له غزني نه باخبره سرچینې وایي، وسله والو مخالفینو په غزني ښار د ستر برید تابیا نیولې او دوکاندارانو ته یې ګواښ کړی، چې د برید په اړه له خبرداري سره سم کار په ټپه ودروي، دوکانونه وتړي او له ښاره ووځي.
ځایي خلک وایي، د دغه برید زمینه سازي د طالبانو پر وړاندې د ولایت د مقام او امنیتي ځواکونو د نرم چلند له کبله رامنځته کېدونکې ده. دوی په والي موسی خان اکبر زاده تور لګوي، چې ټول روش یې د طالب دی.
په ولسوالیو کې هم له طالبانو سره د ملي اردو په دوستانه چلند انتقاد شوی او ادعا کېږي، چې په ولسوالیو کې د ملي اردو د بېغورۍ له کبله د طالبانو تهدید د غزني ښار ته متوجه دی.
(د جوزا په یو ماښام د غزني په سپندې کې د سیمه ییزو پولیسو یوه ډلګۍ د طالبانو په کمېن کېوته، طالبانو د دوی درېش کولو پرمهال محلي پولیسو ته وویل، که د ملي اردو سرتېري وای کولای مو شوای له کمین ووځئ، ځکه موږ ورسره ستونزه نه لرو، موږ محلي پولیسو ته ناست یو.)
له دغې پېښې وروسته د ځایي خلکو او سیمه ییزو پولیسو له خوا لسګونه بېلګې وړاندې شوې، چې طالب او د ملي اردو ځینې ډلګۍ پخپل منځ کې د اوربند تعامل لري او له کبله یې ټول ګواښ ملکي وګړو او سیمه ییزو پولیسو ته متوجه دی.
په همدې د هغو ولسوالیو امنیت له جدي ګواښ سره مخ دی، چې محلي پولیس پکې ځای پرځای شوي دي. په سیمه کې سرچینې وایي، تر اوسه بهرنیانو او بلې هېڅ کوم مرجعې له محلي پولیسو سره مرسته نده کړې، دوی ته وسلې نه رسول کېږي او خالي لاس له وسله والو سره مقابله کوي.
د محلي پولیسو قوماندان لطف الله کامران وایي، له طالبانو سره یو مهال داسې جګړې ته رسېدلي چې یو بل یې له ویښتانو ونیول. دی ادعا کوي، چې د محلي پولیسو او طالبانو وسلې ډېر توپیر لري او له وسله والو سره پرمختللو بې غږه وسلو مقابله سخته کړې ده.
طالبانو د ګازو یو ډول سرګلولې پیدا کړي، چې له درې سوو مترو فیر کېږي او په شپېتو مترو کې هر څوک مسموم کولای شي او له همدې کبله ډېر محلي پولیس مسموم شوي او بیا وژل شوي.
د والي موسی خان اکبر زاده په اړه ویل کېږي، چې دی د طالبانو په رول کې وي او ډېری وخت یې ځوابیه څرګندونې طالباني وي.
د یو نیم زر طالب وسله والو پرضد په اجرستان کې یوازې ۴۰ محلي پولیس مقابله کوي، چې ددې په شان یو شمېر نورې ولسوالۍ هم له سقوط سره مخ دي. هره شېبه د دغو سیمو د محلي پولیسو کورنۍ او اولادونه یې د طالبانو له بریدونو سره مخ دي.
د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع وایي، وړاندې یوازې د پاکستاني طالبانو ګروپونو د غزني امنیت ګواښه، خو اوس د ایراني طالبانو ډلې هم پرې ور زیاتې شوې دي.
د نوموړي په وینا د امنیتي ځواکونو وروستیو څېړنو موندلې، چې له طالبانو سره شته پیکاوې او نورې پرمختللې وسلې یوازې له سپیشل فورس او امریکایانو سره شته دي او امنیتي چارواکو له طالبانو ځینې داسې وسلې هم نیولې دي، چې دا وخت په سوریه کې کارول کېږي.
په ولسي جرګه کې د غزني استازی محمد علي علیزاده وایي، د محلي چارواکو د بېغورۍ له وجې ورځ تر بلې د نا امنیو لمن د ښار منځ ته پراخېږي او وروستي اختطافونه او سیاسي ترورونه یې ښې بېلګې دي.
د نوموړي په وینا ډېری ولسوالۍ د طالبانو له خوا محاصره دي او د محاصرې دایره ورځ تر بلې د ښار پرلور را تنګېږي.
په غزني کې د سیمه ییزو پولیسو د پروژې مسئول خلیل هوتک تائیدوي، چې طالبانو وروستی خبرداری درې ورځې وړاندې ورکړی دی او ښاریان یې تهدید کړي دي.
خو د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي وایي، د تېرې یوې میاشتې په پرتله د غزني امنیتي وضعیت اوس مثبت تغیر کړی دی:((د ښار په منځ کې کله کله ځینې امنیتي پېښې کېږي، خو په ډله ییز ډول په ګیرو، اجرستان او رشیدانو د طالبانو بریدونه او زموږ مقاومت وښودله، چې د هغوی مورال مات شوی دی.))
طالبانو د غزني د نیولو لپاره په وزیرستانونو کې جبهې جوړې کړې او د ستراتیژیک موقیعت په توګه ددې مورچل د نیولو لپاره د ډله ییزو بریدونو شېبې شماري.
Zam pa guman taliban dunar taqt war shawi che dear zar ba guda gay hakomat la.manaz na walar she