سره له دې چې ايران په افغانستان کې د طالبانو قوت، جګړې او توسعې ته خوشاله و، خو اوس ويني چې څرنګه د طالبانو انجام په داعش بدل شو. له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره ایران له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیکوي.

شنونکي وایي، ایران د داعش ډلې له وروستیو حرکاتو انګیري چې د دوی، روسيې او چين د مقابلې يا زوال پروژه ده.

د ځانونو له وهمه به ډېر ملکونه افغانستان ته لاس ورکړي، خو خطر يوازې په تمثيل نه په حقيقي همکارۍ محوه کېدای شي.

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره اونۍ ایران ته تللی و، څو له دغه هېواد سره د اړیکو نوی څپرکی پرانېزي.

نوموړي وویل، چې له ایران سره پر ستراتیژیک تړون کار روان دی او په راتلونکو څو اونیو کې به لاسلیک شي.

ښاغلي اتمر وویل، له نشه یي توکو او سخت دریځۍ سره د ګډې مبارزې په خاطر له ایران سره دغه تړون لاسلیک کېږي.

شنونکي وایي، ایران ددې لپاره چې په سیمه کې د داعش ډلې له وروستیو حرکاتو اندېښمن شوی، نو غواړي له افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.

پر ایران سربېره روسیه او چین هم دغه پروژه د خپل زوال یا مقابلې لپاره انګېږي او له وړاندې یې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پراختیا ته اندېښنه ښودلې.

د سیمه ییز ثبات د ټینګښت لپاره له ایران سره ستراتیژیک تړون مثبته نتیجه لرلی شي، خو له هغه وروسته چې ایران پدې اړه خپل رښتینوالی ثابت کړي.

ښکاره په ایران کې د افغان کډوالو برخلیک، نشه یي توکو او ترورېزم سره ګډه مبارزه ددې تړون محتویات په ګوته شوي، خو اکثریت د دغو موضوعاتو په یو اړخیز ډول تر دې مهاله د ایران په واک کې دي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسحق اتمر وایي، له ایران سره ستراتیژیک تړون په سیمه کې د ثبات لپاره نتیجه لرلی شي، خو ایران ناوخته اقدام کوي: ((د تړون د محتوا تر څرګندېدو وروسته باید دا پرېکړه وشي، چې تړون د افغانستان په ګټه دی او که په زیان. که متقابلې ګټې پکې خوندي وي، نو د سیمه ییزو مشکلاتو حل لپاره دا تړون ښه دی.))

بلخوا د نړیوالو اړیکو استاد نجیب محمود له محور سره په خبرو کې له ایران سره د اوږدمهاله سیاسي اړیکو پاللو لپاره دغه تړون مهم بولي، خو په وینا یې افغان اړخ یې باید سم مدیریت کړي: ((د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو پرانستو لپاره دغه شان تړونونه مهم دي. افغانستان له دې فرصته د ځان په ګټه استفاده کولای شي، خو دا په مدیریت پورې تړلې ده.))

د سیاسي چارو شنونکی ډاکتر ځلاند وایي، د افغانستان ملي ګټې د ایران د خارجي سیاست له محتوا سره ښکاره ټکر لري، چې د ستراتیژیک تړون په برابرولو کې دغه تعادل ساتل اسانه کار ندی: ((ایران د افغانستان له ثبات سره هېڅ مرسته نشي کولای، ځکه د دوی ګټې د افغانستان په نا امنۍ کې نغښتې دي. د حالاتو بدلون به یو دلیل وي چې دوی دغه اقدام وکړي، خو د دوی ګټه د افغانستان په اوسني حالت کې ډېره ده.))

په سیمه کې د حالاتو تغیر ته پام به اکثریت هېوادونه له افغانستان سره ملګرتیا ته لاس را اوږد کړي، خو یوازې پدې شرط ګټه لرلی شي، چې دغه همکاري حقیقي وي.

One thought on “محور ورځپاڼه: ایران د داعش له ډاره افغان ملگرتیا ته ځان جوړوي”
  1. په تاسف یواځی چی د سیاسي چارو شنونکی ډاکتر ځلاند دایران په اړه دقیق او عینی واقعیت ته اشاره کړیده ، دا نور تواله بی ځایه او له واقعیت نه لیری خوشبینانه نظرونه لری ، چی افغانان او هیواد یی همیشه له دغه خوشبینانه او فریبکارانه دوستی له لاسه تباه شویده

  2. ایران د خپلو ګټو ساتلو لپاره حاضر شویدی چی له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی. البته پخوا هم په 1935 کی د افغانستان ، ایران او عراق ترمنځ یو تړون د « بغداد د پکت » په نوم لاسلیک شوی وو خو د دوهم نړیوال جنګ له شروع کیدو او په ایران د متحدینو د قواو دبرید او د افغانستان د بیطرفی له امله نوموړی تړون باطل او ملغی وګرځید. د دواړو هیوادونو ترمنځ نوری دوه اړخیزی موافقی هم په مختلفو وختونو کی لاسلیک شویدی چی د دواړو هیوادونو په روابطو کی یی ښه او مثبت رول لوبولی دی. اما د ایران دولت د هغه هیواد له اسلامی انقلاب د بریالی کیدونه تر نن پوری د افغانستان په باب هژمونیستی سیاست پر مخ وړی. کله په افغانستان کی اسلامی انقلاب غواړی کله اسلامی جمهوریت او کله د خپلی خوښی رژیم . پکار ده چی د ایران د رژیم خارجی سیاست زمونږ د هیواد په باب تغییر وکړی او یو داسی سیاست غوره کړی چی د دواړو هیوادونو د خلکو ژوند په سیاسی، امنیتی ، اقتصادی او فرهنګی برخو کی مثبت او د همکاری لوری ته سوق کړی. دا تړون باید زمونږ د هیواد په ورځپاڼو کی خپور شی او خلک د هغوی په باب خپل نظریات وړاندی کړی ترڅو مونږ د هغوی د منافعو د ساتلو قربانی نشو.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *