ماين پاکونکي وايي، په افغانستان کې د خپل کار بشپړاوي لپاره لس کاله نور وخت ته اړتیا لري. تېرو دولسو کلونو کې په ماين پاکۍ د ۷۰۰ ميليونه ډالرو له لګښت سره سره ملګرو ملتونو دولس کاله وړاندې هم د ماين پاکونې لپاره لس کاله وخت کافي ګڼلی وو.
په تېرو دريو کلونو کې د ماين پاکۍ پروګرام ته هر کال ۱۰۰ ميليونه ډالر ورکړل شوي او په ماين د پوښل شوې پاتې ۵۰۰ کيلومتره ساحې لپاره ۴۶۰ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.
د ماین پاکۍ د ۴۰ موسسو په اړه ادعاوې دي، چې پروګرامونه یې د ډېرې بودجې ترلاسه کولو په موخه طرح کېږي، د کال په سر کې ماین پوښلې جغرافیه وړوکې او د کال په وروستیو میاشتو کې زیاته اعلانوي، څو د پروژو بودجه لوړه شي.
په ۲۰۰۱ کال کې د اوتاوا تړون له مخې ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۱۳ كال په لومړيو کې بايد د افغانستان ټولې په ماين او ناچاوده توکو پوښل شوې سيمې پاکې شوې وای، خو داسې ښکاري، چې ياد پروګرام هم د درغليو ښکار شوی دی.
دوی په افغانستان کې د ماین پاکۍ په کار بوختې ۴۰ نړيوالې او کورنۍ موسسې تورنوي، چې د بودجې د ترلاسه کولو لپاره د خپلو کارکوونکو د تښتولو پلانونه جوړوي او يا هم په ماينونو د پوښل شويو سيمو جغرافیه کله ډېره او کله هم کمه اعلانوي: ((د دغو موسسو له ډلې یې د يو شمېر کارونه نمايشي بڼه لري او په همدې پلمه له نړيوالو مرسته کوونکو بنسټونو پیسې ترلاسه کوي.))
په هرات کې يوې سرچينې محور ته ويلي، چې تېره اونۍ په ياد ولايت کې د ماين پاکۍ موسسې د تښتول شويو ۶۰ کارکوونکو مسئله د يادې موسسې يوه جوړه شوې طرحه وه، چې د موسسې مسوولينو غوښتل په دې ډول سره د راتلونکي لپاره بودجه ترلاسه کړي.
یادې سرچينې وويل، دا لومړی ځل نه دی، تر دې وړاندې هم داسې شوي، ماين پاکان تښتول شوي، خو له کوم زيان پرته راخوشي شوي دي، چې وسله والو یې هم د تښتونې پړه نده منلې.
په افغانستان کې د ماين پاکۍ موسسو مسوولين وايي، لس کاله نور وخت ته اړتيا ده، چې په هېواد کې د ماينونو او ناچوده توکو ګواښ له منځه لاړ شي.
د دوی د پلان له مخې سره له دې چې په تېرو دولسو کلونو کې ۷۰۰ ميليونه ډالر مصرف شوی دی، اوس هم لسو نورو کلونو ته اړتیا لیدل کېږي، څو د ماین پاکۍ پروګرام یې بشپړ شي.
د ماين پاکۍ د همغږي پروګرام مسوولين وايي: ((په تېرو دريو کلونو کې ياد پروګرام ته هر کال تر ټولو زيات لګښت ۱۰۰ ميليونه ډالره ورکړل شوی، که چېرې په همدې ډول سره راتلونکي کې هم هر کال ۱۰۰ميليونه ډالر ورکړل شي، نو پروګرام به په پېنځو کلونو کې پای ته ورسيږي. په ټوله کې په ماين د پوښل شوې پاتې ۵۰۰ کيلومتره ساحې لپاره ۴۶۰ ميليون ډالره بودجه پکار ده.))
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ د همغږۍ پروګرام مشر صديق راشد محور ته وويل، له تېرو ۲۵ کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د ماين پاکونې پروګرامونه د نړیوالو په مرستو چلېږي.
د ښاغلي راشد په وینا، په تېرو ۱۲ کلونو کې له ثبت شويو ۲۷ زره سيمو ۲۲زره هغه يې له ماينونو او ناچاوده توکو پاکې شوې، ۴۰۰ سيمې چې ۵۰۰ کليومتره کېږي پاتې دي، چې د ۶۰۰ زره کسانو ژوند ګواښي.
په افغانستان کې د ماين پاکۍ پروګرام په برخه کې ۴۰ نړيوالې او کورنۍ موسسې چې ۹۰۰۰ کارکوونکي لري بوختې دي.
د ملګرو ملتونو د ماين پاکونې د همغږۍ پروګرام د مشر په خبره، د پخوا په پرتله د ماين د قربانيانو په شمېر کې کموالی راغلی دی، د دوی په وینا، په تقريبي ډول اوس هره مياشت ۳۲ ملکي وګړي د پخوانيو ماينونو او ناچاوده توکو له امله وژل کېږي او یا سخت معلولېږي: ((د يوې سروې له مخې په ۱۹۹۳ کال کې هره ورځ ۲۵ پېښې رامنځته کېدې، چې ۵۰ سلنه مړينه او ۵۰ سلنه بيا ټپيان وو. په ۲۰۰۱ کال کې د نړيوال بانک د سروې له مخې هره ورځ ۱۶ کسان قرباني کېدل، خو اوس په هره ورځ يو ملکي وګړی د ماين او ناچاوده توکو قرباني کېږي.))
د ماين پاکۍ د ام ډي سي موسسې مشر شهاب حکيمي وايي، هر کال د ۱۰۰ميليونه ډالرو غوښتنه کېږي، خو نېږدې ۸۰ ميليونه ډالر ورکول کېږي او لګول کېږي.
د ماين پاکۍ پروګرام د همغږۍ مسوولين ردوي، چې ګويا په ياد پروګرام کې دې درغلی وي او يا دې هم کومې موسسې د پيسو تر لاسه کولو لپاره جعل کوي.
په مین پاکانو ورکی نه دی ،ځکه چی دوی د قرآنی احکامو مطابق د انسانانو ژوند ته نجات ورکوی او هم د مین پاکی په پروسه کی د دوی ژوند له خطر سره مخامخ وی. د هغو کسانو مخه ونیسی چی ماینونه کری او انسانان وژنی.