د افغانستان او پاکستان مذاکرات یوې حساسې مرحلې ته داخل شوي دي، له دې کبله د پاکستاني لوړ پوړو نظامي چارواکو ګړندی راتګ د غور وړ ګڼل کېدای شي.

برېتانیا او چین پر پاکستان ځانګړی اغېز لري او په تازه شرایطو کې داسې ښکاري، چې دغه دواړه هېوادونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پېچلتیا ته راوړاندې شوي دي.

څارونکي وایي، له نظامیانو سره د خبرو پیل ښیي چې افغان حکومت اوس د خبرو حساس پړاو ته داخل شو، خو په عین وخت کې پوښتنه داه چې پاکستان څنګه په یوه وخت دوه کاره کوي: تاوده مذاکرات او مرګوني بریدونه؟

د پاکستاني پوځ په مشر راحیل شریف پسې سمدستي کابل ته د دغه هېواد د استخباراتي ادارې د نوي ټاکل شوي مشر رضوان اختر سفر د مذاکراتو په اړه نوي پرمختګونه ښیي. دا پرمختګونه د لندن او چین تر مداخلې وروسته جدي شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالغفور لېوال وایي، روانې خبرې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو د ثبات مسله ده او د افغانستان ثبات د پاکستان په مجبوریت اوښتی: ((له افغانستان سره مناسبات د سیمې هېوادونو لپاره په امیتاز بدل شوی. پاکستان غواړي پدې رقابت کې وروسته پاتې نشي او په افغانستان کې د سیاسي تحولاتو په پلمه په اړیکو کې هم د تحول پلوي دی.))

ښاغلی لېوال وایي، له دغو مناسباتو ګټه اخستل د افغانستان په سالم مدیریت پورې اړه لري، چې د افغان سولې په اړه له پاکستانه تر هر څه وړاندې جدي تضمین وغواړي او دوه اړخیزه اړیکي ورسره د همدغو تضمینونو په رڼا کې پرمخ یوسي.

د نوي افغان حکومت د کار له پیل راهیسې دا څلورم لوړ رتبه (درې نظامیان دي) پاکستانی چارواکی دی، چې کابل ته سفر کوي. د ښاغلي رضوان اختر سفر د راحیل شریف د هغه پیغام او وړاندیزونو په دوام کېږي، چې اسلام اباد ته د ولسمشر غني د سفر په اجنډا کې به پرې بحث کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی کبیر رنجبر وایي، له افغانستان سره د پاکستان د مذاکراتو نوی چینل په دوه دلیلونو پرانستل شوی: له افغانستان سره د پاکستان تړلي اقتصادي پرمختګونه او سیمه ییز ناروین، چې پاکستان پکې پخپله هم ځان په خطر کې ویني: ((د خبرو توده مرحله پیل شوې، د ولسمشر غني سفر هم د تضمینونو په دوام کې ترسره کېږي. خو په سیمه ییزو او نړیوالو فشارونو سربېره د پاکستان کورنی کړکېچ هم ددې لامل شوی، چې مذاکرات نوې مرحلې ته ننوزي.))

د حالاتو څارونکی میاګل وثیق هم پدې نظر دی چې مذاکرات تازه مرحلې ته داخل شوي او تر پخوا ځکه متفاوت دي، چې د ملکي حکومت پر ځای له نظاميانو سره ترسره کېږي: ((اقتصادي مناسبات دې خبرو ته لار پرانېزي، ځکه افغانستان له هند سره د چابهار بندر له لارې او له چین سره نوې اقتصادي اړیکي پرانستې. پاکستان له اقتصادي منزوي کېدو وېره لري، نو ځکه دوه اړخیزه خبرو ته حاضر شو.))

خو د خبرو له نويو پرمختګونو سره دا موضوع هم مهمه ده، چې ولې پاکستان په یوه وخت دوه کاره کوي: په افغانستان کې د مرګنیو بریدونو شدت او ګرمې خبرې اترې؟

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: د آی ایس ای وروستي بريدونه په مذاکراتو کې د لاسبري لپاره دي”
  1. پاکستان به دومره نادانه نه وی چه په دا وخت کښی هم دا قسم بریدونه وکړی. لری دی نه وی چه دا بریدونه د یو بل ملک له خوا تمویل او تر سره کیږی. دا امکان شته چه د افغانستان او پاکستان ښی اړیکی له نورو له پاره مشکلات پیدا کړی. د مثال په توګه که افغانستان ارامه شی نو نورو ګاونډیو هیوادونو له وزګاریږی چه خپل سرحدات او په کښی شتمنی کنترول کی. او که پاکستان آرامه شی نو هند او دوبی وغیره له ځان مضبوطه ولی شی. او هند نه غواړی چه پاکستان آرامه شی او وزګار شی چه خپل اقتصاد قوی کی.

  2. پاکستان غواړی له یوی خوا خپل زور مونږ ته را ښکاره کړی چی که زما په خوښه کار نه کوی نو زور او ورانی شته او که په رضا زما په خوښه کار کوی نو بیا غوړی او چربی وعدی شته خو وروسته به خپل کار کوی. رښتیا هم دشیطان بچیان د دغه هیواد په راس کی واقع دی.

ځواب ورکول JAMAL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *