افغان کرسټال نېچرل رېسورس او وطن ګروپ کمپنۍ په ولسي جرګې فشار راوړي، چې له بدلونونو پرته د کانونو تعديل شوى قانون تصويب کړي. د کانونو قانون له پنځو مياشتو راهيسې د ناڅرګنده دلايلو پر اساس ځنډېږي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو وړاندې د قانون د وضاحتونو په اړه په ترتيب شويو ٣٧ مقررو نيوکې کړې وې، خو اوس د مقررو په ٨٠ سلنه تعديدلاتو راضي شوي دي. ويل کېږي، چې دغو کورنيو ځينې وکيلان تطمیع کړي دي.

د روان کال د غبرګولي په پنځمه نېټه د کانونو وزارت له لوري د کانونو قانون مسوده ولسي جرګې ته واستول شوه، خو دغه قانون ددې پرځاى چې له يو لړ بدلونونو سره تصويب شي، په لويه او جنجالي موضوع بدل شوى دى.

په کانونو وزارت کې يوې سرچينې محور ته ويلي: په ولسي جرګه کې اوس يو شمېر کړۍ هڅه کوي دغه قانون د دولت تر ګټې ډېر د کمپنيو په ګټه را وڅرخوي، ځکه چې يو شمېر کسان خپله د کان کيندنې د کمپنيو مالکان او د قراردادونو اخستونکي دي.

دې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، وويل، د کانونو قانون د تصويب لپاره په ولسي جرګه کې له پنځو مياشتو ځنډېدلى دى، خو اوس د دوو کمپنيو مالکانو (د ولسي جرګې د غړي سيد منصور نادري کورنۍ، چې افغان کرسټال نېچرل رېسورس کمپنۍ مالکین دي او پوپل کورنۍ چې د وطن ګروپ مشران دي) په ولسي جرګې فشار راوړي، څو له بدلونونو پرته دغه قانون تصويب کړي.

د کانونو په قانون له دې امله نيوکې کېږي، چې ګويا تر ډېره د کمپنيو او قراداد کوونکو په ګټه دى او د افغان دولت له واکه ډېر څه وباسي.

د کانونو وزارت وياند وايي، د غبرګولي په شپږمه د ياد وزارت له لوري قانون ولسي جرګې ته استول شوى او د تېرې تلې مياشتې په وروستيو کې د عدليې وزارت له لوري بيا دويم ځلي ولسي جرګې ته وراستول شوى دى.

سرچينې وړاندې ويلي، د دغو کمپنيو مالکانو له ځينو وکيلانو سره معامله کړې، څو د کانونو قانون بيا له عدليې وزارت څخه له سره ور وغواړي. د نوموړي په وينا، د قانون پرسر معامله شوې: ((د کمپنيو په ګټه نور بدلونونه له سره پکې را وړل شوي او لاسوهنه پکې شوې ده.))

د حاجيګک د اوسپنې کان، په غزني کې د زرکشان او په بدخشان کې د سرو زرو کانونه، په ‌بلخاب کې د مسو او د هرات کان قراردادونو پر سر خبرې نهايي شوې، خو ددې لپاره ځنډېدلي، چې د ولسي جرګې له لوري د کانونو قانون تر تصويب وروسته يې قراردادونه لاسليک شي.

وطن ګروپ کمپنۍ د تېلو ايستلو قرارداد اخستى او اوس يې هڅې د غزني د زرکشان د سرو زرو او د کندهار د فلورايډو کان قرارداد تر لاسه کول دي.

همدا ډول د افغان کرسټال نېچرل رېسورس کمپنۍ چې له بهرنيانو سره په ګډه کار کوي، د بدخشان د سرو زرو، د بغلان او بلخاب د مسو د کانونو د تر لاسه کولو په ستره مبارزه لګيا ده.

د سرچينې په باور دغه دواړه کمپنۍ يو شمېر وکيلانو ته رشوت ورکوي، چې په ولسي جرګې فشار راوړي، څو نوى قانون زر تر زره تصويب کړي.

د کانونو د برخې ماهر جاويد نوراني وايي، پخوانى قانون تر اوسني هغه څو برابره غوره وو. ښاغلى نوراني زياتوي، په اوسني نوي قانون کې ګڼ شمېر موارد دي، چې بايد بدلونونه ومومي:((د سيمې اوبه بېله کوم امتياز څخه په وړيا توګه کمپنۍ کارولاى شي، کان ته د نږدې سيمې د خلکو ګټې نه دي خوندي شوې، د قرارداد تر شا کسان ندي معلوم، د کمپنۍ د شفافيت په اړه خبره ګونګه ده، په ټوله کې کان ډېر د کمپنۍ په کټه دى، نه د افغان حکومت او ولس.))

که څه هم له وړاندې د ولسي جرګې يو شمېر غړو محور ته ويلي وو، چې دوى ته د قانون نوې مسودې ډېرى برخې او طرحې د منلو ندي او هڅې يې دا دي، چې پکې بدلونونه راولي.

د ولسي جرګې د طبيعي سرچينو او چاپېريال ساتنې د کميسيون منشي، عبدالرحمن شهيداني وړاندې محور ته ويلي و، د قانون په اړه وضاحتونه په ٣٧ مقررو پورې تړل شوي، چې مقررې د ولسمشر او حتى د وزيرانو په ذوقي مداخلې تحريف کېداى شي. ده ويلي و، پکار ده، هره برخه په قانون کې توضيح شي.

په ولسي جرګه کې د طبيعي  زېرمو او چاپېريال ساتنې کمېسيون مرستيال ګل پاچا مجيدي وايي، د کانونو قانو د پخواني قانون تر څنګ نوې طرحې چې دوى ته ور استول شوې ٨٠ سلنه معقولې دي، چې دا به هم ومنل شي. دى وايي، په يادو طرحو د ولسي جرګې له لوري بحثونه شوي، هڅې دا دي، چې دغه طرحې تصويب او د عملي کېدو لپاره کانونو وزارت ته واستول شي.

ښاغلى مجيدي زياتوي، د حکومت له لوري له ولسي جرګې سره همکاري کمه ده: ((له ياد وزارت نه مو د هغه قراردادونو کاپيانې غوښتې، چې په دې برخه کې لاسليک شوي دي، خو وزارت وايي، د کانونو د ايستلو په برخه کې هېڅ نوى قرارداد ندى شوى او يوازې په پخوا کې د مس عينک کان قرارداد شوى دى.))

بلخوا د کانونو وزارت وياند رفيع صديقي وايي، په بېلابېلو برخو کې د يو شمېر کانونو قراردادونه شوي او ان د سپړنې چارې يې هم روانې دي. ښاغلى صديقي زياتوي، يو شمېر نور قراردادونه هم لاسليک ته چمتو دي، چې يوازې د قانون تر تصويب پورې ځنډول شوي دي.

هڅه مو وکړه، چې د افغان نېچرل رېسورس او وطن ګروپ کمپنيو مسوولينو نظرونه هم ولرو، خو له هڅو سره سره په نظر اخيستو ونه توانېدو.

One thought on “محور ورځپاڼه: دوه مشهورې کورنۍ پر افغان کانونو د انحصار هڅه کوي”
  1. دمحور ورڅپا ڼی نه په مننه څو مره ښه ویلی دی هر سړی تر خپل مطلب پوری یا رده واوره او طو پا نی ګا لی باد ورسره دخدای پر دغه رنګ خا ینا نو نا زل کړی تر څو به دغسی شخصی ګټی وی نه ما ړه شول او نه مړ یږی خدای دتر خا ورو لا ند ی کړی

ځواب ورکول سید الرحمن زیارمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *