له پاکستان څخه په تېرو ۴۲ ورځو کې د غزني د ناوې ولسوالۍ له لارې روزګان ته شاوخوا۱۵۰۰ بهرنۍ جنګيالۍ کورنۍ اوښتې دي.

همدا اوس د غزني په ناوه، د پکتيکا په ډيله او د زابل په نوبهار ولسواليو کې چې درې واړه سره تړلې دي، ۶۰۰ بهرنۍ جنګيالۍ کورنۍ دېره دي. دوی په ازادانه ډول خپل جنګي تمرينونه تر سره کوي او سيمې ته يې د عامو خلکو په ورتګ بنديز لګولی دی.

په غزني کې د محلي پوليسو مسوولين وايي، د ياد ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې بيا ځايي طالبانو خپل سپين بيرغ په ځای تور بيرغ درولی او ولسوالۍ ته غځېدلې ټولې لارې يې تړلې دي.

له تېرو ۴۲ ورځو راپدېخوا د غزني د ناوې ولسوالۍ له لارې روزګان ولايت ته د بهرنيو اورپکو جوپې روانې دي. له دغو اورپکو سره يې مېرمنې او ماشومان هم شته. دوی له پاکستان څخه راځي او ځايي خلک وايي، چې ياد جنګيالي له ځانونو سره ژباړن ګرځوي.

معلومات په ډاګه کوي، چې په تېرو ۴۲ ورځو کې ۱۵۰۰ کورنۍ يوازې ارزګان ته اوښتې او تر ۶۰۰ پورې بيا د غزني په ناوه، د پکتيکا په ډيله او د زابل په نوبهار کې دېره دي. د دوی د موټرو کاروانونه ګرځي، خو د مخنيوي لپاره يې هېڅ ګام نه دی پورته شوی.

ځايي خلک وايي، دغه وسله والې کورنۍ چاته ايجازه نه ورکوي، چې د دوی ترننګ ځايونو او مرکزونو ته نېږدې شي.
په غزني کې د سيمه ييزو پوليسو د پروژې مسوول خليل هوتک وايي، په تېرو دريو اوونۍ کې د ځايي طالبانو او بهرنيو جنګياليو ترمنځ د بيرغ د رنګ پر سر د ګيلان په رسانه سيمه کې دوه ځله وسله واله نښته هم وشوه، چې پکې يو طالب وژل شوی او يو بهرنی جنګيالی ټپي شوی دی.

ښاغلی هوتک وايي، د بهرنيو جنګياليو يو مرکز د غزني په زنخان ولسوالۍ کې دی، چې ۴۰ کسان له کورنيو پرته پکې دېره دي. دی وايي، جنګيالي په غرونو کې ګرځي او د خپلو مرکزونو لپاره ځايونه غوره کوي:((د غزني ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې بيا ځايي طالبانو خپل سپين بيرغ په تور بدل کړی او ولسوالۍ ته غځېدلې ټولې لارې يې تړلې دي. دوی نه پرېږدي، چې ولسوالۍ ته اکمالات وشي او ان د ولسوالۍ په خواوشا کې دېره اوسېدونکي په خورا بدحالت کې دي. ))

په سيمه کې د مدني ټولنو فعالان او چارواکي وايي، داسې ګونګوسې دي، چې ګويا دغه جنګيالۍ کورنۍ داعش ډله ده، خو په اصل کې دعش نه، بلکې د پاکستان استخبارات هڅه کوي، د جګړې ماهيت ته بدلون ورکړي او داځل جګړه په يو بل نوم وغځوي.
دوی وايي، دغه جنګيالي شمال ته د اوښتو تابيا لري، نو ځکه خو په يوه ځای نه پاتې کېږي: (( که يې د ولت پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي، نو بيا به دغه لوبه په لوی سرخوږي بدله شي او مهار به يې بيا د افغان دولت له توان بهر وي.))

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي محور ته وويل، چې له تېرو دوو مياشتو راپدېخوا په ناوه ولسوالۍ کې چې د وسله والو اورپکو په ولکه کې ده، بهرني جنګيالي له خپلو کورنيو سره دېره دي. دی وايي، دغه ولسوالي له پاکستان سره پر کرښه پرته ده، نو ځکه خو له همدې لارې را اوړي او بيا د هېواد نورو برخو په ځانګړې توګه شمال ته اوړي.

ښاغلی احمدي زياتوي، کوم معلومات مو چې له خپلو امنيتي ځواکونو او قومي مشرانو راټول کړي، ويل کېږي، چې دغه اورپکي په مجهزو وسلو او تجهيزاتو سنبال دي: (( په ځينو ولسواليو کې د دولت کنټرول کم دی او د امنيتي ځواکونو شمېر په هغه اندازه نه دی، چې د دا ډول فعاليتونو مخه ډپ کړي.))

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: د داعشي کورنیو کاروان روزګان ته رسېدلی”
  1. گرانو وطنوالو سلام علیکم ورحمته الله و برکاته.

    دداعش راتلل افغانستان ته د افغانستان دتجزیی په ماناده که تول افغانان ددی بلا مخه ونه نیسی دا گران وطن به په دوو یا درو کوچنی توتو تجزیه شی .دداعش تجاوز پر افغانستان باندی دشوروی دتجاوز نه هم بدتره ده .بهادرو افغانانو اتفاق وکری ددی وحشیانو پهمقابل کی.

  2. څه عجیبه خلک یاستۍ !؟
    دا وایي هاوایي فلانی وایي. که داعش دومره توان لرلای نو اوس به عراق نیولې وای په شام کې به بې خلافت وی هیڅ نشته مه وارخطا کیږئ

  3. دادپاکستان نوي نوي ترهگي چمونه دي اوبس مجاهدينو چې ورته شاواړوله، طابان يې رامنځته کړل او نن سبا تر طالبانو بترې بلوې را وتوشوي

ځواب ورکول zyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *