شنونکي وايي، د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د واک د ۵۰ سلنې وېش پر سر اختلافات ژور دي او دواړه ډلې په موازي ډول چارې پر مخ وړي.

د اجرايه رييس ډله د دې ترڅنګ چې په کابينه کې يې ۵۰ سلنه ونډه تر لاسه کړې، د مشرانو جرګې په انتصابي غړو او ټيټو پوستونو کې هم خپله پنځوس سلنه ونډه تضمينول غواړي.

په داسې يوه حکومت کې چې وزيران، له دوو لوريو په جلا ډول اجباراً معرفي کېږي، يو لازمي خطر يې دا دی، چې د اجرايه رييس له خوا معرفي شوي، وزيران يوازې ځان اجرايه رييس ته په ځواب ويلو مکلف بولي او د ولسمشر له خوا معرفي شوي وزيران به ولسمشر ته ژمن وي.

شنونکي په حکومت کې د دوو ډلو ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله ترمنځ د واک د ۵۰ سلنې وېش پر سر اختلافات ژور ګڼي او وايي، اوس مهال په افغانستان کې دوه موازي حکومتونو اومورات پر مخ بيايي.

د چارو شنونکي وايي، له کابينې سره دا ډول برخورد حکومت ته جدي زيان اړوي، ځکه چې افغان چارواکو ويل، ډېری پوستونه به ازاد رقابت ته وړاندې کړي او يو وخت دا وزارتونه دوولس وو، خو په سياسي پوستونو درې نور هم د کابينې سياسي جوړ جاړي ته ور لېږدول شوي دي، چې پوهنه، لوړو زده کړو او فوايد عامې وزارتونه دي.

په وروستيو کې د ولسمشر غني دې خبرې چې د اشخاصو تبديلۍ دومره ګټورې نه دي، لکه برنامې چې اهميت لري، خلک وېرولي دي، چې دا د جوړ جاړي لپاره او په خپلو کمپايني شعارونو د پښېماڼۍ يو ډول دی.

د چارو شنونکي وايي، په داسې يوه حکومت کې چې وزيران، له دوو لوريو په جلا ډول اجباراً معرفي کېږي، يو لازمي خطر يې دا دی، چې د اجرايه رييس له خوا معرفي شوي، وزيران يوازې ځان اجرايه رييس ته په ځواب ويلو مکلف بولي او د ولسمشر له خوا معرفي شوي وزيران به ولسمشر ته.

هغه وزيران چې تر دې مهاله يې نومونه د رسنيو لاس ته ورغلي، يو يې هم د انتخاباتو د دواړو مخکښو کانديدانو د شعارونو په متن کې ژمنه شويو کرېکټرونو ته نه ورته کېږي. د بېلګې په توګه سيد حامد ګيلاني، حضرت صاحب زوی، ناطقي، فيض الله ذکي د يادولو وړ دي.

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې يو شمېر پوځي ډلو په جبر سره قدرت د امتياز په ډول غوښت، نه د مشروعيت او مسلک پر بنياد.

دی وايي، اوس مهال هم دا وېره رامنځته شوې، چې موجود حکومت هم له داسې څه سره مخ نشي: (( دا ډېره جدي ده، چې ګويا تېره لوبه يوځل بيا تکرار نشي، د اغېزمنو پوځي ډلو او يا هم د هغو زورواکو ترمنځ چې په کمپاينونو کې يې منډې ترړې کړې، خامخا ناشايسته افراد کابينې ته وړاندې کېږي. دا ډول افراد به نه يوازې په کابينه کې بدلون رانولي، بلکې حالت هم خرابولای شي.))

سرچينې وايي، حکومت په تېره بيا د همګرايۍ ټيم د داسې زورورو په پنجو کې را ګېر دی، چې هغوی ترې په زور څوکۍ غواړي. سرچينه زياتوي، دا ډول افراد او ډلې يوځل بيا خپلو پخوانيو انحصاري منافعو د راټينګولو به هڅه کې دي.

که حکومت ته داسې اشخاص راشي، چې ځان تر قانون اوچت و ګڼي، نو افغانستان تېرو ۱۳ کلونو ته ورستنېدونکی دی، مګر که قانون او ګټو ته ژمن کسان راشي، شايسته سالاري په پام کې ونيول شي، هغه که له هرې ډلې وي، ممکن تر يوه بريده مثبت بدلون راوستلای شي.

د چارو شنونکی فاروق مېړنی وايي، له سره ټاکنې په لانج ولاړې وې او اوس هم دواړه ډلې په دې هڅه کې دي، چې خپل زور وساتي.

دی وايي، د اجرايه رييس ډله ددې ترڅنګ چې په وزارتونو کې۵۰ سلنه ونډه غواړي، د مشرانو جرګې په انتصابي غړو او ان ټيټو پوستونو کې هم خپله پنځوس سلنه ونډه غواړي.

د چارو شنونکي په دې باور دی، چې په دغه لانجه کې نړيوال هم لوی لاس لري او هڅه کوي، معامله د ټاکنو په څېر بحراني کړي او د حکومت هغه کم مشروعيت هم تر پوښتنې لاندې راولي.

One thought on “محور ورځپاڼه: د حكومت پر سر ژورو اختلافاتو ولس ډارولى دى”
  1. داخو شكر به خير خلاص شو اوس به انتظار كأزو جه زمونز شخي او اولادونه كم يوته به غلامي رسيزي بل داجه نه بوهيرم دافغانستان جغرافيه به به ا تكلي توكه سره تقسيم وى اوكه به جربب سره٥. ددوي لويه اشتباه داده جه دمالي وزارت بايد دوه وزارته وي خكه حكومت داري كي دماليه تولو نه ضرورت دي نو ملت به ماليه جاته تحويله وي يا شايد ديو كال به خاي كال كي دوه واري ماليه تحويل شي .جاره نشته خكه دوه زمام داران او دوه حكومته دا إيجابوي.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *