په غزني ولایت د ۹۰۰ تازه دمو جنګیالیو د حملې جزیات په ډاګه کوي، چې د لومړي ‌ځل لپاره یې رهبري له پاکستاني قوماندانانو سره وه او له همدې کبله درانه تلفات وراوښتي دي.

دغو ګڼ شمېر جنګیالیو د غزني په ماتولو سره غوښتل په وردګو، لوګر او زابل کې جبهې پرانیزي او د جګړې لومړۍ کرښه وغځوي، خو له ګیلان ولسوالۍ څخه په راوتلو بریالي نشول.

اوس له ګیلان څخه ۳۰۰ کورنۍ د ولایت نورو سیمو ته کډه شوې دي، دوی ادعا کوي، چې طالبانو یې کورونه، کروندې او سیمې ته غځېدلې لارې په ماینونو پوښلې دي.

په غزني کې تر چاڼيزو عملياتو او درنو تلفاتو وروسته اوس، اوس طالب اورپکي د ياد ولايت سرحدي ولسوالۍ ناوې ته ټول شوي او د بيا ځلي بريد تابيا کوي.

د غزني مرستيال والي وايي، طالبانو له دې امله په ګيلان او مقر ولسواليو هجوم ور وړ، چې غوښتل يې د يو شمېر ولسواليو تر څنګ د کابل کندهار لويه لاره تر خپلې ولکې لاندې راولي.

 ځايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو ته د ملاتړ لپاره له ګاونډيو ولايتونو، روزګان، زابل او وردګو څخه۹۰۰ طالبان ورغلي وو او غوښتل يې عمليات پراخ کړي.

د غزني مرستيال والي احمد علي احمدي محور ته وويل، ددې جګړې قومانده د طالب اورپکو په غاړه وه، چې غوښتل يې خپل نوی ور سپارل شوی ماموريت په بري سره پای ته ورسوي.

د ګيلان په څو سيمو کې له تېرې اونۍ راهيسې افغان پوځيانو چاڼيز عمليات پيل کړي وو، چې پکې سختې وسله والې نښتې هم وشوې.

ځايي چارواکي وايي، د دغو نښتو له امله ٣٠٠ ځايي کورنۍ بې ځايه شوې او د عملياتو او نښتو په ترڅ کې د ٣٢ پاکستانيانو په ګډون ٨٦ وسله وال وژل شوي دي.

ځايي خلک وايي، طالب اورپکو ددې سيمې د خلکو له کورونو او د ولس له منځ نه د سپر په توګه کار اخيست او کله چې پوه شول، افغان پوځيان بريالي دي، نو په لويو لارو او د استوګنې په سيمو او کروندو کې يې په پراخه کچه ماينونه خښ کړل. دوی وايي، اوس په ډېری سيمو کې خلک له کورونو نشي راوتلای او يا هم کډه شوې کورنۍ خپلو مېنو ته نشي راستنېدلای: ((حسن کلا، سپن غونډۍ، پردل او  ملا جانان هغه سيمې دي، چې دوی پکې بې شمېره ماينونه خښ کړي دي.))

ولسي خلک له دولت غوښتنه کوي، که ورسره مرسته ونشي او ماينونه ونه ايستل شي، نو ولس به يې قرباني شي.

ځايي چارواکي هم مني، چې ماينونه خښ شوي، خو وايي، په تېرو دوو ورځو کې افغان پوځيانو ۹۰ هغه شنډ کړي او مسلکي کسان يې د نورو سيمو پلټنه هم کوي.

په غزني کې د سيمه ييزو پوليسو د پروژې مسوول خليل هوتک وايي، د تازه دمو پاکستاني جنګياليو لپاره د غزني لومړنۍ جګړه خورا درنه پرېوته او بې شمېرته تلفات يې ورکړل.

دی وايي، په دغه جګړه کې افغان طالبان يوازې جنګيالي وو، د جګړې قومانده او واک له پاکستاني جنګياليو سره وه، چې له کوم تاکتيک پرته يې مخامخ جګړه کوله: ((دغه جنګيالي خورا کمزوري وو او د افغان ځواکونو مورال پياوړی وو.))

ښاغلی هوتک زياتوي، دغو ګڼ شمېر جنګیالیو د غزني په ماتولو سره غوښتل په وردګو، لوګر او زابل کې جبهې پرانیزي او د جګړې لومړۍ کرښه وغځوي، خو له ګیلان څخه په راوتلو بریالي نشول.

One thought on “محور ورځپاڼه: د طالبانو د نویو تشکیلاتو یوه لویه جنګي جبهه ماته شوې ده”
  1. we have to support our national army and police,government must send more souldier with aircraft
    for the help,
    zhwandee dee wee zmong mili urdou and police.

  2. طالبانو قسم خوړلی ، تر څو د پښتنو واړه اوځوانان له مکتبه منع نه کړي او پاتې نور یې که هغه نردي او که ښځې یا هم واړه او زاړه په و ینو ونه لمبوي او کروندې یې ور خرابې نه کړي نو آرام به پاتې نه شي

  3. اما م ابو حنیفه رحمت الله علیه دقا ضې قضا ت چوکۍ ونه منله اوموږ او تا سې ټول وا یو چې موږ دهغه په مذ هب یو.شهید دا ودخان چې پر پاچا کودوتا کوله وخپلو ملګرو ته وویل که افغا نانو ته په کودوتا کښې تلفا ت وا وړې زه تر دې واکمنۍ تیریږم.ښا غلی ملا محمد عمر!!!!!!!!!!!!!! لږ دفکر څخه کا ر واخله!!!!!!!!!! هیله ده چې دامام ابو حنیفه رحمت الله علیه او دهیواد دنومیالې شهید دا ود پیروې وکړې.محترم مالا صا حب څوک وژنې ؟ څوک یتیمان کوې؟ څوک کونډیا نې کوې؟ او دچا په اشا رو دغه کوې؟ دچا وطن ور ا نوې؟
    وما توفیقې الا با الله
    من یهدیه الله فلا مضل له ومن یضلله فلا ها دی له

  4. صرف دغه وا یم چې ژوندې وې دګران هیواد ملې زړه ور وسله وال پوځ
    ژوندی دې وې ګران افغا نیستان
    ژوندې دې وې زړه ملې پولیس
    ژوندې دې وې غیر دغلامانو څخه ټوله افغانان

ځواب ورکول زمری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *