د کورنیو چارو وزارت

په کابل ښار کې د ۱۶ امنيتي حوزو، ۱۱ ماموريتونو او کنډکونو امرين او قومندانان له دندو ګوښه او په ځای يې نوي کسان وګومارل شول.

د ولسي جرګې يوشمېر غړي وايي، ډېری پوليس چارواکي د روابطو پر بنسټ ټاکل شوي وو، چا توان نلرلو، چې له دندې يې لرې کړي او له امله يې په هېواد کې د جرمونو ګراف لوړ شوی و.

د کابل امنيه قومنداني وايي، په تېرو دوو مياشتو کې يې په کابل کې د لسو بانډونو په ګډون ۲۰۰ کسان د غلاوو، انسان تښتوونو، قاچاق، وژنو او نورو جرمونو په تړاو نيولي دي.

د ولسي جرګې يوشمېر غړي وايي، په پخوا کې حوزې، قومندانۍ، ماموريتونه او ان پوستې د ځينو ډلو او افرادو ترمنځ وېشل شوې وې او همدا لامل و، چې ډېری وخت به په ځينو جرمي او امنيتي پېښو کې د امنيتي مسوولينو لاس ليدل کېده.

د ولسي جرګې د داخلي امنيت کميسيون مشر محمد نعیم لالی حمیدزی وايي، د يوشمېر ولايتونو ترڅنګ کابل د خانۍ اصلي مرکز وو، چې د ډېرو امنيتي مسوولينو دندې پکې تضمين شوې وې: ((ډېریو ځايونو کې مسلکي کسان نه وو، دوی د روابطو پر بنسټ ګومارل شوي وو او يا به يې هم د خپلو دندو پر سر کلنګ ورکولو، نو چا نشوای کولای، چې دغه افراد له دندو لرې او يا هم تبديل کړي.))

د ولسي جرګې غړي وايي، دا ډول بدلونونه بايد د ټول هېواد په کچه راوستل شي، ځکه چې ورته جدي اړتيا ده.

د ولسي جرګې د کورني امنيت کميسيون غړی صالح محمد صالح وايي، پکار ده، چې د کورنيو چارو وزارت په حوزو کې نور ژور بدلونونه د استخباراتو او کشف په برو کې راولي، ترڅو وکولای شي، په ښه ډول سره پېښې مهار کړي او مخه يې ونيسي.

دی وايي، که وړ او مسلکي کسان په کار وګومارل شي، چې تر خپلې ډلې د هېوادوالو ګټو ته ژمن وي او بې پرې و اوسيږي، له شک پرته چې پوليس په خپلو دندو کې بريالي کېدای شي او د جرمونو ګراف راټيټولای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل امنيه قومنداني وايي، د کابل ښار په ۲۷ امنيتي حوزو، ماموريتونو او کنډکونو کې يې د امرينو او قومندانانو په کچه بدلونونه را وستلي دي: ((

په کابل کې د ۱۶ امنيتي حوزو لپاره امرين: د لومړۍ حوزې امر سمونمل گل رحیم، د دويمې حوزې لپاره، سمونوال حسیب الله، د درېمې حوزې لپاره سمونوال سید زمان الدین، د څلورمې حوزې لپاره سمونمل سید عبدالروف، د پنځمې حوزې لپاره سمونوال جمعه گل، د شپږمې حوزې لپاره سمونوال اسدالله، د اومې حوزې امر سمونمل څاروان، د اتمې حوزې امر، سمونوال اختر محمد، د نهمې حوزې لپاره، سمونوال عبدالروف، د لسمې حوزې امر، مل پاسوال محمود، د يولسمې حوزې لپاره، سمونوال عصمت الله، دوولسمې حوزې لپاره، سمونوال دولت شاه د ديارلسمې حوزې امر سمونمل سید ظاهر شاه، د پنځلسمې حوزې امر سمونوال فیض الرحمن، د شپاړلسمې حوزې لپاره سمونیار نور آقا ټاکل شوي دي.))

د کابل امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزی وايي، بدلونونه د کورنيو چارو وزارت يو اصل دی او دا د کابل ښار د امنيتي وضعيت د ښه والي په هدف تر سره شوي دي.

ښاغلی ستانکز زياتوي، نوې ګومارنې د مسلک پربنسټ شوي او د کابل ښار د حوزو په امرينو کې هېڅ تکراري څېره نشته.

په ورته وخت کې د کابل امنيه قومنداني ردوي، چې پوليس دې په ځينو پېښو کې ښکېل وي. ښاغلی ستانکز وايي، که د کوم پوليس چارواکي په تړاو شواهد وړاندې شي، نو له شک پرته چې هغه به مجازات کېږي. دی وايي، په وروستيو دوو مياشتو کې په کابل ښار کې د جنايي پېښو ګراف خورا راټيټ شوی دی: ((په تېرو دوو مياشتو کې د لسو بانډونو په ګډون څه باندې ۲۰۰ کسان د غلاوو، انسان تښتونو، وژنو او نورو ورانکارو کړنو په تور نيول شوي دي.))

دی وايي، ددې لپاره چې د کابل ښار په امنيتي وضعيت کې نور بدلون هم راشي، نو ځکه يې په لوړه کچه بدلونونه راوستلي دي.

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: د امنیتي نظام د اصلاح لپاره لومړنی مهم ګام”
  1. ګرانو لوستونکو!
    سلامونه او نېکې هیلې په ټول اخلاص او مینه درته ډالۍ کوم.
    دا یو ډېر ښه کار وشو چې لږ تر لږه هغه بد او فاسد کسان له امنیتي سیستم څخه وایستل شي چې دخطرناکو فاسدو اعمالو په ترسره کولو کې پرې شک او بد ګومان کېده، مګر اوس هم کافي نده چې یوازې کسان بدل شي باید دغه اصلاحات تر ښکتنیو کسانو پورې هم دوام وکړي او اصلاحاتو وروسته بیا باید د اصلاحاتو او وظایفو مکمل څار او پلټنه ترسره شي چې هیڅ عمل د قانون له احکامو پرته سره نشي او پولیس وکولای شي د مجرمینو او خلاف کوونکو ښه مخه ونیسي او هیڅکله ددې فرصت او یا فکر ورته پیدا نشي چې د فساد په کولو سره د جرم مخه خلاصه پریږدي.
    ياالله ! ته مو په هېواد کې ښو او مسلکي کسانو ته چارې وروسپاره…

  2. دير شه او كاري تصميم دي به دي شرط جه مسلك أوكاري اجرات دنوو تأكل شوو منصوبينو به نظر كي نيول شوي وي .

  3. دا دمثبت بدلون ډیر ښه مثال دی خو
    په یوه خبره زه انتقاد لرم چه د ۱۷ (اولسمی حوزی ) آمر چه حاجی ایاث ده او هغه د امان الله ګذر خاص کس ده په ده یی څنګه زور نده رسیدلی؟؟؟ او که دپاکوالی خبره وی نو پاک سړی هم نده ځکه د هستوګنی نمرو ویشل یی اوس هم د کوتل د غرونو په سر او نورو ځایونو کی ښه په درز کی روان دی
    نو ځما هیله د کورنیو چارو د وزیر څخه داده چه د هغه په هکله هم ژر تر ژره پریکړه وکړی

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *