طالبانو په جلال اباد ښار کې دفتر پرانستی او د شیرزادو ولسوالۍ په شمول د ځينو سیمو لپاره یې د معاملو کمېسیونونه په ډاډه زړه هلته فعالیتونه کوي.
طالبان له دغه ځایه د افغان ځواکونو د ترور، سړي تښتونو، د نشه یي توکو د معاملو او نورو تخریبي فعالیتونو بندوبست کوي.
معلومات په ډاګه کوي چې په ښار کې ځینې کرايي کورونه او مسافرخانې د طالبانو د فعالیت ځالې دي. یوې امنیتي سرچینې محور ته ویلي، د ۹۲ کال د کب په ۲۹ هغه برید چې په لومړۍ حوزې ترسره شو، برید کوونکو ولایت مقام ته څېرمه په یوه مجلله ماڼۍ کې مېلمستیا خوړلې وه.

شیرزادو ولسوالي چې پخوا د خوږیاڼیو د ولسوالۍ علاقه داري وه له حصارک ولسوالۍ، خوږیاڼیو لویې ولسوالۍ، سره رود ولسوالۍ او لغمان ولایت سربېره ډیورنډ‌ کرښې سره هم ۵ کیلو متره ګډه پوله لري او د ستراتیژیک اهمیت له وجې د وسله والو په یو خوندي پټنځای بدله شوې ده.

د سیمې خلک وایي، په شیرزادو کې هغه قومي تړون هم د ولایت مقام د ناسمې پالیسۍ له امله مات شو، چې طالبانو ته یې په شیرزادو کې د فعالیت اجازه نه ورکوله او د بهرنیو وسله والو راتلل مطلق بند و، خو د ننګرهار د پخواني والي ګل اغا شیرزي په وخت کې خوږیاڼي او په ځانګړي توګه شیرزاد په لوی لاس د اورپکو لاس ته ور ورغورځول شول، کله چې د خوږیاڼیو او شیرزادو ولسوالیو مشرانو د کوکنارو د کښت د بدیل غوښتلو اړوند له والي سره ناسته درلوده، والي د بدیل کښت پر ځای د زور له لارې د کښت د اړولو خبره کړې وه، تر دې چې د خوږیاڼیو مشرانو ته یې بد رد هم ویلي وو.

قومي مشرانو کټ مټ د والي خبرې ولس ته انتقال کړې، والي د کوکنارو د له منځه وړو په موخه سیمې ته د ملي اردو سرتېري واستول، خو په سیمه کې طالبانو دغه راپور په ناسم ډول خپور کړ او اوازه یې ګډه کړه، چې ګل آغا شیرزی په زور کوکنار له منځه وړي او د خلکو کورونو ته یې په زور د ننوتلو امر کړی دی.

د ولایت مقام ددې پالیسۍ پرضد خلک را پورته شول، له ملي اردو سره په درنه جګړه کې تر سلو ډېر د ملي اردو سرتېري شهیدان شول او دغه سیمه د نشه یي توکو د کارو بار سربېره د وسله والو په خوندي پټنځای بدله شوه.

راپورونه وایي، له کله چې عطاءالله لودین د ننګرهار والي شو، هم دغه پالیسي په پخواني ډول دوام وموند، د ولسوالۍ او ولایت مقام ترمنځ واټن خلک له دولته ناهیلي کړي دي.

طالبان د خوږیاڼیو او شیرزادو ولسوالۍ پر پوله د هاشم خېلو په کلي کې د سړک پر سر د پلټنې پوستې لري او جلال اباد ته تلونکي او راتلونکي مسافرین تالاشي کوي، د سیمې هغه وګړي چې په حکومتي ادارو، مؤسساتو یا بهرنیانو سره کار کوي، په هېڅ صورت کلي ته نشي تللی.

د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی نصرت الله وایي، نا امنیو د شخصي دښمنیو پاللو ته هم زمینه سازي کړې ده. د طالب په څادر او لونګۍ کې خلک شخصي دښمنۍ پالي او ددې لپاره چې له طالبانو خوندي وي هغوی ته جاسوسي هم کوي.

شیرزاد هماغه سیمه ده، چې په ۲۰۰۳ ، ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ ز کلونو کې ملا امامانو لکه مولوي محمد عالم او قومي مشرانو لکه ظابط ظاهر د جمعې په ورځو کې خلکو ته اعلان وکړ، چې پردي خلک مه پرېږدئ ستاسې سوله ییز ژوند خراب کړي، په بهرنیو طالبانو پسې قومي خلک راپورته شول او له سیمې یې تېښتې ته اړ کړل، خو د ولایت مقام او ولسوالۍ ترمنځ د ناسمې پالیسۍ دوام دغه سیمه بېرته د طالبانو په پناه ځای بدله کړې. پدې ولسوالۍ کې د فعالیتونو غځولو او پراخولو لپاره طالبانو د ننګرهار ښار په زړه کې دفتر پرانستی او د شیرزادو نظامي کمېسیون یې نومولی دی. په تازه کې ددې کمېسیون د حکم په اساس هغه کسان په نښه کېږي چې په ملي اردو کې یې دندې ترسره کړې دي. یوې امنیتې سرچینې محور ته ویلي، د تېر کال د کب میاشتې هغو برید کوونکو هم ولایت مقام ته څېرمه ماڼیو کې شپې کړې وې، چې د ښار اوله حوزه یې په نښه کړه.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال په ولسوالیو کې د نا امنۍ هېڅ ادعا نه مني، خو د ولایت مقام ویاند احمد ضیا عبدالزی په ولسوالیو کې د نا امنیو ادعاوې مني، اما د ولایت په زړه کې د طالبانو لخوا د رامنځته شوي کمېسیون او طالباني فعالیتونو ادعاوې په کلکه ردوي.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: د طالبانو یو کمېسیون په جلال اباد ښار کې فعالیت کوي”
  1. هیڅ شک په کې نه شته او دا چې ګل اغا شیرزی یو پاکستانی تاليڅټي او د پنجاب غلام وو او یا یې نور هم ساده کړم، چې شیرزی په ننګرهار کې د پنجاب نماینده وو، ټولو نا امنیو کې د ده مستقیم لاس وو. دغه بل ځوان چې اوس ولایت کوي دا هم په همدغه کټګورۍ کې ورحساب کړه. ډېر څه دي چې که سړی څه وایي په یو غم او که څه نه وایي په بل … خو پوښتنه مې له ملي امنیت دا ده چې ایا تاسو په دې پوه یاست چې په سیمه (ننګرهار) کې د وژل شویو طالبانو کورنیو ته د میاشتني معاش برابرول او رسول د چا له خوا تر سره کېږي!!!؟؟؟ که پوه یاست خو ښه خبره ده او که نه یاست نو په جلال اباد ښار کې د سلمان فارسي په نوم دارالمعلین دی، که مدرسه ده او که بله کومه بلا ده مراجعه وکړئ!

  2. د دولت کمزوری ده، که وغواړی د همدی عکس نه د دی ځای نښه لګولی شی چی چیری اخیستل شوی دی. زما د امنیت ملی خڅه غوشتنه ده چی عکس په دقیق ډول وکوری او دغه ځای تصبیت کړی او دغه کمیسیون ونیسی.

ځواب ورکول وفادار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *