د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغانستان ترافيک پوليسو ٧٣٠ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي، دغه عوايد په ١٣٩١ کال کې يو ميليارد ٨٢٩ ميليونه افغانۍ وو.
د ترافيک عوايدو ستره برخه د افغانستان له پېنځو لويو ولايتونونه او ښارونو راټولېږي، ښارواليو او مستوفيتونو ته تحويلوي، خو له دومره عوايدو سره سره بيا هم په لويو ښارونو کې ٦٠ سلنه سړکونه کنډو کپر دي او هېڅ ډول پام ورته نه کېږي.
د ترافيکو رياست مسوولين وايي، سږ په دغو عوايدو کې د تېر په پرتله دوه برابره کموالى راغلى، چې لوى لامل يې هېواد ته د ټيټ ماډل موټرو پر وارداتو بنديز بلل کېږي.
په افغانستان د ترافيکو رياست مسوولين وايي، پېنځه لوى ولايتونه او ښارونه کابل، هرات، مزارشريف، کندهار، جلال اباد، د ترافيکي مالياتو، محصولاتو او جرايمو له اړخه ډېر عوايد لري.
کابل د موټرو ګڼې ګوڼې له مخې لومړنى ولايت او ښار په ګوته کېږي، چې د نورو ټولو ولايتونو ٥٠ سلنه جوړوي او د ترافيکو رياست د مسوولينو په وينا د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې د کابل ښار د ترافيک عوايد ٣٨٥ ميليونه افغانۍ شوي دي او يوازې د سرغړونو له لارې هره ورځ له ٣٠٠ زرو نه تر ٥٠٠ زرو افغانيو پورې جريمې راټولوي.
د ورکړل شويو راپورونو له مخې په تېرو اتو مياشتو کې د هرات ولايت د ترافيکو عوايد ٩٦ ميليونه افغانۍ شوي دي.
د افغانستان د ترافيکو رياست د پلان مدير سمونوال عبدالقادر محور ته وويل، په ١٣٩١ لمريز کال کې د ټول افغانستان د ترافيکو عوايد يو ميليارد او ٨٢٩ ميليونه افغانۍ شوي دي. ښاغلى عبدالقادر زياتوي، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ټول هېواد عوايد ٧٣٠ ميليونه افغانۍ شوي، خو د تېر په پرتله پکې کموالى راغلى دى.
دى وايي، د ترافيکو د سږني دريو مياشتو عوايد د تېرکال له يوې مياشتې سره برابر دي او لامل يې دا دى، چې افغانستان ته د ټيټ ماډل موټرو پر وارداتو بنديز لګول شوى او وارېدېدونکو موټرو ماډل بايد له لس کالو ټيټ نه وي.
افغان حکومت دوه کاله دمخه وپتيله چې ګیڼ لاس اشترنګ موټرو ته د پېنځوکلونو لپاره په افغانستان کې د ګرځېدو جوازونه ورکړي، چې د ترافيکو رياست ٦٧ زره موټرو ته پنځه کلن جوازونه ورکړل، خو د ترافيکو رياست وايي؛ تر ټاکل شوې مودې وروسته به دغه موټرو ته په افغانستان کې نور د ګرځېدو اجازه ورنه کړي.
دغو موټر تر ډېره په کندهار، هلمند، زابل، فراه روزګان، جلال اباد، تخار او کندوز کې دي، چې يو شمېر يې کابل ته هم راوړل شوي دي.
د ترافيکو رياست د مسوولينو په خبره، راټول شوي عوايد ښارواليو او مستوفيتونو ته انتقالېږي، خو له دومره عوايدو سره سره لاهم په لويو ښارونو کې سړکونه کنډو کپر دي او ان ددې امکان نه وي، چې موټر پرې تګ راتګ وکړي.
د ترافيکو رياست مسوولين وايي، دومره بودجه نلري، چې د ښارونو په مختلفو برخو کې خپلو پوليسو ته د ناستي او چک غرفې جوړې کړي، خو کلني تحوليوونکي عوايد يې د ډېرو ادارو په پرتله لوړ وي. دوى وايي، همدا اوس ٤٠ سلنه ترافيک په واټونو او چک ځايونو کې غرفې او د چک پوستې نه لري.
د اقتصاد د برخې شنونکي وايي، د افغانستان د ترافيکو عوايد تر دې دوه برابره لوړ دي. دوى وايي، په هېواد کې په دغو عوايدو کې شفافيت نشته او که چېرې په سمه او روښانه توګه راټول او افغان حکومت ته وسپارل شي، نو د بودجې ستره برخه تشکيلولاى شي. دوى وايي، په دې برخه کې شفافيت نشته او ډېرې پيسې شخصي جيبونو ته ځي، چې بايد مخه يې ونيول شي.
که د ترافیکو ریاست عواید مستقیما د د دوی مخصوص حساب ته انتقال شی او د لوی ریاست په راس کی صادق او وفاداره خلک ځای پرځای شی قکر کوم دوی به خپل کار نور هم صادقانه مخی ته بوځی. له همدی بودیجی به دوی د لارو لوحی ، مخصوصی ترافیکی اشاری او سپین خطونه رسم ، ترافیکی اشاری او د څلور لارو یا نورو متقاطعو ترافیکی نقطو او پولیسو ته د باران او لمر یا واوری نه د حفاظت لپاره غرفی ، ترافیکی کمری او نور وسایل واخیستل شی . خو دا جریمی باید نقدی او مستقیم ډول له مجرمینو وانه خیستل شی بلکه دوی ته صرف تعرفه ورکړی او یا د نمبر پلیت د ثبت په حساب د دریور آدرس ته جریمه ولیږل شی چی دوی مجبورشی تر معینی نیټی خپل جرایم تحویل کړی او که هغه تحویل نه کړی نوره اضافی جریمه هم ورباندی زیاته شی. په دی کار سره به د ترافیکو حیثیت اعاده ، د مجرمینو تعداد به کم او د دولت عواید به شفاف شی. بریال