افغانستان ته د پاکستاني او ايراني پلاويو له راتګ سره داسې باورونه دي، چې په افغانستان کې سيالۍ نوی رنګ اخستی، په سيمه کې وروستيو بدلونونو د سيمې هېوادونه په حرکت راوستي او دغه هېوادونه مجبور دي، چې له سياسي حالاتو سره خپل سياستونه عيار کړي.

د چارو شنونکي وايي، د سيمې هېوادونه د نويو ايتلافونو او نويو اتحادونو په رامنځته کولو سره لوبه په خپله ګټه څرخول غواړي، خو افغانستان پکې تر ټولو مهم رول لري.

دا وخت د افغانستان لپاره غوره او اغېزمن چانس دی، کومه پاليسي چې ولسمشر غني ټاکلې ګټوره ده، توازن ساتل شوی، خو په دې شرط چې افغانستان له دې ټولو سياليو ګټه پورته کړي، خپلې ګټې د نورو قرباني نکړي او د کوم هېواد تر فشار لاندې رانشي.

پرون د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او د څارګرې ادارې (آی اېس آی) مشر رضوان اختر کابل ته راغلل. د دې ترڅنګ د ايران د ولسمشر مرستيال شريعت مداري هم افغانستان ته راغی.

د چارو شنونکي وايي، په افغانستان کې سيالۍ نوی رنګ اخستی، په سيمه کې تغيراتو د سيمې هېوادونه په حرکت راوستي او دغه هېوادونه مجبور دي، چې له سياسي بدلونونو سره خپل سياستونه عيار کړي.

تر اوسه پورې د منځنۍ او سويلي اسيا لپاره د امريکا پاليسۍ باندې ګاونډي، د سيمې هېوادونه او تر څنګ يې زبرځواکونه ټول په اندېښنه کې وو، ځکه چې دا پاليسي ښکاره نه وه، خو کله چې د سويلي اسيا لپاره پاليسي په ډاګه شوه، نو د سويلي اسيا د شریکو ګټو لرونکي هېوادونه لکه چين، هند او پاکستان په حرکت راغلل او له دې پالیسۍ سره د ځان د عیارولو په هڅه کې دي.

د سويلي اسيا لپاره د امريکا په پاليسۍ کې هند لومړی ځای لري، نو په همدې خاطر اوباما له دغه هېواد سره ځينې تفاهم ليکونه لاسليک کړل او هند يې د راتلونکي لپاره د ځان تر ټولو ښه ستراتيژيک ملګری وګاڼه او د هند له دريځ څخه يې په پاکستان غږ وکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او له تمويل نه يې لاس په سر شي.

په غبرګون کې يې د چين د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته راغی او له پاکستان سره يې د سويلي اسيا لپاره يوه پاليسي لاسليک کړه.

شنونکي په دې باور دي، چې هم د چين او پاکستان او هم د هند او امريکا په تړونونو کې د افغانستان رول مهم بلل شوی او په افغانستان کې يې سوله له خپل پرمختګ سره لازمي ګڼلې ده، نو همدا لامل دی، چې د سيمې هېوادونه چين، پاکستان او هند هڅه کوي له افغانستان سره اړيکي ښې کړي او افغانستان د تېرو ۱۳ کلونو په څېر يو او بل سيالۍ ته پرېنږدي.

هند په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان په اړه تر يوه بريده په اندېښنه کې دی، خو دغه هېواد په افغانستان کې په تېرو ۱۳ کلونو کې ښه ونه لوبېده، د افغانستان او پاکستان خرابې اړيکي ددې لامل شوې وې، چې افغانستان يې په وړيا توګه د هند په لمن کې اچولی و، خو د خپلې سيالۍ د انډول ساتلو په برخه کې هند څه ونکړل، لکه څومره چې ورته تمه وه.

د سیمه ییزو چارو شنونکی ثناءالله تسل وايي، پاکستان هڅه کوي ټولې هغه ناکاره کړنې چې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پرمهال يې کړې وې جبران کړي، نو په همدې خاطر دوی تګ راتګ زيات کړی او هڅه کوي له افغانستان سره د نورو هېوادونو په پرتله ښې اړيکي وساتي.

د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، پاکستان هم سخت مجبور دی، چې نور له دې حالت نه ځان وژغوري، خو د فشار په توګه به تر اخري ساعت پورې له خپلو وسيلو نه کار اخلي: ((په پاکستان کې د امنيتي حالت خرابېدل، اقتصادي ترينګلتيا او د انرژۍ کمبود دغه هېواد اړ باسي، چې د افغان حکومت رضايت جلب کړي.))

څارونکي وايي، داعش يوه پروژه نه ده، چې ګويا پاکستان ته ورکول کېږي، له دې نه پاکستان هم په وېره کې دی، دا پروژه د امريکا په لاس کې ده او د امريکا تر ټولو نېږدې دوست په سيمه کې هند دی، چې ګټې يې ورسره شريکې دي، له پاکستان سره د هر ډول جهادي ډلو پروژه د امريکا او هند پر اړيکو بد اغېز کوي، نو همدا دلیل دی، چې پاکستان نور په مستقيمه توګه د امريکا د پروژو د پلي کولو هېواد نه بلل کېږي.

د ايران د ولسمشر د مرستيال سفر ته هم په تصادفي سترګه نه کتل کېږي. شنونکي وايي، ايران په افغانستان کې له داعش وېرې په سر اخستی ، نو ځکه خو افغانستان ته نېږدې کېږي.

د نړيوالو چارو کتونکي په دې باور دي، چې په سيمه کې اغېزمن زبر ځواکونه ټول په حرکت راغلي، هڅې يې دا دي، چې نوي ايتلافونه او نوي اتحادونه رامنځته کړي، په دې کې افغانستان تر ټولو مهم رول لري.

دغه تشکيلات او هڅې وروسته له هغه وشوې، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ تړون لاسليک شو او په ډاګه شوه، چې امريکا د لسو کلونو لپاره نور هم پاتې کېږي. د سويلي اسيا لپاره د امريکا پاليسي ښکاره شوه، چې هند يې د چين پر وړاندې ښه دوست دی.

ښاغلی تسل زیاتوي، افغانستان ته اوسنی چانس تر ټولو زيات مهم دی، کومه پاليسي چې نوي حکومت روانه کړې، خورا ګټوره ده، بلانس ساتل شوی، خو په دې شرط چې افغانستان له دې ټولو سياليو ګټه پورته کړي، خپلې ګټې د نورو د ګټو قرباني نکړي او نه د کوم هېواد تر فشار لاندې راشي.

په ورته وخت کې د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، له افغان حکومت څخه د توازن له لاسه ورکولو وېره هم شته، خو که افغان حکومت په دې برخه کې دقيق او جدي و اوسيږي، نو ګويا چې افغانستان بريالی کېږي.

په لوګر کې پر پوليسو د ډله ييز بريد په څېر پېښې ځينې سياسي شنونکي په دې نظر بدلون ته اړ باسي، چې پاکستان پوهېږي، امريکا د طالبانو پروژه له منځه وړي او ځای يې دا عش ته ورکوي. پاکستان غواړي د طالبانو د پاکولو او له منځه وړلو کرېډېټ واخلي او په همدې بنياد له افغانستان سره معامله وکړي. له دې ديده د افغانستان پر وړاندې د پاکستان نيت بيا د باور وړ نه دی.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: د سيمې سياسي بدلونونو افغانستان مهم کړی دی”
  1. خو آخر به څه شی؟ زماخو هیڅ کله کار نکوی. د لیوال صاحب نظر غوره بولم، ولی ډیر ډاریګم چه د ولس مشر مغازه خرابه نشی او خدای نخواسته ملک کومی بلی خواته بونه ځی

ځواب ورکول ر وغ لیونی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *