ولسي جرګې په تېرو ۲۰ ورځو کې شپږ مکتوبونه امنيتي مسوولينو ته وراستولي، چې د امنيتي حالت په اړه ورته معلومات ورکړي، خو دوی ځکه نه دي حاضر شوي، چې سرپرستان دي او ځان هېچا ته مسوول نه ګڼي.

په تېرو دوو اوونيو کې يوازې په کابل ښار کې۱۰ ځانمرګي بريدونه او چاودنې شوې، چې له امله يې ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولسي جرګې غړي وايي، ټول لوی او واړه امنيتي مسوولين په نوي حکومت کې د ځان ځايولو په هلو ځلو بوخت دي او د امنيتي پېښو مخنيوی خپل مسووليت نه ګڼي.

د ولسي جرګې يوشمېر غړي وايي، خپلو شپږو جلسو ته يې امنيتي مسوولين وربللي، خو نه دي حاضر شوي. دوی وايي، امنيتي مسوولين ځان مکلف نه ګڼي چې د ولسي جرګې غړو ته ځواب ووايي او يا هم معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې غړي اوپوځي شنونکي وايي، د کابينې نه معرفي کېدو په ټول هېواد کې امنيتي ستونزې راولاړې کړې او ورځ تر بلې زور واخلي، چې پر وړاندې يې چارواکي هم بې تفاوته شوي دي.

د ولسي جرګې د داخلي امنيت کميسيون غړې جنرال نظيفه ذکي وايي، ټول لوی او واړه امنيتي مسوولين په نوي حکومت کې د ځان ځايولو په هلو ځلو بوخت دي او د امنيتي پېښو مخنيوی خپل مسووليت نه ګڼي:

(( په تېرو شلو ورځو کې مو څوځله امنيتي مسوولين په ځانګړې توګه په کابل کې د بريدونو او چاودنو په تړاو داخلي امنيتي کميسيون ته رابللي، خو نه دي حاضر شوي او بهانه يې دا ده، چې ګويا دوی مسوول نه دي، ځکه چې سرپرستان دي.))

له تېرې يوې مياشتې راپدېخوا په هېواد کې ناامنيو زور اخستی او ورځ تر بلې په بې ساري ډول مخ په زياتېدو دي، چې د شنونکو په باور د دې څه ټول کرېډېټ طالبان اخلي، حال دا چې په دغو بريدونو او جګړو کې بې شمېره کړۍ ښکېلې دي: (( طالبان دومره قوت نلري، چې په دومره مهمو ځايونو بريدونه وکړي او مهم ځايونه په نښه کړي.))

پوځي شنونکي په دې باور دي، چې د امنيتي مسوولينو ترمنځ نه همغږي، په حزبي او يا هم د معاملو په تناسب د مهمو پوستونو او ادارو وېش د ناامنيو لپاره لار اواره کړې ده.

د جرګې د داخلي امنيت کميسيون غړی عطاالله جان حبیب وايي، دغه بريدونه د مختلفو اهدافو لپاره بېلابېلې کړۍ او افراد تر سره کوي، ځکه چې دوی له يوې لويې تشې نه ګټه پورته کوي. بل دا چې دغه ډول بريدونه په حکومت د فشار اچولو په هدف هم تر سره کېږي، چې تر ډېره يې نښه ملکي وګړي ګرځي.

د ولسي جرګې غړي په دې باور دي، چې له وړاندې خلکو تمه لرله، حالت به ښه شي، خو دا دی، کال په تېرېدو دی، ټول حکومتي ماشين په ټپه ولاړ دی او هېڅ راز پرمختګ نشته.

په دې اړه د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش له څه ويلو ډډه وکړه، خو د کابل امنيه قومندانۍ وياند حشمت الله ستانکزی وايي، په تېرو شلو ورځو کې يوازې په کابل ښار کې تر ۱۰ پورې ځانمرګي بريدونه او چاودنې شوې دي. که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نلرل، خو د راپورونو له مخې دغه بريدونه په تېرو دوو اوونيو کې تر سره شوي، چې کابو ۲۰۰ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ښاغلی ستانکزی وايي، د دې ډول بريدونو مخنيوی به خورا ستونزمن وي، خو امنيتي ارګانونه هڅه کوي، چې مخه يې ونيسي: (( د کابل امنيه قومندانۍ چارواکي هروخت د ولسي جرګې د غړو له غوښتنې سره سم ورغلي، خو داسې نشي کېدای، چې هر يوه غړي ته بېل-بېل ځواب ووايي او بل دا چې په دې وروستيو کې امنيه قومندان بوخت دی.))

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: امنيتي مسوولين ولسي جرګې ته په ځواب ويلو ځان مکلف نه ګڼي”
  1. دافغانستان شريف اولس ته زما دعرض بانه.
    خرنكه جه دورستيو بيشو تاسي تول دافغانستان وكري شاهد ءي جه د حكومت دامنيتي مسولينو بي توجو ءي ده او دا بي توجو ءي ددولت او حكومت بي سر برستي ده.
    كه جيري داكتر عبدالله،عبدالله دكا بيني د جوريدو خند دوخت اوزمان سره نه وه دا حالات او مرك او زو بله به به وطن كي نه راتله .
    ددي تولو مرك او زوبلي وراني أوبي نظمي اشوبكري عامل اومسول هغ خوك دلي جه د ا اوسني لوبه ءي به وطن كي روانه كري.ا.
    زه ديو خوكيانوال او دخوكياني دقوم به نمايندكي دخوكيانود غمناكي واقعي دمرو او زخميانو ادعا شخصاء به داكتر عبدالله لرم كه ده دكابيني د جوريدو به هكله د دشمني دك تضاد نه شوده كأبينهء او مسولين به وخت او زمان سره به معلوم وو اوس به مونز ته جواب كو وه داجه ده نه غوشته اونهءي غواري زمونز
    دخوكيانو دواقعي مسول او مونز خوكياني وال دده محاكمه غوارو..
    دريس صاحب جمهور خخه هيله مند يم جه زمونز عرض ته توجو او او زمونز او دنور اولس به زخمو دملهم بتي كيزدي.
    باتي دي نه وي جه دكابل شهر تول واقعات د كابل دشهر دقوماندان به دستور إنجاميزي.بايد مخه ءي ونيول شي.

  2. دوستانو كه بورتني انخور ته به دقت سره وكوري يو نفر بوليس أويا دبو ليسو جناي صاحب منصب به ستركو نه ليدل كيزي جه محل واقعه دقيق معانيه ، بروتو كول محل واقعه سره دخبل رابور دبعدي أجرا تو به خا طر تكميل كري .دا ده دبي سربرسته دولت نتيجه .

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *