د ماین پاکۍ یوې افغانې موسسې MDC  کارکوونکي ادعا کوي، چې دوی د کار د پیل لپاره کابل ته رابلل شوي و او بیا په لویه جرګې خیمه کې د استاد سیاف ملاتړ لپاره معامله شوي دي.

دوی هغه ۱۲۰۰ کسان دي، چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د بودجې د نشتوالي له کبله یې دندې ځنډېدلې دي. دوی د کار د پیل په پلمه راغوښتل شوي‌ و، په قرغه کې میلمستیا ورکړل شوې او بیا د لویې جرګې خیمې ته په کاسټر موټرونو کې لېږدول شوي، چې په خبره یې دا هر څه د دوی د خوښې خلاف و.

دغه کسان چې د تخار، هرات، خوست او سمنګان په شمول له ګڼو ولایتونو څخه رابلل شوي و، د هر یوه یې ۳۰۰۰ افغانۍ لګښت شوی او د MDC  موسسې افغان مشر شهاب حکيمي ملامتوي، چې د دوی پرسر یې د ولسمشرۍ له یو کاندید سره معامله کړې.

د پنجشنبې په ورځ د لویې جرګې خیمه کې د استاد سیاف د ملاتړ لپاره لویه غونډه جوړه شوې وه، چې د ترکیب له لحاظه یې د ټول افغانستان استازیتوب کاوه، خو اوس داسې معلومات رسوا شوي، چې په دې پلان کې د ماین پاکۍ د یوې افغاني موسسې مشر شهاب حکيمي ښکېل و.

د غونډې ګډون کوونکو محور ته ویلي، چې دوی د کار د پیل په پلمه مرکز ته رابلل شوي و، خو دلته هر څه پر بله خوا روان و. د تخار ولایت اوسېدونکی سید زمان وايي: ((موږ د خپلې بې کارۍ له غمه مرکز ته په منډه راغلو خبر نه و، چې خپل دفتر په چا خرڅ کړي يو.))

MDC موسسه له دوه لسیزو زیات مهال په افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې کار کوي، چې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ له څانګې او ځينو نورو هېوادونو څخه هر کال په سلګونو میلیون ډالره بودجه ترلاسه کوي. دغه موسسه او کارکوونکي یې حق نلري، چې په سیاسي چارو کې دخیل شي او یا خپلو کارکوونکو څخه په تبليغاتي یا ګوندي فعالیتونو کې استفاده وکړي.

د MDC موسسې د ۱۲۰۰ کارکوونکو دندې درې میاشتې وړاندې له دې کبله وځنډېدې، چې د امنيتي تړون پر سر د افغان دولت او امریکا ترمنځ بحثونه بې نتیجې شول او موسسې خپله کلنۍ بودجه پخپل وخت ترلاسه نکړای شوه.

د استاد سیاف په ملاتړ غونډې ته رابلل شوي ډیری معترضین وايي، چې له لرې، لرې ولایتونو څخه پخپل لګښت کابل ته راغلي، دلته په هوټلونو کې پاتې شوي او حتی د یو څاښت ډوډۍ امکانات یې ندرلودل.

دوی ادعا کوي، چې د MDC  موسسې مشر شهاب حکيمي دوی اول قرغې ته یو مجلل محل ته راوبلل، هلته یې ډوډۍ ورکړه او بیا یې په کاسټرونو کې لویې جرګې خیمې ته انتقال کړل، خو د کمپاین خبره یې هله واورېده چې په خیمه کې ښاغلي حکيمي د ګډونوالو په استازیتوب له استاد سیاف خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

په ناخبرۍ د ځينو مشرانو یا د شخصي یا نادولتي موسسو د مشرانو له خوا د خلکو له تجمع څخه د ځينو کاندیدانو په ګټه استفاده، له یوې خوا په جدي ډول د ټاکنو له قانون او اساسي قانون څخه سرغړونې دي، له بل لوري د راتلونکو ټاکنو او ولسي‌ حمایت غلط تصوير وړاندې کوي، چې ټاکنې بحران ته ټېل وهي.

که څه هم د شکایتونو کمېسیون د ټاکنوله شرایطو د تخلف په هکله د سختو اقداماتو ګواښ کوي، خو په سیاسي صحنه کې ډېرې داسې بېلګې شته، چې د MDC موسسې د مشرتابه کړنه پکې وړوکې بېلګه یاديږي.

4 thoughts on “محور ورځپاڼه: د ایم ډي سي موسسې خپل کارکوونکي په یوه نوماند پلورلي دي”
  1. ياره دا راته د فاروق وردك تليغ شكاري هسي دروغ اوس فاروق وردك د زلمي لفاره سياف تيروي نو زكه تبليغ كوي

  2. ښاغلیو!

    دبدعملو څخه دښوطمه کول ښه کارندی. سياف اوداسې نورو يې افغانانوته څه ښېګنه رسولې چې اوس هم سم کارکړی وای.
    هغه تېره ورځ يې زلمي رسول ښځې دښځودورځې په پلمه دغې خيمې ته راوستې وې اوډنډوره وهله چې دنوموړي دملاتړ لپاره راغلې وې.

  3. Shohab hakimi is spy of pakistan and he is very very corrupted person. he is also involve in many other criminal cases.

ځواب ورکول وحيدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *