يوه دولتي سرچينه وايي، د خاکجبار ولسوالۍ د دورانخېلو د اوبو بند د جوړېدو په قرارداد کې ۷۵ زره ډالره اختلاس شوی. دغه رشوت د اوبو لګونې ريیس ته د غيرت شرکت له لوري د قرارداد د تر لاسه کولو په هدف ورکړل شوی دی.

د قرارداد له مخې ياده پروژه بايد د يوه کال په اوږدو کې ګټې اخستنې ته سپارل شوې وای، خو د يو نيم کال په تېرېدو سره يې ۳۰ سلنه چارې ايله بشپړې شوې، چې له ټيټ کيفيت يې خلک سر ټکوي.

خاکجبار د کابل ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د ځمکو غصب، مافیایی ډلو او زورواکانو په سیالیو دا مهال خورا مشهوره شوې ده.

يو نيم کال د مخه د کرنې وزارت د اوبو لګونې رياست له  لوري د يو ميليون ډالرو په ارزښت د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ د دورانخېلو اوبو بند د جوړولو قرارداد يوې افغاني کمپنۍ ته ورکړل شوی، چې په پام کې وه، د يوه کال په اوږدو کې بشپړه شي، خو د يوه کال او  شپږو مياشتو په جريان کې د دغه بند ۳۰ سلنه چارې ايله بشپړې شوي.

په خاکجبار ولسوالۍ کې يوې دولتي سرچينې محور ته وويل، په دغه قرارداد کې ۷۵ زره ډالر رشوت د غيرت شرکت له لوري د کرنې وزارت د اوبو لګونې ريیس ته ورکړل شوی دی : ((د کاري مقررو له مخې دغه قرارداد بايد داسې يوې کمپنۍ ته ورکړل شوی وای، چې کاري تجربه يې لرلای او د قرارداد له مخې يې خپلې چارې پرمخ وړې وای، خو دغه شرکت هېڅ کاري تجربه نه لرله او د پيسو په زور يې قرارداد تر لاسه کړی دی.))

د دورانخېلو بند د ۵۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتيا او د ۸۰۰۰ متر مکعب اوبو ذخیره کولو کنجايش لري.
ځايي خلک له حکومت ګیله لري او وايي، تر اوسه پورې حکومت ورته هېڅ ډول اساسي او بنسټيز کار نه دى کړى. دوی وايي، ولسونه په کابل ښار کې نه، بلکې د افغانستان په کليو او بانډو کې پراته دي، نو پکار ده، چې په ټول هېواد او په ځانګړي ډول په کابل ولايت کې متوازن انکشاف ته پام وشي.

د سيمې يو قومي مشر زيارت ګل محور ته وويل، د شرکت د نامسلکي والي او په پروژه کې د پېنځو تنو د شراکت له امله دغه کار ځنډېدلی او له ناکامۍ سره مخ دی :((په دې پروژه کې چې په اصل کې غيرت شرکت اخستې پېنځه کسان پايند، بارستان، خوشحال، بادام ګل او يو بل کس شريکان دي. د پروژې ساختماني چارې له حده ډېرې خرابې دي او هېڅ کيفيت نلري، دا ځکه چې څار پرې نشته.))

سيمه ييز مسوولين وايي، د دورانخېلو بند د جوړولو کارونه له دوی سره له همغږۍ پرته په خپل سر پيل شوي، چې تر ټاکلي وخت پورې نه دي سپارل شوي او بشپړول يې يو کال نور وخت هم نيسي.

د خاکجبار ولسوال عبد الباري عارض مني، چې د بند د جوړولو چارې پڅې دي او له قرارداد سره سم ګټې اخستنې ته نه دی سپارل شوی. دی وايي، په دې اړه د سيمې خلکو ورته څو څو ځله عريضې کړې او دوی هم دغه مسئله د کابل ولايت له چارواکو سره شريکه کړې ده :((د کابل ولايت د دورانخېلو بند د پروژې په اړه کرنې وزارت مسوولينو ته وړانديز کړی، چې ياده پروژه دې بلې کمپنۍ ته وسپارل شي، خو د مياشتو په تېرېدو سره هم کوم ګام نه دی پورته شوی.))

د کابل ولايت د کرنې رييس حشمت الله عنايت وايي، د دغه بند قرارداد داوطلبۍ ته وړاندې  شوی او له هغه لارې ياد شرکت ګټلی دی.

نوموړی وايي، دغه پروژه د ولسوالۍ له مسوولينو سره په همغږۍ پيل شوې، خو د ځنډ لامل يې د شرکت ټنبلي بولي.

بلخوا د کرنې وزارت د اوبو لګونې رييس انجينر فايض د دورانخېلو بند د کيفيت خرابوالي راپورونه او په ياده پروژه کې د ۷۵زره ډالرو فساد خبره ردوي او وايي، د شرکت کارونه څارل کېږي او هېڅ ډول نيمګړتياوې پکې نشته.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د غيرت شرکت د مسوولينو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بريالي نشوو.

خاکجبار د کابل په ۴۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د ځمکو غصب، مافیایی ډلو او زورواکانو په سیالیو دا مهال خورا مشهوره شوې ده.

له دې ولسوالۍ د  کابل – جلال اباد  لويه لاره، چې نوی کار پرې روان دی تيرېږي. ځايي خلک وايي، يو شمېر ډلې، پخواني جنګسالاران او د پارلمان ځينې غړي په لوی لاس نا امنيو ته لمن وهي. په دوی کې يې يو شمېر کسان وسله والې ډلې او طالبان لري، چې له دې امله هم د ټولې ولسوالۍ امنيت ته ګواښ پېښوي.

7 thoughts on “محور ورځپاڼه: د دورانخېلو بند قراردادي ٧٥ زره ډالر رشوت وركړى”
  1. دتاند د پانی محترمو چلونکو ددورنخیلو بند د وردگولایت د چک په ولسوالی کی دی نه د خاک جبار په ولسوالی کی هیله ده چه لیکلی متن مو اصلاح کری

    1. او بله دا چی ددورانخیو په بند باندی تر اوسه کار هم ندی شروع شوی او نه ورته دولت پملرنه کریده توله لیکنه مو غلطه ده

  2. سلامونه
    دي دورانخیلو بند دی کابل ولایت په خاک جبار ولسوالی کی ده که څوک یې نه منی نقشی ته دی مراجعه وکړې

  3. سلامونه احمد زی صاحب هودا منم چه ددورانخیلو بند خو په خاک جبار کی ندی د وردگو ولایت دچک ولسوالی ددورانخیلو په کلی کی دی او زه په خپله دچک ولسوالی ددورانخیلو دکلی او سیدونکی یم او دا شکلی عکس هم زما دشکلیو دورانخیلو دی او ان داچه زه خپل کور هم پکی وینم باور وکری چه توله لیکنه مو غلطه ده د پوره اطمینان لپاره مهربانی وکره گوگل ایرت ته مراجعه وکره بند چک یا دورانخیل ورته ولیکه او بیا دعکس ور سره مقایسه کره

  4. د روح الله وردګ ورور په ځواب کی باید ووایم چی د دورانخیلو بند تنها د وردګو ولایت کی نه بلکی د کابل په ولایت کی هم شته که مهربانی وکړی خپل معلومات زیات کړی دا به ښه وی

  5. داچی دورانخیل په خاک جبار ولسوالی کی هم شته خو مهمه خبره داده چی پیسی پکی خوړل شوی او چورواکو شوړه پکی وهلی بس چورواکی دی الله تعالی اصلاح کړی نو به څه نه وایو

  6. نه پو هیژم شاید وی او شاید نوی زه به یی معلومات وکرم خو دا کوم عکس چه تا سو ور کری دا د خاکجبار دورانخیل ندی او نه دا بند د خاک جبار ددورانخیلو بند دی داعکس زما دکلی دی یعنی د وردگو ولایت د چک ولسوالی ددورانخیلو کلی ما مخکی هم وویل چه دا زما دکلی عکس دی او ان تر دی چه زه خپل کور پکی وینم نو سنگه کیدای شی چه د ته تاسو خاک جبار وایاست او غواری چه زه هم تور ته سپین ووایم زه به لژ نور معلومات در کرم که عکس ته متوجه شی دا د اوبو پر غاره کی جوهری خیل دی او ورته مخامخ ینی د او بو هاغه بله خوا ددورانخیلو چمن دی د چمن نه ور پرته ددورانخیلو باغونه دی او د باغو پر سر ددورانخیلو نوی کلی دی او داد باغو په منج کی ددورانخیلو پخوانی کلی دی او دد نوی کلی پر سر چه دا نری سپینه لاره پورته د غرونو لمنی ته تللی دا عمومی خام سرک دی او دا دغره په لمن کی ابادی چه شکاره کیژی دا د سبکی علاقه ده

    بله دا چه دا یوه دره ده په کابل کی دا سی دره نشته عکس له پا سه اخیستل شوی او یا هم له گوگک ایرت نه او نه کابل داسی غرونه لری

ځواب ورکول داکتر عبدالواسع احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *