په واک کې د عبدالله عبدالله د ونډې لیکلي تضمین ته ځنډېدلې پروسه بالاخره یو ناڅرګند لوري ته روانه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مخکيني وساطت په ترڅ کې امضا شوی لیک چې جزیات یې نه لرل، ددې سبب نشو، چې دواړه کاندیدان د یو مشترک حکومت د جوړولو پرسر عملي توافق ته نږدې کړي. له کیري څخه د شمالي ټوالې دویم ځلي غوښتنه همداوه، چې له غني سره په واک کې د شراکت فیصدي او نوعیت باید په لیکلې بڼه تضمین شي او امریکا باید ددې جوړجاړي منځکړې او شاهده وي.

مصنوعي ناامنۍ، اقتصادي رکود، ذهني بحران او راتلونکو دوو نړیوالو غونډو کې د افغانستان د استازولۍ د تشې اندېښنې ددې سبب شوې، چې مخکښ کاندید اشرف غني احمدزی یو سخت جوړجاړي ته غاړه ماته کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کیري په بيا راتګ سره د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ګډه اعلاميه لاسليک کړه، چې د شنونکو په باور له مخې يې بایلونکی کانديد تر ګټونکي په لوړ مقام کې دی.

 د دغه اعلاميې له مخې دواړه کانديدان توافق ته سره رسېدلي اود يوې ګډې اعلاميې له مخې به سره له دې دواړه ټيمونه په اصلاحاتو کار کوي او نور به د ټاکنو تخنيکي مسئله شاته پرېږدي.

د کانديدانو په وينا له دې وروسته به په دې کار کوي، چې د واک د لېږد لپاره زمينه برابره کړي او د راتلونکي وږي مياشتې تر نيمايي پورې به د واک لېږد ته زمينه برابروي.

که څه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وايي، چې دوی د پارلماني نظام لپاره او د ولسمشر د واکونو په تړاو کوم توافق نه دی کړی، خو د اعلاميې په ضميمه کې راغلي، چې بايلونکي کانديد ته ورکړل شوی اجرائيوي پوست به دوه کاله وروسته د قانون د تعديل له مخې په صدراعظمۍ څوکۍ بدليږي.

د چارو شنونکي وايي، په واک کې د عبدالله عبدالله د ونډې لیکلي تضمین ته ځنډېدلې پروسه بالاخره یو ناڅرګند لوري ته روانه شوه.

د دوی په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مخکيني وساطت په ترڅ کې امضا شوی لیک چې جزیات یې نه لرل، ددې سبب نشو، چې دواړه کاندیدان د یو مشترک حکومت د جوړولو پرسر عملي توافق ته نږدې کړي. دوی په خبره له کیري څخه د شمالي ټوالې دویم ځلي غوښتنه همداوه، چې له غني سره په واک کې د شراکت فیصدي او نوعیت باید په لیکلې بڼه تضمین شي او امریکا باید ددې جوړجاړي منځکړې او شاهده وي.

د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، دې ته يو تنظيمي حکومت ويل کېږي، نه د ملي وحدت حکومت. د ښاغلي لېوال په خبره، هغه حکومت چې د فشارونو او مصلحتونو په اثر رامنځته شي، هېڅ ډول اصلاحات نشي راوستلای. د ده وينا، که حکومت دغه دوه ټيمونه د خپلو ګټو په اثر رامنځته کړي، دوی پوزيسيون شو جوړوي او ولس بيا اپوزيسيون دی، چې ولس به تر ټولو ډېر پکې تر پښو لاندې او دل شي.

دعبدالله پلویانو وروسته له هغې د پروسې د بدنامولو او ځنډولو هڅې پیل کړې، چې په اجمالي ډول د لیکل شوي توافق په تحلیل او تفسیر کې یې سیال اشرف غني ورسره توافق ونکړ. ددوی ترمنځ غونډې له ډېره وخته شروع شوې وې، دوه ځله دغني او یوځل د عبدالله په کور کې کاندیدانو سره وکتل، خو ددې باوجود هم د توافق لیک ګونګه بڼه او پرسر یې جوړجاړی عبدالله عبدالله ته د قناعت نه و.

د ولسي جرګې غړې ارين يون وايي، مصنوعي ناامني، اقتصادي رکود، ذهني بحران او راتلونکو دوو نړیوالو غونډو کې د افغانستان د استازولۍ د تشې اندېښنې ددې سبب شوې، چې مخکښ کاندید اشرف غني احمدزی یو سخت جوړجاړي ته غاړه ماته کړي.

دا زياتوي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د منځګړیتوب دویم سفر دواړو کاندیدانو ته د موافقې د تعمیل په نیت ترسره شو.‌ د آغلې يون په وينا، سره له دې چې په لومړيو مذاکراتو کې غني لاسبری و، خو په دا ځل یو سخت تعامل ته تړل شوی دی.

 په خبري غونډه کې نوموړي وویل، یوازې د وطن د ګټو په خاطر یې دې موافقې ته غاړه اېښې ده، خو اساساً‌دا به هغه څه وي، چې د سهامي شرکت په عنوان ښاغلي‌غني یې پرمټ له هغو اکثریت افغانانو رایه راټوله کړه، چې د شمالي ټلوالې او په اداري فساد کې د ډوب حکومت دوام ترپزې راوستي وو.

5 thoughts on “محور ورځپاڼه: بایلونکی کانديد تر ګټونکي په لوړ مقام کې”
  1. داځکه داسی وشول چی پښتانه نه سرلری او نه کومه برنامه یوازی درمونږ مثال لری چی چا په مخه کړل هغه یی بیا یی تر نن ورځی پوری خو داشرف غنی ټیم ناری وهلی چی مونږ هیڅ موافقه ندی کړی او نه به یی وکړو خو نن ولی دتیری وځی خبری هیری شوی خو دا رښتیا دی چی سیاسیون نه ننګ لری نه خبره یوازی دقدرت وږی لیوان دی چی هروخت دښکار په فکر کی وی ترڅو هر ښکار ځان ته وخوری اوصباح لپاره هم یوڅه ولری که ښکار پیدانشی نو چی وږی هم پاتی نشی ما پکتیاوالو ته ډیری ناری وکړی چی په دی غربی سګ شوی باورنشته دخپل ولس حق تری وغواړی ولی یو څو کسانو چی له نوم څخه یی هم نفرت لرم زما په ضد تبلیغات پیل کړل چی داکس دیومفکر ضد دی په داسی حال کی چی دومفکرهم نه پیژندو او په معنی یی هم نه پوهیدل چی مفکرڅه ته وایی خو یوازی دانوم یی اوریدلی وو او زماپه ضد یی یوه لویه اصلحه وګرځوله ترڅو زما هم نظری یی هم غلط کړل او دځان په لوریی کړل .همدی یو څو غلام مزاجه دښځو په شان مخ اوبریت تراشو دپکتیا ولس بیا په نه بیه خرڅ کړو او دځان لپاره یی دچوکیو لاری چاری پلان کړی ځکه چی علمیت دویی نلری نو دغلامی لاره یوازنی لاره دی چی ولس یی وسیله کړی او دویی ځانونه دقدرت ترګدی ورسوی یوه مصری ده چی وایی(کاغذلیکلی ترینه واخله +داوسنی زمانی یار دی ټګ به وینه) نو اوس مونږ ته پکار دی چی لکه عبدالله عبدالله خپل حق په زور واخستو مونږ یی هم خپل
    حق په زورواخلو نور دی بی علمه تش په نوم مشرانوته اجازه ورنکړو ترڅو زمونږ ولس خرڅ او دځان لپاره پری چوکی واخلی
    مونږ داشرف غنی دمشورتی حکومت سره چی په اصل کی دسهامی شرکت دحکومت اصل دی موافق نه یو بلکی غندویی هم زه په دی وړه خوله بیاهم یوه لویه خبره کول غواړم چی هغه دادی! دلوی پکتیا لوی او عظیم ولسه نن هم وخت لری او اوبه له ورخه ندی تیری شوی راپورته شه خپل خق وغواړه په وزارتو کی وزارتونه وغواړه او په سفارتو کی سفارتونه او په ولایاتو کی ولایتونه وغواړه که دافرست دی هم له لاسه ورکړو نو بیا دکرزی هغه خبره رښتیا شی چی ویل به یی دلوی پکتیا خلک ټول دریوران دی وظایف نشی کولی
    ځـــــــــــــــــــلاند ځاځـــــــــــــــــــــــی

  2. تر نن ورځی پوری خو داشرف غنی ټیم ناری وهلی چی مونږ هیڅ موافقه ندی کړی او نه به یی وکړو خو نن ولی دتیری وځی خبری هیری شوی خو دا رښتیا دی چی سیاسیون نه ننګ لری نه خبره یوازی دقدرت وږی لیوان دی چی هروخت دښکار په فکر کی وی ترڅو هر ښکار ځان ته وخوری اوصباح لپاره هم یوڅه ولری که ښکار پیدانشی نو چی وږی هم پاتی نشی ما پکتیاوالو ته ډیری ناری وکړی چی په دی غربی سګ شوی باورنشته دخپل ولس حق تری وغواړی ولی یو څو کسانو چی له نوم څخه یی هم نفرت لرم زما په ضد تبلیغات پیل کړل چی داکس دیومفکر ضد دی په داسی حال کی چی دومفکرهم نه پیژندو او په معنی یی هم نه پوهیدل چی مفکرڅه ته وایی خو یوازی دانوم یی اوریدلی وو او زماپه ضد یی یوه لویه اصلحه وګرځوله ترڅو زما هم نظری یی هم غلط کړل او دځان په لوریی کړل .همدی یو څو غلام مزاجه دښځو په شان مخ اوبریت تراشو دپکتیا ولس بیا په نه بیه خرڅ کړو او دځان لپاره یی دچوکیو لاری چاری پلان کړی ځکه چی علمیت دویی نلری نو دغلامی لاره یوازنی لاره دی چی ولس یی وسیله کړی او دویی ځانونه دقدرت ترګدی ورسوی یوه مصری ده چی وایی(کاغذلیکلی ترینه واخله +داوسنی زمانی یار دی ټګ به وینه) نو اوس مونږ ته پکار دی چی لکه عبدالله عبدالله خپل حق په زور واخستو مونږ یی هم خپل
    حق په زورواخلو نور دی بی علمه تش په نوم مشرانوته اجازه ورنکړو ترڅو زمونږ ولس خرڅ او دځان لپاره پری چوکی واخلی
    مونږ داشرف غنی دمشورتی حکومت سره چی په اصل کی دسهامی شرکت دحکومت اصل دی موافق نه یو بلکی غندویی هم زه په دی وړه خوله بیاهم یوه لویه خبره کول غواړم چی هغه دادی! دلوی پکتیا لوی او عظیم ولسه نن هم وخت لری او اوبه له ورخه ندی تیری شوی راپورته شه خپل خق وغواړه په وزارتو کی وزارتونه وغواړه او په سفارتو کی سفارتونه او په ولایاتو کی ولایتونه وغواړه که دافرست دی هم له لاسه ورکړو نو بیا دکرزی هغه خبره رښتیا شی چی ویل به یی دلوی پکتیا خلک ټول دریوران دی وظایف نشی کولی
    ځـــــــــــــــــــلاند ځاځـــــــــــــــــــــــی

  3. د راتلونکی حکومت بنسټ له همدی موافقی سره کوږ کیښودل شو. هره ورځ به ناز او نخری وی ، چی دا وزارت زما دی او هغه بل ستا . یو مفسد او جنګسالار به څوک له دندی نشی ایسته کولی او وایی به چی دا زما ملګری دی. لکه چی ومو لیدل جنرال ظاهر ظاهر د کابل ښار د ناامنی او بی کفایتی له امله د کورنیو چارو وزارت له خوا له دندی لری شو خو سبا بیا د یونس قانونی په فرمان بیرته په خپلی دندی وګمارل شو.
    په هر حال له پیښی تیښته نشته. اوس باید ولس خپل اساسی موقف ته چی اپوزیشن دی ادامه ورکړی. او د دوی هرقدم چی کوږ یی ږدی ، رسوا کړی.
    ښاغلی اشرف غنی احمدزی د په لومړی قدم کی داسی چارواکی په حکومت کی شامل کړی چی مفسد او وینی زبیښونکی نه وی او له مقابل لوری دی هم دا تعهد واخلی. د دی ترڅنګ د یوه داسی اداره رامنځته کړی چی خلک وکولای شی خپلی غوښتنی، نظریات او نیوکی په نظام باندی وکړی او دا بهیر د ښاغلی ولسمشر تر غوږو ورسوی. که دوی دا کار وکړ انشاالله چی هغه به په خپلو ټولو کارونو کی بریالی وی. کومی نیمګړتیاوی چی د ښاغلی کرزی په اداره کی وی هغه د نه تکراروی. لکه چی له لقمان حکیم نه یی پوښتنه وکړه چی ادب د له چا زده کړ ده ورته وویلی له بی ادبانو، ځکه کوم کار چی دوی کاوو ، هغه ما ونه کړ.
    همدا شان یوه بله اداره دی د ښاغلی ولسمشر ټول فرمانونه ، امرونه او هدایتونه تعقیب او سل په سلو کی عملی کړی.
    د اطلاعاتو او کلتور وزیر د داسی څوک تعیین کړی چی په پښتو اودری ژبو خبری وکړای شی او په ټولو نشراتو کی د دواړو ژبو انډول وساتی، له داسی شیانو د نشرولو مخه دی په جدی توګه ونیسی چی د هیواد خپلواکی ، د قومونو تر منځ د یوالی او افغانی او اسلامی مقدساتو ته زیان رسوی.
    مونږ به تر آخره له ښاغلی دوکتور اشرف غنی احمدزی سره ولاړیو او پدی حکومت کی که څه هم یوه کوچنۍ څوکۍ هم تری توقوع نه لرو ، ملاتړ یی کوو ترڅو په راتلونکی کی د افغانستان د شیرازۍ او ملی یوالی بنسټ کیښودل شی.

  4. به إعلاميه كي راغلي جه منتخب ريس جمهور نه شي كولي د دولت أمنيتي بوستونه تر دري مياشتو تغير او تبديل كري
    منتخب ريس جمهور تول مهم او نأمهم بوستونه بدائل ونكي كانديد به مشوره به تأكي
    دانو خه دي ، دي ته زور واءي زور كم زور دعبدالله ،عبدالله زور جه اشرف غني ته ءي اول دوري فيل او بيا ماتي وركره

  5. ډاکتر صیب اشرف غنی پوه او ایندی ته په کتنه داعمل کوی نه غواړی چه نور ملت او وطن دواړه دتباهی لوریته سوق شی تراوسه غټ قدرت ددوی ده ملی امنیت-وزارت دفاع -وزارت داخله دا هغه قوتونه دی چه هرڅه وغواړی کولی شی او ویره هم شته او وه وروسته به بیا ګورو کله چه منتحب کاندید اعلام شیاو دقدرت واګی واخلی موږ به یی قدم په قدم تعقیبوو انشااله اینده روښانه ده .

ځواب ورکول رحمت الله ځلاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *