افغان څارونکي وایي، په پاکستان کې د افغان کډوالو له نامه او شتون څخه سیاسي استفاده کېږي، په اوسنیو شرایطو کې دا کاملاً د افغانستان د امنیت په ګټه ده، چې له پاکستان څخه افغان کډوال راستانه شي. د دوی اکثر اقتصادي وضعیت په افغانستان کې د ژوند کولو وړ دی.
په کابل کې د کډوالو لپاره د نړیوالې ادارې مشر ریچارډ ډینزیګر ویلي، چې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر برید وروسته ۳۰،۵۹۹ افغان کډوال افغانستان ته راشړل شوي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې را شړل شوي کډوال اکثریت یې په ننګرهار، لغمان، کابل، کونړ، جنوبي ولایتونو او کندز کې مېشت شوي دي، خو د دوی لپاره نه کمپ شته، نه خواړه او نه هم پدې ساړه ژمي کې د سون توکي.
په ورته وخت کې شنونکي وایي، افغان دولت باید د کډوالو د راشړلو له اعلان سره سم د دوی د ځای پر ځای کولو تیاری درلودای، خو حکومت هېڅ ونه کړل.
د امنیتي چارو شنونکی نصرالله زیارمل وایي، حکومت د کابینې په جنجالونو کې د را شړل شویو افغان کډوالو د برخلیک موضوع هېره کړې او باید د کډوالو د راستنېدو د پالیسۍ لومړني کارونه له همدې اوسه پیل شوي وای: ((د کډوالو راستنېدل زموږ په ګټه دي، د پاکستاني استخباراتو له ولکې به ووځې، افغان جګړه به ورسره کمزورې شي او پر افغانستان د پاکستان د فشار وسیله به هم ختمه شي.))
شنونکي داسې مهال د یو شمېر افغان کډوالو راستنېدل د افغانستان په ګټه بولي چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یو پلاوی د کډوالو د ستونزو حل په موخه پاکستان ته ولاړ شي.
له خېبر پښتونخوا را شړل شوي افغان کډوال وایي، پاکستاني پولیسو په یوه او بل نوم په عذابول او د اسنادو په نوم ترې له زرو تر شلو زرو کلدارو اخستل شوې دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو له شتون او نوم څخه سیاسي استفاده کېږي او د دوی اکثر اقتصادي وضعیت اوس ددې وړ دی چې په افغانستان کې خپل عادي ژوند پرمخ یوسي.
خو په ملګرو ملتونو کې د کډالو کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد محور سره په مرکه کې د ۲۰۱۵ ز کال له پیله تر اوسه یوازې د ۴۰۰۰ هغو افغان کډوالو راستنېدل تائیدوي چې په پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد درلودل؛ اما وروستیو شرایطو مجبور کړل پاکستان پرېږدي: ((د نفر په سر هر یوه ته ۲۰۰ ډالره ورکړل شوي دي. د ژوند اولیه امکانات هم ورته ورکړل شوي دي، خو د سرپناه جوړولو او زده کړو پروګرام یې له کډوالو چارو وزارت، کلیو او پراختیا وزارت او یو شمېر نورو ادارو سره په ګډه پرمخ وړل کېږي.))
په ورته وخت کې د مومندو قومي شورا مشر صدیق مومند محور سره په مرکه کې وویل، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته افغانانو ته د سهولتونو برابرولو لپاره مو د قومي مشرانو په یو ګډ کنفرانس کار پیل کړی دی، چې افغان کډوالو ته به په سهولت بېرته خپل وطن ته د راستنېدو او د افغان حکومت له لوري دوی ته د کار روزګار په لارو چارو پکې بحث وشي: ((دغه شورا به په ټوله کې د قومونو او ولسونو په امنیتي لارو چارو بحث وکړي. لومړني تفاهمات شوي او کار مو روان دی.))
زمونږ حکومت دی ژر تر ژره زمونږ د وطنوالو سره په دی ستنوځه کی شریک شی او هغوی ته دی سر پناه او خیمی ورکړی