د ملا غني برادر د خوشي کېدو په ترڅ کې راپورونه ترلاسه شوي، چې افغان دولت له پاکستان سره د ستراتيژیک تړون په هکله موافقه کړې، که څه هم د تړون لوی ټکي ندي په ډاګه شوي، خو تردې وړاندې پاکستان د تړون لومړنۍ بڼه افغان دولت ته سپارلې وه او پکې يې د هند د رول د مخنيوي او له خپلې خوا د افغان پوځ روزنې غوښتنه کړې وه.

شنونکي وايي، د طالبانو پخلاينې پروسې سره د پاکستان همکاري د هغې موافقې په اساس پيل شوې، چې له مخې يې امريکا نوموړي هېواد ته په افغانستان کې د رول تضمين کوي او هم مالي مرستې ترلاسه کوي.

((له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره د ملا غني برادر خوشي کېدل مهم و، ځکه پاکستاني طالبان هم ملا عمر خپل مشر بولي او غني برادر د افغان طالبانو دویم لوړ رتبه چارواکی دی.)) وحید مژده

پاکستان ته د ولسمشر کرزي له سفر وروسته د پاکستاني چارواکو د دریځونو د بدلون وروستۍ بېلګه د ملا غني برادر خوشي کېدل دي، خو نوموړي ته اجازه نده ورکړل شوې چې له پاکستانه ووځي.

افغان شنونکي وایي، د سولې د مذاکراتو په لړ کې ټول هغه موافقات چې افغان حکومت له پاکستان سره وکړل د هغه هېواد په ګټه دي.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایي، افغان حکومت د پاکستان ډېرې غوښتنې ومنلې، خو د پاکستان په عملي پالیسۍ کې کوم خاص تغیر ندی راغلی :((د سولې د مذاکراتو په دوام کې د دواړو حکومتونو ترمنځ چې ټول څه وشول د پاکستان په ګټه ول، د کونړ سیند له اوبو نیولې چې افغان حکومت د سولې لپاره د یو رسمي سند په توګه پاکستان ته ورکړې تر نورو ډېرو سیاسي غوښتنو پورې.)) خو اغلې بارکزۍ دغه سیاسي موافقات ډېر نه شاربي.

په نړیواله تبلیغاتي جګړه کې هم پاکستان ځکه ګټوونکی بلل کېږي، چې په افغان سوله کې یې د غني برادر او ملګرو بندیانو خوشي کول د یو مهم عنصر په توګه مطرح کړل.

د سیاسي چارو شنونکی غفور لېوال هم مني، چې طالب بندیان د افغان سولې یو عامل دی، چې خوشي کېدل یې له حسن نیت ډېر څه افغان سولې ته نشي ورکولای.

د ښاغلي لېوال په وینا، پاکستان ځکه د ملا غني برادر موضوع په مطبوعاتو کې زیاته وشاربله، چې نړیوالو ته د افغان سولې په تړاو د خپل ښه نیت تمثیل وکړي، خو وایي، افغان حکومت له پاکستان سره هېڅ ډول موافقه نده کړې :((افغانستان لا دومره توان نه لري چې پاکستان ته زیان ورسوي، نو د څه شي موافقه به ورسره کوي. تضمین خو باید پاکستان ورکړي. تجارتي موافقات لکه د کونړ بند اقتصادي موافقات دي نه سیاسي. د افغان لوري یو شرط دا هم و، چې باید په پاکستان کې د ترورېزم مرکزونه وتړل شي، خو د پاکستان شرایط ندي منل شوي.))

یوې سرچینې محور ته ویلي، له پاکستان سره د شویو توافقاتو په لړ کې د ستراتیژیک تړون لاسلیکېدل هم منل شوي دي، خو لا یې په اړه پوره جزیات ندي څرګند. وړاندې هم پاکستان ددې تړون وړاندیز کړی و، خو افغان لوري ته د سپارل شوي لومړني شکل له مخې يې ځينې شرايط افغان لوري ته د منلو نه ول. پاکستان ټينګار کوي، چې په افغانستان کې دې د هند رول په بشپړه توګه مهار شي او هم دې د افغان پوځ تکيه په پاکستاني تعليم او تجهيز  وي او حتی غواړي هغه مرستې چې افغان پوځ يې ترلاسه کوي د نړيوالو له خوا د پاکستان له لارې چينل شي.

خو ښاغلی لېوال وایي، ستراتیژیک تړونونه د تفریح یوه وسیله ده، چې په دیپلوماسۍ کې د افغان حکومت د شدید فقر ښودنه کوي.

افغان شنونکی او د طالبانو د رژيم تحليګر وحید مژده د غني برادر خوشي کېدل له پاکستاني طالبانو سره د هغه حکومت د سولې خبرو اترو لپاره مهم بولي او په وینا یې، دا چې پاکستاني طالبان هم ملا عمر خپل مشر بولي، نو غني برادر د افغان طالبانو د یو لوړ رتبه شخص په توګه مرسته کولای شي :((له پاکستان سره د افغان حکومت په مذاکراتو کې د طالبانو لپاره د نوي دفتر په پرانستل کېدو خبره شوې او نور کوم موافقات ندي شوي. د نوي دفتر په پرانستلو کې سعودي، پاکستان، ترکیه، امریکا، ازبکستان او افغان حکومت شامل دي، چې تر موافقې وروسته به د دفتر ځای مشخصېږي.))

ښاغلی مژده وایي، نواز شریف یو سوداګر دی، په همدې دلیل یې د افغانستان په اړه نظر د سیاسي پرځای ډېر اقتصادي دی او دا څه د پخوانیو پاکستاني حکومتونو سره تفاوت لري.

د نوموړي په وینا، له ستراتیژیک تړون سره ځکه د غني برادر خوشي کېدل نشي تړل کېدای، چې یوازې اخلاقي جنبه لري او الزامیت نشي رامنځته کولای.

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: د ملا برادر د ازادۍ تر شا رازونه”
  1. ورونو په دی مه خوشحالیژی چی ملا صحاب دوی د افغانانو د سولی له پاره یله کړی دا ده دوی متلب پګښی کی دی ده دوی خپل د متلب سره کار دی چی دوی ولاړ سی

ځواب ورکول هارون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *