د بهرنیو ناظرینو په نوم د جعل کارانو یوه ډله د تفتیش په پروسه کې په درغلیو کې ښکیل ده چې د راپورونو له مخې د عبدالله عبدالله په ګټه کار کوي.

د بهرنیو جعل کارانو یو یې پرون د ټاکنو کمېسیون په ګودامونو کې لاس په لستوڼي ونیول شو، خو سرچینې وایي، چې تر اوسه پنځه بهرني تقلب کوونکي پېژندل شوي دي.

یوه سرچینه وایي، د ټاکنو کمېسیون امنیتي څارونکي په پلټنه بوخت دي چې د اروپایي ټولنې او یوناما د ناظرینو په منځ کې هم مشکوک تقلب کوونکي افشا کړي. د رایو د تفتیش پروسه د دریم ځل لپاره پرون مازیګر څلور بجې ودرول شوه.

پرون مازیګر څلور بجې د یوناما مرستیال او په کابل کې د امریکا سفیر له نېږدې د رایو د تفتیش پروسې کتلو لپاره ټاکنو کمېسیون ته ورغلي وو.

د دواړو انتخاباتي ډلو ناظرینو د رایو د تفتیش په مرحله کې د رامنځته شویو ستونزو په اړه دغه بهرني پلاوي ته خپل شکایتونه وړاندې کول.

یو امریکایي د ناظرینو په جعلي کارت دغه بهرني پلاوي ته ځینې جعلي اسناد وړاندې کول او هڅه یې کوله د اشرف غني د ځینو محلونو رایې جعلي ثابتې کړي، خو د اشرف غني د ناظرینو لخوا وپېژندل شو.

یوې سرچینې محور ورځپاڼې ته وویل، جعلي امریکایي ناظر د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګټه کار کاوه او له هغه سره پدې جعل کې څلور نور بهرني اتباع هم شامل دي.

سرچینه وایي، د ټاکنو کمېسیون امنیتي څارونکي په هغو څلورو نورو جعل کوونکو پسې هم دي چې د جعلي ناظرینو په نوم د رایو په تفتیش کې ځانګړي کاندید ته کار کوي.

د رایو د تفتیش پروسه د دریم ځل لپاره پرون مازیګر څلور بجې ودرول شوه. د پروسې د درېدو دوه دلایل په ګوته کېږي: پرون څلور بجې د جعلي بهرني ناظر افشا کېدل او مشابه نښه شوې رایې.

د مشابه نښه شویو رایو په اړه ډېرې ادعاوې هم د اشرف غني د انتخاباتي کمپ لخوا د عبدالله عبدالله په ټیم باندې شوې دي.

د ټاکنو څارونکي وایي، د رایو په تفتیش کې د بهرنیو ناظرینو په نوم جعل به هغه موافقه شکمنه کړي چې د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره د دواړو انتخاباتي ډلو ترمنځ د وروستي انتخاب په توګه غوره شوې ده او دا سل په سلو کې د ټولو رایو تفتیش دی.

اوس هغه پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي، چې دغه بهرني اتباع د چا په اجازه او ملاتړ د رایو د تفتیش تر ځایه رسېدلي او افشا کېدل به یې دې پروسې ته څومره صدمه ورسوي؟

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: د رایو په تفتیش کې بهرني مرموز لاسونه”
  1. اوس تاسو ووایاست چه متقلبین څوک دی عبدالله اوکه اشرف غنی احمدزی؟دوی چه بغاری وهلی چه اشرف غنی تقلب کاردی پدی خاطر چه دوی ته څوک تقلب کار ونه وایی کار خو اصلا دوی بی وقوفانوکړی

  2. اوس اول سر دی درنی دجوال په بیخ کی دی

    په بی شرمی یی ځان ځای کی لاهم در پسی دی هفه شخص چی اولس رایه ورکړه نه خپل دفاع کولای شی نه داو لس درایو

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *