په ننګرهار کې اورځلا فابريکه له اصيل ګلاب او نارنج ګل څخه عطر جوړوي او په زړه پورې خو داده چې عطر يې په فرانسه، جرمني، کاناډا او يو شمېر نورو نړيوالو مارکېټونو  کې تود بازار لري.

د اورځلا عطرو خالص هغه په ننګرهار کې اېستل کېږي، خو د پروسس چارې يې په فرانسه کې ترسره کېږي، چې په نړيوالو بازارونو کې د يو بوتل بيه ۸۵ ډالره او په افغان بازارونو کې ۳۰۰۰ افغانۍ ده.

د ننګرهار په څلورو ولسواليو دره نور، اچين، نازيان او حصارک کې بزګران په ۱۲۰۰ جرېبه ځمکه ګلان کري او ۱۵۰۰ بزګرانو ته پکې د کار پراخه زمينه برابره شوې ده.

په ننګرهار کې اورځلا فابريکه له اصيل ګلاب او نارنج ګل څخه عطر او يو ډول ځانګړی چای توليدوي، خو په زړه پورې دا ده، چې عطر يې په فرانسه، جرمني، کاناډا او يو شمېر نورو نړيوالو مارکېټونو  کې تود بازار لري.

د اروځلا فابريکې مشر عبدالله ارسلايي محور ته وويل، په ۲۰۰۴ کال کې مې له دې امله دا کار پيل کړ، چې ګويا د افغانستان له لمنې د ترياکو د توليد دا تور داغ لرې کړم او کروندګر وهڅوم، چې تر کوکنارو اخوا ځينې ګلان هم شته چې ښه عايد لري.

دی وايي، په لومړي سر کې به مې يوازې د نارنج ګلان له بزګرانو رانيول، چې هغوی به ډېر زړه نه ښه کولو: ((د ګل شيره يا خالص عطر به مو په ديګ بخارونو کې په خورا سختۍ سره ايستل، وروسته مو له ترکيې او فرانسې نه وسايل راوړل او د هغه په مټ مو کارونه پيل کړل.))

په ټوله کې ننګرهار، لغمان او کونړ هغه ولايتونه دي، چې نارنج پکې ښه وده کوي، خو ددې ګل عمر تر ۲۰ ورځو نه زياتېږي. د نارنج ګل په ۲۰ ورځنۍ موده کې ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابرېږي، چې له باغونو ګلان راټول کړي او په فابريکه کې يې د پروسس لومړنۍ چارې تر سره کړي.

د فابريکې مسوولين وايي، د ننګرهار په څلورو ولسواليو دره نور، اچين، نازيان او حصارک کې يې بزګران هڅولي، چې په ۱۲۰۰ جريبه ځمکه ګلاب وکري.  د دوی په وينا ګلاب په دريو کلونو کې په حاصل راځي.

په ننګرهار کې تر اورځلا کمپنۍ ور اخوا يوه بله موسسه جرمن اګرشن هم کار کوي، چې بزګرانو ته د ګلابو قلمې او سبسايډي ورکوي. دغه موسسه هم ګلاب اخلي او جرمني ته يې استوي.

دوی له کروندګرو يو کيلو ګلاب په ۶۰ افغانۍ اخلي، چې د يو جریب ځمکې د يو فصل عايد تر ۸۰ زره افغانيو رسېږي.

د اورځلا فابريکې مسوولين وايي، د عطرو لومړنۍ چارې په ننګرهار کې ترسره کېږي، خو د پوره پروسس لپاره فرانسې او جرمني ته وړل کېږي، چې تر پروسس وروسته په نړيوالو مارکېټونو کې يو بوتل عطر په ۸۵ ډالر او په کور د ننه په ۳۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

اورځلا فابريکه ددې ترڅنګ چې خالص عطر وباسي، د ګلاب او نارنج ګل عرق يا خوله هم وباسي، چې په درملو او خوړو کې ترې کار اخستل کېږي: ((عطر او خوله دواړه په کريمونو او نورو سينګاري څېزونو کې هم استفاده کېږي. تر ټولو مهم خو داچې له ګلابو نه يو ډول مخصوص چای جوړېږي، چې ډېر مينوال لري او په روان کال کې اورځلا فابريکې ۳۰۰ کيلو د ګلابو وچ چای توليد کړی دی.))

اورځلا فابريکه اوس په کال کې په منځنۍ کچه ۱۵ لېټره د نارنج خالص عطر او ۱۲ کيلو د ګلابو خالص عطر توليدوي. له څلور نيم ټنه خالص ګلابو نه يوه کيلو خالص عطر اېستل کېږي او د نارنج ګل له يو ټن نه يو لیتر خالص عطر اېستل کېږي، چې تر پروسس وروسته بيا له دې څخه سلګونه بوتله عطر جوړېدای شي.

په افغانستان کې د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي، په دې برخه کې ډېرې پانګونې ته اړتيا ده. دی زياتوي، اوس يوې فابريکې او يوې موسسې په کور دننه ۱۵۰۰کروندګر بوخت کړي دي. ښاغلی ساپی وايي، دا د افغان توليداتو په برخه کې يو ستر پرمختګ دی، چې په نړيوالو مارکېټونو کې مينوال او بازار پيدا کوي.

افغان صنعتکاران وايي، په هېواد کې دا ډول چارې د يو چا کار نه دی، پکار ده، چې په دې برخه کې نورې کمپنۍ هم کارونه پيل کړي، پانګونې وکړي، چې هم افغان توليدات لوړ او خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: (اورځلا) په پاریس کې د افغان عطرو بازار”
  1. ډېر عالي
    ارسلايي صاحب په کار دې برکت شه.
    سړی چې په دوکانونو ګرځي حیران شي چې زموږ مېوې د سړک په غاړو یا په باغونو کې ورستېږي خو ایراني او پاکستاني مېوو نه مرباګانې جوړېږي او په لوړه بیه راباندې خرڅېږي.
    په کابل کې د «کابل افغان» په نامه د لبنیاتو یوه فابریکه ده چې زه یې هره ورځ مستې اخلم، باور وکړئ چې دومره خوندورې مستې دي ایراني مستې یې نیمايي خوند هم نه لري.
    کاشکې د ارسلايي صاحب په شان نور وطنوال مو هم داسې د خیر کارونو ته لاس پورې کړي.
    د کابل د شمالي سیمې خلک له انګورو «دوشاو» جوړوي خو په دودیزو او ابتدايي وسایلو، دغه شی د هلمند، فراه او کندهار خلک هم له انګورو او انارو جوړوي. که یو څوک پیدا شي عصري وسایل ورته پیدا کړي، وړې فابریکې ورته جوړې کړې، انګور به مو نه خوسا کېږي او بڼوال به نسبتاً زیات عاید ترلاسه کړي.

  2. که نړیوال په ریښتیا سره غواړي چې افغانان د نشه یي توکو د کرنې له مصیبت نه وژغوري، باید چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. هغه میلیونونه ډالر چې د مخدره موادو د مخنیوي وزارت ته هرکال ورکول کیږي یا په دې برخه کې په یوه او بل نامه لګول کیږي هغه باید داسې رهبري شي چې یاد شوی سکټور پرې لا نور وغوړېږي. د اباد افغانستان په هیله

ځواب ورکول محب الله زغم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *