شنونکي وايي، د دواړو کانديدانو ترمنځ د واکونو تساوي، د ملي وحدت حکومت دوام له ګواښ سره مخامخ کوي.

د امضا شوي توافق له مخې په ډېری دولتي چارو کې د صلاحيتونو دقيق وضاحت نشته او ښايي اجرائيوي رييس هم د تصميم نيونکي په ډول مداخله وکړي.

ډېری سياسي کړۍ وايي، کرزی هم د ټاکنو په ټوله پروسه کې دخيل و او د انتخاباتو د کمزورې نتيجې لپاره يې ځينې کارونه کړي، چې په دې سره يې غوښتل، امريکا ته د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتي لانجې بدل وروګرځوي.

شنونکي وايي، په راتلونکي حکومت کې د دواړو کانديدانو ترمنځ د مساوي واک وېش به د جنجال بنسټ وي او دا به د ملي وحدت حکومت دوام له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د لاسلیک شوي توافق په اساس په ډېری دولتي چارو کې د صلاحيتونو دقيق وضاحت نشته او د مقرریو او تصامیمو په نیولو کې به اجرائیوي رییس تل ولسمشر ته سرخوږی وي.

د امريکا سفارت يوه سرچينه وايي، کله چې اشرف غني احمدزي د لومړي ځل لپاره له اجرائيوي رياست سره مخالفت وکړ او دا يې د قانون خلاف عمل وباله، د امريکا سفير جېمز کنګهمورته وويل: ((د قانون خلاف لومړی ګام دې خپله پورته کړ، تا د ضياء مسعود لپاره کوم ډول اجرائيوي رياست رامنځته کړی دی؟))

سره له دې چې په نوي جوړ جاړي کې اشرف غني احمدزی تاواني اړخ دی او ډېری پلويان يې روان وضعيت تحميلي ګڼي، خو سياسي شنونکي وايي، چې اشرف غني احمدزي په لومړيو کې تېروتنې وکړې، له قيد و شرط او ليکلي تضمينه پرته يې د ټولو رايو تفتيش ومانه، د انتخاباتو له ځنډولو سره يې موافقه وکړه او خپل مرستيالان يې پرېنښودل، چې له خپلو نفوذي حوزو څخه د انتخاباتو په کشاله کې راګډ شي.

د عبدالله عبدالله او جهادي مشرانو له خوا اشرف غني احمدزي ته د تناسري او لويديځ پلوي پښتانه په سترګه وکتل شول، چې په يوازې ځان د شمالي ټلوالې د محوه کولو هڅې کوي.

ډېری سياسي کړۍ وايي، کرزی هم د انتخاباتو په ټوله پروسه کې دخيل و او د انتخاباتو د کمزورې نتيجې لپاره يې ځينې کارونه کړي دي.

د دوی په باور په اصل کې کرزي غوښتل چې په وروستيو ټاکنو امريکا ته د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتي لانجې بدل ور وګرځوي، چې کمزوری حکومت د کرزي د بيا او بېړني را ګرځېدو نسبي امکان هم دی.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: د انتخاباتو په بحراني کېدو کې د کرزي او امریکا سفارت لاسونه”
  1. زماپه اند دملی یوالی حکومت هیس بریا به لاسته را نه وری ذکه چی واک ویشل شوی

ځواب ورکول Mohammad Omar shirzad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *