وردک ولایت

له دوو کلونو راهیسې په میدان وردګو کې د طالبانو او حزبیانو په خپلمنځي شخړو کې د دواړو ډلو ۳۸۰ قوماندانان، سرګروپان، ولسوالان او د رهبرۍ په کچه مشران وژل شوي دي.

د وردګو محلي چارواکي وایي، د دواړو ډلو خپلمنځي شخړو پدې ولایت کې اوس له پاکستاني استخباراتو زیات ایراني استخباراتو ته د فعالیتونو زمینه مساعده کړې، د مهمو جنګي سیمو رهبري اوس د ایران پلوه وسله والو ډلو قوماندانان پر غاړه لري.

د میدان وردګو امنیتي حالت ته له دې اړخه هم اندېښنه په کار ده، چې د یو سیمه ییز خبریال د تحقیقاتو په نتیجه کې ویل کېږي له پاکستان سره په ډیورنډ کرښه پروت خوست ولایت څخه یې امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او دا وخت پکې د ایراني او پاکستاني استخباراتو د مقابلې ډګر ګرم دی.

دغه خبریال د نوم نه ښودو په شرط محور ته وویل: ((د محلي چارواکو د معلوماتو په اساس لیدل کېږي چې له پاکستان سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه خوست ولایت څخه اوسمهال د میدان وردګو امنیتي حالت ډېر خراب دی او دغه ولایت د پاکستاني او ایراني استخباراتو د مقابلې په یو ګرم میدان د بدلېدو په حال کې دی. ګڼ دلایل شته دي، خو عمده یې د میدان وردګو ولایت جغرافیي جوړښت، په خلکو کې د وسله والو ډلو پراخ نفوذ او پلازمېنې ته څېرمه ستراتیژیک موقعیت ښودل کېږي.))

د میدان وردګو ولایت جغرافیه دا وخت د دولت ضد دواړو مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ وېشل شوې او هره ډله پخپلې واکمنې سیمې کې خپلې تګلارې عملي کوي.

په نرخ ولسوالۍ کې یوې سرچینې محور ته وویل چې؛ له دوو کلونو راهیسې د دواړو ډلو پخپلمنځي شخړو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي دي چې ډېری یې د دواړو ډلو د رهبرۍ په کچه مشران دي.

د نرخ ولسوالۍ د علي احمد کلا اوسېدونکی محمد جواد وایي، له توکرک کلي تر سرمردې کوتل پورې طالبان په واک کې دي او له دای میرداد ولسوالۍ کابل ته راغلې ټولې لارې یې د دولتي کارکوونکو او افغان ځواکونو پرمخ تړلې دي: ((په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو او حزبیانو خپلمنځي جګړه له دې وجې پیل شوه چې؛ حزبیانو د دولتي کارکوونکو او افغان ځواکونو په اړه یو څه نرم دریځ درلود، اما طالبان بیا د شپې پاڼو له لارې خلک له دولت سره له همکارۍ راګرځوي، متخلفینو ته د مرګ او کورونو ته یې د اور اچولو نوې سزا اورول شوې ده.))

پدې ولایت کې دواړه ډلې د یو بل مغلوبولو لپاره له هرې ممکنې لارې چارې کار اخلي. په کروندو، عمومي لارو، د کورونو دروازو مخ ته ځای پر ځای شویو ماینونو او یو د بل نظامي مرکزونو ته د سمڅو اېستلو هغه یې په سر کې راځي.

د طالبانو له لوري د حزب د یوه قوماندان (ښامار) نظامي مرکز ته د نرخ ولسوالۍ د خان جانخېلو په سیمه کې د سمڅې تر اېستو وروسته اوس په سیمه کې تر مازیګر وروسته پر تګ را تګ بندیز لګېدلی دی او د حالاتو د سمون لپاره د قومي مشرانو هڅو تر اوسه کومه نتیجه نده ورکړې.

د وردګو ولایت مقام هم د دغو ډلو پخپلمنځي شخړو کې عامو خلکو ته په مرګ ژوبلې سربېره د مالي زیانونو راپورونه تائیدوي او وایي، ولایت مقام یوازې د سولې عالي شورا په چوکاټ کې ددې دواړو ډلو د جوړجاړي په هڅو لګیا دی.

ددې ولایت ویاند عطاء الله خوګیاڼي محور سره په خبرو کې د امنیتي حالت په اړه پورته ادعاوې نه مني، خو تائیدوي چې تر پاکستاني استخباراتو زیات دا وخت پدې ولایت کې ایراني استخبارات کار کوي: ((د استخباراتي ادارو وروستي معلومات په ډاګه کوي چې په وردګو کې تر پاکستاني استخباراتو دا وخت ایراني استخبارات زیات فعالیت کوي. زیاتې وسله والې ډلې د ایراني استخباراتو له لوري حمایه کېږي، خو ډاډ ورکوو چې؛ امنیتي ارګانونه د امنیت په ټینګښت کې برلاسي دي.))

One thought on “محور ورځپاڼه: ایراني استخباراتو د نرخ ولسوالۍ جنګ ته لار موندلې”
  1. ګرانه دا لړۍ اوس نورو ولایتونو ته په شمول د ننګرهار ولایت غزیدلی ده چې ښه بیلګه یې د تیری ورځی د حرب د یو قومندان منګل د ښایسته ګل ځوی په چپرهار ولسوالی کې مړینه ده

    الله دی رحم وکړی

ځواب ورکول Ahmad Gul Oria Khel ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *