خوست

خوستوال د ولسي جرګې د دوو وکيلانو کمال ناصر اصولي او همايون همايون د کورنيو ترڅنګ غازي نواز تڼی په دغه ولايت کې د ځمکو په غصب، په ولايتي ادارو کې په زور مقرريو او فساد کې په لاس لرلو تورنوي.

کمال ناصر اصولي په خوست ښار کې شپږ جرېبه دولتي ځمکه غصب کړې او همايون همايون بيا د متونو په تپه د ګدام شاته درې جرېبه دولتي ځمکه غصب کړې او دېوال کړې ده.

خوستيان وايي، په ولايت کې يې هېڅ زوروه کورنۍ نه وه او قومي جوړښت څوک دې ته نه پرېښودل، چې له زوره کار واخلي، خو د پارلمان پنځه کلنې دورې په خوست کې درې زورواکې کورنۍ وزېږولې، چې اوس په ټول ولايت راج چلوي.

ځايي قومي مشران او مخور وايي، خوست يو له هغو ولايتونو وو، چې چا پکې زور نشوای ازمويلای، خو تېرې پنځه کلنې پارلماني دورې دغه ولایت په برخو او ټپلو ووېشلو، چې اوس يې شېرازه د ړنګېدو په حال کې ده.

دولس ورځې د مخه په خوست کې د ولسي جرګې د دوو وکيلانو پلويانو او د ولايتي شورا لسو غړو له دې امله په احتجاج لاس پورې کړ، چې ګويا والي په فساد کې ښکېل دی. دوی د والي د لرې کولو غوښتنه وکړه، خو د تېرې جمعې په ورځ يې لاريون را وايست، چې بريد پرې وشو، ۲۰ کسان پکې ووژل شول او تر ۶۰ ډېر ټپيان شول.

اوس په ډاګه کېږي، چې دغه لاريون او احتجاج ته معيوبين، وزيرستاني کډوال او د چوکونو د سر کاريګر راوستل شوي وو. ځايي خلک وايي، معيوبينو ته ويل شوي وو، چې د دوی لپاره د ځمکو د نمرو د ترلاسه کولو په هدف لاريون کوي او يو شمېر ته بيا ۵۰۰ افغانۍ ژمنه ورکړل شوې وه.

تر لاريون دمخه ددې احتجاج لپاره د ۴۰۰ زره کلدارو خېمې، فرشونه، توشکې او بالښتونه اخستل شوي وو، چې وروسته يې د اخستونکو او هټيوالو ترمنځ هم لانجه شوې وه.

ځايي خلک وايي، په خوست کې دوه وکيلان همايون همايون، کمال ناصر اصولي او همدا ډول ولایتي ادارې ته نږدې کس غازي نواز تڼي کورنۍ په مقرريو، د ځمکو په غصب او فساد کې ښکېلې دي.

په خوست کې يوه سرچينه چې د نوم له اخستلو ډډه کوي وايي، کمال ناصر اصولي په ښار کې شپږ جرېبه او همايون همايون بيا د متونو په تبه د دولتي ګدام شاته درې جرېبه دولتي ځمکه لاندې کړې ده. دوی وايي، غازي نواز تڼی په ولایت کې زورواکي کوي: ((دغه کورنۍ په خپلو کې هم ناسمې رقابت لري، خو د والي پر وړاندې بيا دواړو وکيلانو لاسونه يو کړل.))

د قضيې دواړه لوري والي او د پارلمان وکيلان يو بل ملامتوي، چې په فساد کې ښکېل دي، خو خوست ته له کابل تللي پلاوي خوستيانو ته وعده ورکړې، چې په هر چا د فساد تور وي، له هغوی نه به پوښتنې ګروېږنې کېږي.

دغه پلاوي له لسو ورځو وروسته د احتجاج کوونکو خېمې ور ټولې او احتجاج يې پای ته ورسولو.

خو په ټوله کې خوستيان غوښتنه کوي، چې دغه موضوع دې په پوره او هر اړخيزه ډول وڅېړل شي، د هغو زورواکو لاسونه دې لنډ شي، چې ولس سپر ګرځوي او خپلې ګټې خوندی کوي.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي محور سره په مرکه کې وویل، ځینې وکیلان هڅه کوي، چې قراردادونه واخلي او په دولتي مقرریو کې خپله برخه خوندي کړي، خو کله چې یې غوښتنې ونه منل شي د ګډوډیو هڅه کوي: ((په تېرو پنځو کلونو کې تر پنځه سوه جریبه زیاته ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه شوې. ځینې کړۍ هڅه کوي چې د خوست ملي شیرازه ونړوي، کله یې هم چې د مخنیوي هڅې شوې دي دوی د ګډوډۍ په هڅو پیل کوي.))

په دې اړه د نورو ښکېلو اړخونو په نظر اخستو بريالي نشو.

9 thoughts on “محور ورځپاڼه: خوست د دريو کورنيو په ولکه کې دی”
  1. ډیرو ګرانو او محترمو ویونکو او لیدونکو !خدای به غرض کړو رښتیا رښتیا به ووایو !
    ۱- ټول خوستوال په یوه خوله او یو اواز دجبار نعیمی په ضد پا څون کړیده نه یوازی کمال ناصر او همایون
    ۲-دخوست خلک دده دجبر ظلم او ستم نه تر پزی راغلی وو ساعتونه ساعتونه دولایت دروازه کی انتظار ورسره بد او رد سپکی او سپوری چه دانسان په خوله نه راڅی ورته ویل کیدل او دوی ناچاره زغمل
    ۳-دلوړ رتبه کارمندانو داصلاحات اداری له لاری خوست ته معرفی کیدل دوالی دلاسه بیرته شړل کیدل توهینیدل یا دواسطی یا پیسو په ورکولو دده رضایت پیداکول
    ۴- دڅمکو غصب کی فوق ا لعاده رول لرل دمفثال په توګه هغه ۴۰۰ جریبه څمکه چه قانونی اسنادیی در لودل په هغه کی د۳۰ جریبه څمکی مطالبه کله چه پلان یی شنډشو او ۳۰ جریبه څمکه یی دلاسه ووته دزراعت مامرینو او ریس ته ددوسیی تړل دفساد په نوم تورنول کله چه مامورین بندی شول زمینه ورته مساعده اکثره څمکه یی نږدی پلوان شریکانو باندی دزراعت بخوانل فاسد مامور املاک سید یونس نام پواسطه خرڅولاو ۱۵۰۰۰۰۰۰ لکه افغانی اخیستل
    ۵دده په قول ۵۰۰ جریبه څمکه دغصب نه خلاصول تاسو مهرابانی وکړی دخوست املاکو دفتر ته مراجعه وکړی چه په کوم سر جمع ددولتی املاکو ور علاوه شویده که یو جریب دغصب نه خلاصه شوی وی او په دفتر داملاکو کی په سر جمع علاوه شوی وی ما غر غره کړی ټول دروغ او لهو لعب دی
    ۶- دخورشید تلویژیون سره دخپلو ناوړه کړو وړو په ارتباط دده وینا مطلق ردوم ۴۰۰ جریبه څمکی تبادله دریس دولت حکم شته کله چه دده شخصی اراده ۳۰ جریبه څمکه ورته ونه رسیده یوتعداد منحرف محلی مشران یی څان سره کړل او دغه بهانه یی پیدا کړه چه حکم دریس دولت جغلی ده فبت نلری وغیره وغیره دڅمکی مالک مجبور مسله یی محاکمو ته انتقال او محاکمو دریس دولت دحکم دصحت تصدیق او دمحکمو دفیصلی تصدیق دشخص لوی څارنوال الکو له طرفه وشو او حکم یی صادر کړ چه دمحکمو فیصله صحت او تاییدده وروڼو اوس قضاوت وکړی چه قانون چا مات کړی اوولی یی مات کړی چه دزراعت ریس پسی تهمتونه لګوی دغه هغه بد انسان ده چه نهیی دولت پروا ساتله او نه یی قوانین ته احترام درلود
    ۷ -پخوا ورنه خواهش شوی وو چه خوستوال دنور نه غواړی څه اله دمل شه خوست پریږده ولی یی پرینښود دغه خپله یو سوال ده چه نن یی بده غمیزه او ټول خوستوال یی دویر او ماتم په ټاغر کښینول خدای دورته جزاورکړی
    دوستانو دغه پورته لیکنه ټول حقایق او واقعیتونه دی او س په رښتیا ووایاست او ل سر دمقالی کی می خدای ج غرض کړیده ګناه په چا کی ده.

  2. دنادرخان،سردار هاشم خان،حتي دظاهرشاه به وختوكي به جه كوم قومي مشر خان ياغي اويا دحكومت دبعضي هدايا تو دنه منلو سعي كوله فورا دولت به جبه به ورواجوله دفا ميل سره به ءي يو بل ولا يت ته وليكه اوسني حالت كي جه دموكراسي به سوته كراسي تبديله شوي دولت داجه خبله به دي كارو كي لا س لري أوياد ممانعت زور ءي نه لري حتي هيخ تصميم نه شي نيولي .
    دادري واره دي دخوست خخه تعبيد او يولس نفره دي دننكرهار خخه تعبيد كري بيا دي وكوري جه امنيت خود به خوده منخ ته راخي اوكه نه؟

  3. د محور ورځپانې لیکوونکې دومره بې خبره اودومره په سپین سترګې یو څه لیکلې چې هیڅ وقعیت نلرې ټولو خلکو ته معلومه شوه چې په هغه پیښه کې څوک شهیدان شول ډیر ډیر دې افسوس ځاې دې

  4. وکیلانو له خوست مو کربلا جوړه کړه
    کلونه وشول، خوست قومي مشران،علمای کرام،مدنې ټولنه، ژورنالستان، ځوانان په هیواد مین او زموږ ویاړ امنيتی ځواکونه پدې لټه کې وو چې خوست له بدنامی خلاص او نیک نوم ورته په برخه کړي، همداسې وشول، هر مجلس، جمع جومات، مرکه او جرګه، بحث او بنډار کې خوستي پدې وغږیدل چې خوست د امن کور دی او دلته میشت قومونه سوله غواړي او په سوله کې ژوند يې خوښیږي.
    خوستیانو دغه ادعا په عمل کې هم په ثبوت ورسوله ځکه به ټاکنو کې د دوی پراخ ګډون، د ټاکنو په ورځ د جواس خان له لوري د لور د مړينې خبر پټ ساتل کیدل، د ټاکنو په ورځ په ټول خوست کې د يوې پیښې نه رامنځته کیدل، کرکټ د املي اتلانو تود هرکلی او د هیواد اوسنی ولسمشر ته د خوست په ملي لوبغالي کې د زرګونه خوست ميشتو راټولید لې ښه ثبوت او ښکار بیلګه ده.
    دا پدې مانا نه چې خوست ته امن په خپله راغلی، پدې لار کې سلګونه کورنې زوريدلي،ښکلي ځوانان پکې شهیدان، يو شمير يې ټپیان، سلګونه ماشومان یتیمان، لسګونه خویندې بې وروه او همدا ډول زیاتې ميندې بورې شوي دي.
    ددغه هڅو او قربانیو په پايله کې، افغان دولت، نړیوالې مرستندويه ټولنې او همکارې موسسې دې ته اړ شوې چې خوست له نیږدې وګوري ځان ډاډه کړي، خوست ته راغلل ارزونه يې وکړه او بلااخيره يې دفترونه خلاص کړل او په بیلابیلو برخو کې يې فعالیت پیل کړ.
    خوست رښتيا هم چې د هرې خوا دې ته جوړ وو چې د خلکو تواجه ځانته جلب کړي، دلته امن وو، سوکالي وه، خلکو په منځ کې مينه وه، وروروالي وه، خو وکیلانو په کربلا بدل او اوس په ټول خوست، هره ولسوالۍ، کلي جومات، بنډه او حجره کې ویر، ماتم، زګیروی، غم او ژړاګانې دي، د چا قومي مشر شهید شوی،د چا تنګی ځوان په خپلو وینو لمبیدلی، چا خپل پلار له لاسه ورکړی، د چا د سمې تر ټول فعال مدني ځوان شهید شوی او د تل له پاره يې ورنه رخصت شوی دی.
    دا ټول وکیلانو د څه له پاره وکړل او وکیلانو څه غوښتل!!!؟
    خوست وکیلانو غوښتل چې په خوست کې د کندوز شجاعی، د مزار عطا، کندهار عبدالرزق د پکتیکا غزیرالله له ځانونو جوړ او په راتلوونکي کې هر څه د ځان په ګټه وڅرخوي.
    دوی د ځوانانو د پاکو احساساتو ناوړه کټه پورته کوله، دوی د والي په لری کولو سره غوښتل، ځانونه مطرح او د راتلوونکي ولسې جرګې له پاره کمپاين وکړي.
    وکیلانو غوښتل هغه دولتي ځمکې چې دوی غصب کړي ور پاتې او د نورو د نیولو له پاره لاره هواره کړي.
    وکیلانو غوښتل چې په راتلوونکي کې ټول قراردادونه چې په مرکز کابل او يا په خوست کې کیږی دوی ته ورکړل شي او بې لدې چې پوښتنه ترې وشي په ټيټ کفیت يې ترسره کړي.
    وکیلانو غوښتل نور که هر څوک په خوست کې سر راپورته کوي د دوی باید ورته غاښ ماتوونکی ځواب ووايي.
    خو وکیلانو به هغه ماشومانو ته چې د قلم او کتابچې د مرستې په بهانه يې خوست ملي لوبغالي ته راغوښتي وو او په بدل کې يې ورته د کتابچې پرځای سپین کفن او د قلم پر ځای دې د برتو پڅري په سینو کې ورخښ کړل
    وکیلانو تاسو خو بې په کانکور کې بې پايلې ځوانان پدې نوم رابللي وو چې ګواکې تاسو په بیدون د کوم قید شرط د خپلې خوښې پوهنځيو ته بریالی کیږی.
    وکیلانو تاسو خو تنکي ځوانان ددې له پاره راغوښتي وو چې د لوبو له پاره به درته اسانتاوې برابریږی.
    وکیلانو تاسو خو د خوست د ټولو ولسواليو له قومي مشرانو ددې له پاره شورا جوړه کړي وه چې ولسمشر غني او مرکزي دولت ته به کدرونه ورپیژنی او تاسو په مشوره مرکزي دولت خپل راتلوونکي پلانونه پرمخ وړي.
    وکیلانو تاسو خو د شمالي او جنوبی وزیرستان څخه راغلي ګډول دې ته راټول کړي وو چې ستاسو د سرپنا غم خوړل کیږی او په ګلان کمپ کې پر مرستو سربیره درته کورنه جوړيږي.
    وکیلانو تاسو خو د خوست معیوبین ددې له پاره په خیمو کې کينولې وو چې د خوست ښار د سبزی منډی به سیمه کې به درته د یوې هټې په اندازه ځمکه د ښاروالي له لوري درکول کیږی.
    تاسو خو ښوونکي پدې پلمه چې د هر ښوونکي پرسر به يوه یوه نمره ځمکه درکول کیږی راغوښتي او د ځانونو سره مو په څنګ کې درولي وو.
    تاسو نه يې خبر چې پدې چل او فریب مو د قومي مشر خان زمان واخيست خوست او صبری مو یتیمان کړل، مرحوم ستر قومي مشر مامور صیب علي جان مو په ګور کې په ژړا کړ، تاسو د ښوونکي ظریف اتل ټوله سرمايه وربرباد کړه، تاسو د ګولالیو ماشومانو هیلې ور ووژلې، تاس د شیرنواز حقمل کورنۍ بې پلار او بې وروره کړه،تاسو تازه غوړیدلی ګلاب حق ویون تر پښتو لاندې کړ، تاسو سلګونه میندې وژاړولې او تاسو لسګونه ماشومان یتیمان او د تل له پاره مو بل ته اختیاج کړل.
    خو موږ پوهيږو تاسو سترګې د شيطان په درو تورې او پټې دي، د خپلوناروا غوښتنو په نشه کې ډوب يي ، په خوب کې لیدوونکو هواسونو لیوني کړی یاست، خوهیشاتو مو غوږونه در کاڼه کړي دي.
    خو پام مو وی خوست داسې خاوره ده چې تل يې ستر ظالمان راچپه کړي، لوی لوی ښاماران يې خيټې ته اچولي دي، د لویو فرغونیانو غورور يې ورمات کړی،د یاغي او باغي نمرودیانو هډوکي يې خاورې کړي، بې لارې ابرها ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي، او بې لاری شداد يې ارمان ته له راسیدو وړاندې تر تیغه تیر کړی.
    وکیلانو پام مو وي ددې مظلومې خاورې او مظلوم ولس لاس به ستاسو ګریوان ته رسیږی، په ځمکه به راچپه کیږی او دروند غچ به درنه اخيستل کیږی.
    شعیب خوستی
    خو تاسو کولی چې پکې ايډيټ وکړی

  5. زه به خپل نظر دلوی او نومیالی شاعر تراب صاحب دښکلی شعر په یوه بیت پیل کړم:
    دموسسو او انجیو ګانو به څه نه وایم
    اوبس … دومره وایم چه زمونږ خیرات په خپله وخوری؟
    دخوست په هکله دمحور لیکنی دیو شمیر حقایقو نه پرده پورته کړی دی. یو څه یی دیوه لوری یعنی والی په ګټه په ‌‌‌‌‌‌ډیر اوږده او توصیفی انداز لیکلی دی . زه دوالی صاحب نه په ‌‌‌‌‌‌ډیر احترام هیله کوم چه دخوست دښار دمیدان هوایی خواته دځمکی په معامله کی چه ستا او دوکیلانو تر منځ په کی دملیونو په تفاوت فرق وه ، دمحور لیکونکی ته پکی یو ملیون دالر ورکړه. دمظاهری دګدون کوونکو په باره کی چه دوی لیکلی؟ ایا لوی او دخوستیانو داحترام وړ شخص خان زمان صبری چه په دی لاریون کی موجود وه دوزیرستان دکدوالو راغلی وه؟
    او یاهغه څو نور شهیدان هم دبل ځای راغلی وه؟ زه دوکیلانو او والی له ‌‌‌‌‌‌ډلی دهیڅ لوری سره هم اړیکی نلرم ، دفساد کچه په هر لوری کی دشمشاد دغره هم لوړه ده ، ځکه دکرزی صاحب داداری اساس فساد وه ، خو دیوی لوری نه ځانګړی پلوی هم ښه نه دی. دخوست والی کورنی په پاکستان کی اوسیږی او دکوم تکلیف پرته دهری لاری تګ او راتګ کولی شی؟ که چیری لږ نور هم وپوښتل شی هغه پخوا چه بهرنیو قواو يو څو ځانمرګې دخوست دوالی صاحب په میلمستون کی نیولی وه څه شول؟ وکیلان صاحبان دی خدای ژوندی لری ، تر اوسه یی هیڅ ژوندی سړی خپل جیب ته نه دی اچولی ، داچه دولتی ځمکی چور کوی ، او ملیونران شوی دی دملانصرالدین دکیسی له مخی دی ته خو ټول حیران دی؟
    دخوست داداری او دوکیلانو دکړووړو په هکله دلیکنو کتابونه دسلو څخه هم اوړی ،
    اوداچه دپوښتنی څوک نشته نو داڅو می چه ولیکل هم دحالاتو لږ شانی انعکاس کولی شی

  6. خوست ولایت په قومی جورښتونو ولاړ ولایت او په دی تیرو کلنو کی د تاو تریخوالی څخه خالی او د صلحی ولایت وو . خو د خوست وکیلانو چی د خلکو لخوا د خدمت کولو پخاطر انتخاب شوی وو د خپلو شخصی ګټو د تامین په خاطر دا ولایت نا امنه کړ تراژدی یی وزیږولی او تر سلو کسان د دوی د بیځایه عمل له مخی زخمی او شهیدان شول دوی دی چی خوستوالو ته اوس ددی تراژیدی ځواب ووایی او دولت ته پکار ده چی د زورواکانو د رشد مخه په خوست ونیسی

  7. زه دهغه چاه خبری ردوم چی ددوووکيلانو په هکله يي کړی ، داسی نده ، که دخلکو څخه دوکيل په توګه دفاع اوخدمت وکړی نو غله اوجاسوسان يي په ډول ډول نومونو بدناموی زه دا وايم همايون همايون او کمال ناصر اصولی دوطن اوپارلمان په کچه پاکترين اوپه خلکو دلسوزه اومحبوب وکيلان دی ،دوي دخلکوسره يو جای دخاينيوڅخه دخوست دخلکو دخلاصون لپاره ځان قربانی کړی ،ددی عام قتل اووژنی مسوليت دوالی اونوری رهبری پرغاړه دی داددوی توطيه اوپلان وه چی خلک يي دخپلو برحقه غوښتونو پر وړاندی په وينو کی ولمبول، ورونو اودخوست باتورو خلکو دخاينينو په وړاندی بايد تسليم نسو،دوستانو خوستيانو،وکيلانو ستاسو غږ ته لبيک ويلی اوستاسو ددفاع په خاطر دخاينانواوغدارانو په وړاندی تاسوسره يوجای عمل کړی نه دخپلو ګټوپه خاطر. ستاسو قاتلين دی الله پاک په خپله جزاورسوی، شهيدانوته دالله (ج)څخه دفردوس جنت ارزوکوم،

  8. له چانه به چاته وژاړو
    کله چی دبیان ازادی په نوم له رسنیو کوم څه خپلو خلکو ته ښکاره کوو نو مخکی له دغه چی خلک یی واوری جابرانو اوزورواکانو ته رسیږی کله چی مونږ رسنی ته غواږ نیسو په هغه کی داسی څه خپروی چی له سره حقيقت نلری تاسومحترمينو پیښه دجمعی په ورځ ښودلی ده لیکن پیښه دپنجشنبی په ورځ شوی وه نودا یو دروغ دوهمه دا چی دهمایون لخوا دځمکی عصب نه بلکه کالنی قرارداد دی داچی د ولايت مقام ندی منلی هغه بیله خبره ده
    که دولایت مقام هغه غیر قانونی کړنوته وګور له سر نه تر پښو پوری په فساد کی ښکيل دی بی معاش په رسمی اموراتو کی دغیر رسمی کسانو داخيلاول
    په وظیفه کی دغیر مسولو کسانو داخیلاول په هغه ځای کی چی دغلا رشوت اوفساد منبع ده دخپلو کسانو په دندو ګمارل دنورو ادارو مامورين فساد ته هڅول په سند کی یو څه ليکل او په شفاهی ډول دبل څه تحميلاول دا هغه مورد دی چی دخوست په ديموکراتيک نظام کی ډیر عادی دی وکيلان هم له چا نه کم ندی غیر قانونی اوغیری مسلکی کسانو مقررول په مسلکی پسټونو کی نااهلا غله مفسیدو کسانو سره په کمسیون کی واک ته دراسولو په خاطر منډی ترړی کول
    داچی قانون جوړونکی قانون ماتوی اوقانون ساتونکی قانون پټوی نو چاته ورشواوچاته به فریاد وکړو

  9. درنو خوست میشتو! دا چې د بې وزله خوست میشتو چا څومره خیانت کړی مونږ او تاسو ټول ښه پوهیږو او ترې خبر یو. راځی چې خدای ته مخ او خاینانو ته شا کړو او حقیقتونه بربنډ کړو. د ځمکو د غصب مسله به رښتیا چې مهمه مسله ده او باید هیره نه شي، خو تر هغه مهمه د بیچاره خلکو په نوم خپله خیټه ډکول د کوم دین او مذهب نه راوتي؟؟؟؟؟

    کمال ناصر اصولي او همایون همایون د چا اولادنو دي؟ او دخوست په سطحه کومو داسې نامتو کورنیو اولاد دی؟ زما هیله دا ده چې هر سړی باید د دوی فامیلي منصب، دا چې دواړو وکیل صاحبانو په روسیه کې څه ډول وخت تیری دی، ځانونه باخبره کړي.
    زه دا نه وایم چې د خوست په اداره کې ستونزې نشته، د هرې ستونزې لپاره باید یو منطقي لاره غوره شي نه دا چې خلک په وینو ولمبول شي، کورنی د ویر او ماتم په ټغر کینول شي، کونډې، یتیمان او بورې لا نورې زیاتې شي. دغو نا اهله وکیلانو ته دا حق چا ورکړی وو چې د خلکو د احساستو نه ناوړه ګټه پورته کړي؟ زه د قربانیانو له ډلې یم. زموږ د کورنۍ غړۍ د دوی د خپل منځیو ګټو قرباني شو. څوک شته چې نن یې د یتیمانو حال وپوښتي؟؟؟؟؟؟ تاسو چې دلته د دغو نا اهلو په طرفداری لیکل کړي، تاسو نه ملامتوم، ځکه ستاسو د کورنی غړي د لاسه نه دي ورکړي. تاسو د مونږ په شان ویر او غم نه دی لیدلی او قسم خورم چي پاک پروردګار وس راکړي زه به يې پوښته د همایون او اصولي دواړو نه کوم.

    راځم اصل مطلب ته، که دوی په رښتیا هم د خلکو له غمه مړه ول، نو د تیر څلور کله راهیسې چيرې ول؟؟؟؟ باید به دی ټول پوه شو چې دغه وکیلان صاحبان په دی پوه شوي ول چې د دوی وخت کم پاتې دی او ټاکنې راروانې دي نو اوس یې وخت دی چې د موقع نه ګټه پورته کړو. په حقیقت کې دوی بیا هغه لوبه غوښتله چې تکرار کړي کومه چې دوی د خوست د پخواني امنیه قومندان باقي زوی په بیا ځلي مقررولو سره په خوست ولایت کې د دوهم ځل لپاره د چور او چپاول لپاره لاره هواره کړه او .
    خوست میشتي لوڅ کړل . باید په خپلو ذهنونو کې یو سوال ته ځای ورکړو او د هغه سوال د ځواب په لټه کې شو، هغه دا چې دا څه چې دغه وکیلان د اداري فساد په نوم د خلکو په ذهنونو کې پیچکاري کوي، کومه بیلګه د او یا ژوندی مثال د دغي بیلګي ولې جمهور رئیس ته نه وروړو؟ او همدا شان سپینږي او مشران د خپل ځان ملاتړي ونه ګرځول؟ نه څو لنډغر او لچک کسان چې نه د ځان په حیثیت او شرف تړلي او نه د بل معتبر کس، ورسره د ماشومانو په ځانونو راټول کړل. درنو لستونکو، هیله من یم چې زما نظر په هیڅ ریښتینې خوست میشتي بد نه وي لګیدلئ. زما د دغې نظر نه موخه یوازې او یوازې د هغه درد اظهار دی په کوم کې چې مونږ او تاسو ټول دردیږو.

    په درناوی

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *