د کابل خاتم النبين مدرسې چارواکي په لاریونونو کې له هغو ۳۰۰ کلیوالو تنکیو زده کوونکو استفاده کوي، چې له کليوالو سیمو د زده کړو لپاره د نوموړې مدرسې لیلیه کې شامل شوي دي. د دوی کورنیو اعتراض کړی، چې اولادونه یې د لیندۍ په ۱۶  د افغان کلمې پر ضد تحریک شوي وو.

په افغانستان کې سیاسي ډلې او ځينې نورې کړۍ هم تورنې دي، چې په لاریونونو کې له کارګرو او معيوبينو استفاده کوي، دوی ته پيسې ورکوي او خپل غږ درنوي.

د ليندۍ په ۱۶مه چې په کابل کې د افغان کليمې پر ضد لاريون وشو، د لاريون ډېری ګډونوال هغه تنکي ماشومان وو، چې د خاتم النبين مدرسې په ليليه کې دېره دي.

د دغو ماشومانو کورنیو اعتراض کړی، چې اولادونه یې د افغان کلمې پرضد تحریک شوي وو، خو دوی دغې مدرسې ته د زده کړو لپاره استولي دي.

يوه دولتي مقام محور ته ويلي: دوی موندلې چې د افغان کلمې ضد توطيه په محسني مدرسه او خاتم النبين حوزه کې جوړه شوې ده. دغې سرچينې ويلي، چې پلټنې روانې دي، څو ددې لاريونو تر  شاه پټ نور لاسونه هم پيدا کړي.

افغان ژورنالست ميرويس جواد محور ته وويل، په خاتم النبين مدرسه کې ليليه تنکي زلميان د باميان، ډايکندي، غور او نورو مرکزي ولايتونو اوسېدونکي دي، چې کورنيو يې زده ته را استولي، خو ددې مدرسې چارواکي ورڅخه په لاریونونو او نورو شخصي او ګوندي موضوعاتو کې ناوړه استفاده کوي :((په دغه ليليه کې شاوخوا ۳۰۰ تنکي زلميان دېره دي، چې درې ورځې وړاندې په لاريون کې له ښوونکو سره يو ځای را اېستل شوي وو او د افغان کلمې مخالفت يې کاوه. د لاريون تنظيموونکي خپلې عقدې او شخصي بدۍ پالي او ددې تنکيو ماشومانو له ارادو ناوړه ګټه پورته کوي، غواړي هغوی له همدې اوس نه کرکجن او افغان ضد و روزل شي.))

مدني حرکت او لاريونونه د هر افغان حق دی، خو دغه څه بايد پخپل ځای تر سره شي، نه داسې چې د خلکو حق تر پښو لاندې شي او د دغو حرکتونو د بدنامولو هڅې وشي.

مياشت وړاندې د  سولې ملي ګوند د لويې جرګې او حکومت په ملاتړ لاريون کړی وو، چې په لاريون کې يې معيوبين او کونډې مېرمنې د مرستو د وېش په نوم راټولې کړې وې.

خو لاريون له پيل سره په تاوتريخوالي واوښت او لاريون کوونکو ادعا کوله، چې دوی ته د لاريون تنظيموونکو له لوري ددې حرکت په اړه نه و ويل شوي، بلکې له دوی سره يوازې د مرستې ژمنه شوې وه. دوی ويل، ددې تر څنګ چې مرسته ور سره ونشوه د دوی له راټولېدو ناوړه ګټه استفاده وشوه او د شخصي اهدافو لپاره یې ستوني وچ شو.

په همدې مياشت کې د مدني ټولنو له لوري يو بل لاريون هم را بلل شوی وو، چې لاريون کوونکي يې د چوکونو له سره د ۳۰۰ افغانیو په بدل کې راوستل شوي وو.

د کريم الله په نوم يوه کارګر محور ته وويل، دوی د کوټې سنګي په چوک په دې تمه وو، چې له چا سره به د کار لپاره ولاړ شي. دی وايي، دوه  کسان راغلل او اعلان يې وکړ، چې تر يوې بجې پورې دې له دوی سره لاړ شي او د کار په پای کې به د دوی هر تن ته ۳۰۰ افغانۍ اجوره ورکړي :((له دې ځايه ۵۰ کسان لاړو، موږ په هېڅ نه وو خبر. د دهمزنګ له چوک سره کاغذ او بنرونه راکړل شول او شعارونه مو ورکول، نور په موضوع نه و خبر، خو يو شمېر کسانو له دې وېرې چې تصويرونه يې په تلويزيونونو خپاره نشي، لاريون پرېښود او په خپله مخه لاړل.))

د چارو شنونکي وايي، د طالبانو او دغو کسانو تر منځ کوم جوت توپير نشته، هغوی هم د ماشومانو او ولسي وګړو له پاکو ارادو ناوړه ګټه پورته کوي، دوی هم د خپلو ګوندي غوښتنو په خاطر فردي ازادي په پیسو تروړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسيون مشر حميدزی لالی وايي، په دې وروستيو کې په هېواد کې لاريونونو زور اخستی، داسې لاريونونه کېږي، چې يوازې د ولس د پاشلو په نيت وي.

د ښاغلي حمیدزي لالي په وینا په تېرو څو لاريونونو کې داسې خلک هم را غونډ شوي وو، چې په هېڅ نه پوهېدل او د لاريون د تنظيموونکو له نظرونو سره يې د نظر جوت توپير وو :((په وروستي لاريون کې راټول شوي کسان په دې نه پوهېدل، چې په کاغذونو او بنرونو ورته څه ليکل شوي او د څه لپاره دوی دغه ځای ته راوستل شوي دي. يوازې څو کسان دي، چې د ولس د وېشلو او د پرديو د ارمانونو پوره کولو لپاره کار کوي.))

هڅه مو وکړه په دې اړه د خاتم النبيين حوزې د مسوولينو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونتوانېدو.

12 thoughts on “محور ورځپاڼه: د افغان کلمې ضد توطيه د محسني په مدرسه کې جوړه شوې”
  1. دمالوماتو له مخی پدی مرکز کی سنی ضد اوافغانی ضد درسونه جاری دی اولادمخه اټکل شوی چی له سنی طالبانو وروسته چی ډیری ترخی ناخوالی یی هیواد په تیره بیا پښتنوته پریښودی دغه مرکز به په ټول قوت سره شیعه طالبان چی تردی طالبانوبه ډیر سخت زړی وی افغانی ټولنی ته وړاندی کړی دحیرانتیا خبره ده چی تراوسه څوک نه پوهیږی چی دغه ستر مرکز چی په لویه بودجه جوړشوی چی دایران مرسته ورسره نه وی آیا کولای شی پنخه ورځی هم دوام وکړی خودلته امنیتی کشفی ارګانونه بی خبره دی باید چی ډیر ژریی غم وخوړل شی که نه نو ددی مرکز ریشی بیا دهیوادلروبرته غزیږی چی مخه نیول یی بیا ناشونی کار دی

  2. له قانون سره سم هرڅوک کولای شی مظاهره وکړی او خپل نظریات بیان او دولت ته یی وړاندی کړی. اما د بیان آزادی او مظاهری هم باید د دولت او ولس عمومی منافع په نظر کی ونیسی او حتی د خلکو احساساتو او عقیدی ته هم څوک باید توهین ونکړی. د مظاهری ترتیب کونکی باید حد اقل یوه میاشت مخکی د کورنیو چارو اړوند اداری ته خبر ورکړی چی په کوم تاریخ، د څه مقصد لپاره سره راټولیږی او څومره کسان به احتمالا په مظاهره کی برخه واخلی . برخه وال به څوک وی، ترڅو د کورنیو چارو اړونده اداره پدی باب لازم ترتیبات ونیسی. د مظاهری په ورځ معین تعداد پولیس وګمارل شی اوهغو کسانو ته چی پدی مسیر کی په خپلو ورځنیو چارو بوخت وی ، کومه مالی یا ځانی خساره ونه رسیږی. د مظاهری ترتیب کونکی باید تعهد ورکړی چی چاته به تاوان نه رسوی او که احتمالا چاته ضرر رسیږی ، د مظاهری مسوولین باید ټوله خساره جمع د خساری معادل دولت ته جریمه هم ورکړی.
    په مظاهرو کی د ښوونځیو او مدرسول زده کوونکی په هیڅ ډول د برخه اخیستو حق نه لری ، ځکه دوی د عقل او سیاست د نه پوهیدو له امله نا بالغ دی او خپلی ، تنظیمی او ملی ګټی نشی درک کولی. په نورو هیوادونو کی زده کړه او تعلیم اجباری دی او تر اتلس کلنی پوری د هیوادټول اتباع باید له دی الهی نعمت نه ګټه واخلی. که څوک په انفرادی ډول هم ښوونځی ته نه ورځی هغوی مجبور دی د مور او پلار او یا د مربوطه ډاکتر تصدیق وروړی. تر څو ښوونځی ته د نه ورتلو علت یی معلوم شی.
    پاته شوه زمونږ د هیواد مظاهری : دا مظاهری نه بلکه ګډوډی او انارشی دی. تنظیم کوونکی یی باید تر جدی پوښتنی لاندی ونیول شی اوسخته سزا ورکړل شی.
    د محسنی مدرسه چی په ډیر افسوس سره یی د ګران پیغمبر نوم یعنی خاتم النبیین نوم ورباندی ایښی دی، له خپل نوم او هیواد او خلکو سره په جدی ټکر کی ده. څنګه کیدای شی چی دا معلوم الحاله ایرانی جاسوسی شبکه په افغانستان کی میشت وی او بیا د دغه هیواد پر ضد مظاهره تنظیم کړی. که دوی افغانان نه دی نو بیا دلته څه …. ورکوی. دوی باید دهیواد اساسی قانون ومنی. هغه اساسی قانون چی د دوی ناولی مرشد هم پکی ناست وو او په ترتیبولو کی یی برخه درلوده او له دی قانون سره دهیواد ټولو اتباوعو ته افغان ویل کیږی. څوک چی اساسی قانون نه منی هغه بیاد هیواد حیثیت ، عزت ، پرمختګ، دولتی اسرارو او د خپل ناموس پروا هم نه کوی. د هیواد د قوانینو د حراست او ساتنی اداری مکلفی دی داسی معلوم الحاله ، پردی پاله کسان تر مواخذی لاندی ونیسی.
    لویه څارنوالی د یوه خصوصی تلویزیون بندولو ته چی د هیواد ملی منافعو ساتندویه شبکه ده ، څومره ژر مثبت ځواب وایی اما د هغو شبکو د تړلو لپاره چی هیواد ، منافعو او د خلکو احساساتو ته هیڅ ژمنتیا نه لری. هره لحظه د خلکو د احساساتو او اسلامی او افغانی ضد کلتور خپرونی کوی بیا د بی تفاوتی په مرض معتاد وی.

  3. که مشر مو کرزی اصغر وی ، اختر به مو خامخا مازیګر وی!اوس نو دچا څخه ګیله وکړو پخبله کرزی دا زمینه دایرانیانو دپاره برابره کړیده او وار یی چی ایران ته لار پیسی هم تر لاسه نکړی او ایرانیانو هغه پخوانۍ پیسی لا هم د نورو نوکریو دپاره کافی بولی ! هغه دی چی اوس نو کرزی خان دایرانیانو نوکر صفته هر هغه کار چی ایرانیان دلته په افغانستان کی دافغان ملت ضد اجرا کوی څه نشی ویلای! دا تول دهغه نوکری ثبوتونه دی چی کرزی چپه خوله ایرانیانو ته ناست دی او دایرانیانو جاسوسان هر هغه څه چی وغواړی کوی یی! اول خدای مو دی دکرزی دشره خلاص کړی ! انشاء الله

  4. وایی چی یوه شپه د کوم چا کور ته یو غل ورغی او د دیوال په سوری کولو یی شروع وکړه. د کور څښتن چی را ویښ شو د دبام له سره یی په غله غږ وکړ چی دلته څه کوی ؟ غله ځواب ورکړ چی ډول وهم. د کور څښتن ورته وویل چی داڅنګه ډول دی چی غږ یی نه راځی؟ غله ورته وویل چی غږ به یی سبا واوری.
    کله چی سبا شوه غله نرغوندی د کلا دیوال سوری کړی وو او د کور د خاوند ټول ښه او قیمتی شیان یی تری وړی وو.د کور څښتن هغه وخت پوه شو چی ده څه کول.
    زمونږ شیخ ال….. هم اوس دا شیعه خانه راته جوړه کړی ده او کرزی ته وایی چی دوی تعلیم کوی. خو د دی جاسوس خانی غږ به یو دوه کاله وروسته واوری . هغه ورځ به راشی چی درته وایی به چی د اسلام د یورنګی لپاره باید چی ټول زمونږ په شان اودس وکړی او لاسونه د ځوړند او د ګران او محبوب پیغمبر پرځای د کوم لعنت الله نوم اخله او که نه نو بیا به ښه ورځ ونه وینی.

  5. د محسني مدرسه اصلا د خوشحال خان د لېسې د لیلیې پر ځمکه جوړه شوې ده او ما اورېدلي دي چې دا امر هم محسني ته کرزي ورکړی وه. د دې له پاره چې له دا خامو او خامچه ایراني آیت الله ګانو نه خلاص شو په کار دی چې ژر تر ژره دا څاروی د ده له همدا خامو څارویو سره یو ځای له دغه ځای نه ورک شي.

  6. محسنی خو څه پردی سړی نه دی، د کرزی تره دی ، چې افغان ضد توطیه ونکړي څه فکر کوئ ایران ضد کار وکړي

  7. نه تر څو چی کرزی وی همدا لوبه به همداسی روانه وی. کرزی چی د مور له خوا دهمدغو محسنیانو خوریی دی ، هیڅکله به هم خپل ماما ګان خفه نه کړی.
    که څوک د اسلام مقدس دین نه بلی خواته اوړی نو دلعنت …. په مدرسه کی دی ځان شامل کړی. کله چی د وحدت حزب او شورای نظار ترمنځ جګړه روانه وه د محسنی حرکت د شورای نظار خوا نیولی وه او دخپلو هم مذهبو او قومیانو پرضد یی جګړه کوله. د کابل ښار دلویدځو برخو چور او چپاول کی د محسنی چرکیانو ترټولو ډیره ونډه درلودله. قمبر لنګ چی اصلا قمبرعلی نومیده او د پخوانیو رژیمونو کی د اوبو اوبرښنا وزارت کی د آشپز اوپه ضمن کی د سپاه انقلاب قوماندان وو د محسنی له راتګ سره یی د سکات غونډۍ ونیولی او بیا یی همدی محسنیانو ته ورکړی او دی تر مرګه د محسنی قوماندان پاته شو، قوماندان زمان چی د دارالامان د علیمردان کلا له ګډیانو نه وو او یو مشهور چرسی ، قیمار باز او غل وو د محسنی بل قوماندان وو چی د د مالی او اداری تخنیکم په انستیتوت کی یی پوسته درلودله او د دارلامان قصر ، د دفاع وزارت د ریاستونو ، د ابواوبرښنا وزارت د امنیت پنځم ریاست او شاوخوا نوری دولتی موسسی او د خلکو کورونه ده او ملګرو یی چور کړل اوپه سلګونو بیګناه هیواد وال یی شهیدان او نور یی مهاجرت ته مجبور کړل ، د شیخ الش….. محسنی بل قوماندان و. همداسی نور مخ توری ، غله ، چپاول ګران ټول د محسنی منافقین او قاتلین قوماندانان او غړی ول. دی هیڅ د جهاد دعوه نشی کولای. ده په هره دوره کی په دولت کی برخه درلوده او د ټولو ورانیو مسوول او شریک دی.
    کله چی د ده یو قوماندان د مشتاق په نوم خپله کوچنی معصومه خور ورته پریښودله او دی د جنګ جبهی ته لاړ دیو دوه کالو راتګ نه وروسته یی د خپلی خور پوښتنه تری وکړه . ده ورته وویل چی خور دهغه ده او که غواړی درسره بو یی ځه. د خور په غیږ کی یی کوچنی ماشوم ولید چی دا د چادی ، خور یی وویل چی دا زما او د شیخ آصف محسنی بچی دی . قومندان له محسنی وپوښتل چی دا ولی. محسنی ورته وویل چی ما خو صیغه ورسره وکړه چی اوسیدل یی دلته روا وی . نو اوس چی د بچی خاونده شوه زما ګناه خو نشته. داسی نوری ډیر ناخوالی د کرزی ماما یعنی حاجی آغا کړی دی.

  8. که امریکایان موجودیت ولری دغه مدرسه به نوره هم ترقی وکړی، اوکه امریکایانو پښی سپکی کړی نوپه یاد ولری دغه مدرسه یا دایران دپټو استخباراتو کور به دتل لپاره رخصت وی، اوس چه دوی هرڅه کوی هغه کولی شی، ددي خلکونوی تقاضا داده چه امریکایان دي زمونږ په بامیان کی هم نظامی هډه جوړه کړی

  9. ترټولو زیات مضر او خاین شیخ الشیاطین دی. د افغانستان په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره د شیعه اوسنی خبره همده را پورته کړه او په اساسی قانون کی یی ځای ورکړ. د صیغه قانون چی د هغی په اساس یو نارینه حق لری په اونۍ کی څلور ځلی له خپلی ماینی سره يوځای شی د هغه قانون یوه برخه ده چی محسنی ته له مشهده راغلی وه او ده تصویب کړه. خدای خبر چی نور به څومره شنیع او ملی ضد دستورات له قم او نجف نه ده را وړی وی.

  10. بس نو د امریکا او ایران ګډ چلونه او فریبونه دي. تمدن ټلویزیون، د محسني مدرسه، آغاخان، راه فردا، نورین، نور ټلویزیونونو ته هیڅ هم نه ویل کیږي، خو ژوندون ته هسې بانې او پلمې لټوي. لکه څرنګه چې جوته او څرګنده ده، امریکا + ټول غرب+ ایران+ پاکستان او + زموږ داخلې پردې پال او د فعلې حکومت ډېری چارواکې پښتانه د سر پورته کولو ته نه پريږدي.
    مبارزه پکار ده. مبارزه پکار ده! او له دې فشار سره اوږده مبارزه پکار ده.

  11. د حسن ورور په ارتباط ماته هغه رښتینی ټوکه را په یاد شوه چی د حاجی اغا محسنی په باب واقع شویده:
    کله چی د محسنی پورتنی زوی پیدا شو نو د قوماندانانو او خلکو ترمنځ آوازه خپره شوه چی پدی سن او سال کی محسنی د زوی څښتن کیدل یوه معجزه ده خو بیا هم ډلی ډلی خلک محسنی ته ورتلل او د زوی مبارکی به یی ورته ویلی چی حاجی آغا پسر بچه تبریک، یو څو واری خویی ځواب ورکړ چی دست تان درد نه کنه . پایت درد نه کنه ، غم اولادهایت نه بینی. خو آخر بی حوصیلی شو او حقیقت یی وویلی چی بچه ها کار کار ما نی یه ، کار کار بادی ګاردهایه به اونو ها تبریک بګین . مه چه کاره ام.

ځواب ورکول Rahmani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *