د مولوي رقیب وژنه د آغاجان معتصم د دوبۍ وروستي جریان او د ولسمشر کرزي پټو خبرو اترو ته یو ډول ځواب دی.

ازبکستان په دې لټه کې و، چې د مولوي رقیب له لارې ازبک جنګیالي په ازبکستان کې له ناکراریو را وګرځوي او د طالبانو هغه خواخوږي، چې قطر ترلاسه کوي، تاشکند یې ترلاسه کړي.

د ازبک جنګیالیو د نفوذ او بیا تنظیم پر وړاندې په وزیرستان کې یو ستر خنډ مولوي نذیر و، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو وواژه. دویم کس، چې د ازبکستان پر لور د ازبک جنګیالیو د جګړې مسیر یې په خپل نفوذ بدلولای شوای مولوي عبدالرقیب وو.

له دوبۍ نه د مولوي عبدالرقیب د را ګرځېدو څو ورځې لا نه وې تېرې، چې وسله والو په پېښور کې خپل کور ته نېږدې په ډزو وواژه.  دی د اغا جان معتصم په مشرۍ د طالبانو د دوبۍ د جریان مهم غړی و، چې ویل کیږي د ولسمشر کرزي په مشرۍ له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته لېواله دی.

مولوي عبدالرقیب او مولوي عبدالمنان نیازي له دې مخکې هم د اغاجان معتصم په مشرۍ د دوبۍ په ناستو کې ګډون کړی و. دوی ته په طالبانو کې د ډالرو پر وړاندې د پلورل شویو کسانو نوم ورکول کیږي، خو په ښکاره دا هغه کسان دي، چې د سولې پر لور ډېر تمایل لري.

دا د طالبانو څووم مهم کس دی، چې په کوټه او پېښور کې وژل کېږي. له دې مخکې ددې ډلې مهم مشران مفتي رحمت الله دیوبندي، شیخ عبدالسلام، شیخ عبدالله ذاکري، نورالله هوتک او یو شمېر نور کسان هم وژل شوي دي. د دوی په اړه عام تحلیل دادی، چې د سولې پلویتوب یې کاوه او غوښتل یې روانه لانجه د سولې او خبرو اترو له لارې اواره شي. په دغو کسانو کې د یو شمېر هغو د وژل کېدو لامل له اغاجان معتصم سره د هغوی اړیکي هم کېدای شي. اغاجان معتصم د طالبانو د اسلامي امارت په ټوټه کولو تورن دی او ددې ډلې شاوخوا اووه پخواني وزیران او یو شمېر پوځي قوماندانان یې ننګه کوي.

د مولوي عبدالرقیب وژنه د سولې له نوي بهیر سره، چې د ولسمشر حامد کرزي د وروستيو دریځونو زیږنده ګڼل کېږي، بې تړاوه نه ده. هغه په طالبانو کې یوازینۍ بانفوذه څېره وه، چې د طاهریولداش په مشرۍ له ازبک جنګیالیو سره یې نېږدې اړیکي لرل. دی خپله د تخار ازبک و او د اغاجان معتصم تر مشرۍ لاندې د دوبۍ په مخکینۍ ناسته کې یې د ازبکستان د حکومت په منځګړتوب له ازبک مشر اکبر بای سره هم کتلي وو. ازبکستان په دې لټه کې و، چې د نوموړي له لارې ازبک جنګیالي په ازبکستان کې له ناکراریو را وګرځوي او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو د کوربه توب له لارې هغه خواخوږي، چې قطر هېواد ترلاسه کوي، تاشکند یې ترلاسه کړي. خو داسې ښکاري، چې لوبه پر بل لور روانه ده. په تېر یوه یونیم کال کې په عربو هېوادونو کې د عرب پسرلي او په عراق او سوریه کې د القاعدې نفود او پر یو شمېر سیمو کنټرول د وزیرستان پر لور د القاعدې د جنګیالیو بهیر ټکنی کړی و، خو ازبک، چیچنیايي او د ایغور سیمې جنګیالي لا هم په سیمه کې فعال دي. د ازبک جنګیالیو د نفوذ او بیا تنظیم پر وړاندې په وزیرستان کې یو ستر خنډ مولوي نذیر و، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو وواژه. ممکن د هغه وژنه د ازبک جنګیالیو له بیا احیاء سره تړاو ونه لري، خو په عمل کې دې چارې ازبک جنګیالیو ته د ساه اخستنې او تشکیلاتي تنظیم فرصت ورکړی دی.

په بل اړخ کې ازبکستان هم د یو داسې کس د له منځه تګ شاهد دی، چې په ازبک جنګیالیو کې یې نفوذ او درناوی درلود او کولای یې شوای د هغوی د جګړې مسیر له منځنۍ اسیا نه پر بل لور وګرځوي، یا هغوی اړ باسي، چې له تاشکند سره خبرو اترو ته کښېني.

د مولوي عبدالرقیب وژل د افغان حکومت د سولې خپلخوښي بهیر او د اغاجان معتصم د دوبۍ جریان ته هم یو ډول ځواب ور کول دي، ځکه دغه جریانونه د نورو هغو جریانونو په مخالف جهت کې دي، چې یو شمېر ځواکمنو کړیو په لاس کې اخستي دي.

نذیراحمد سهار

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: د مولوي رقیب ترور؛ د سولې بهیر پر کومه خوا ځي؟!”
  1. د نذیر سهار په ځواب کې دومره وایم هر تحلیل او ارزونه باید پر حقایقو بناء وي او له اټکلونو لري وي دوې په خپله لیکنه کې یوشمیر مخلص طالب چارواکي د ډالرو پر اخیستو تورن کړې دی او حال دادی چې دغه کسان یوازي په هیواد کې سوله غواړی زه دیوه افغان په توګه تاته وایم ایا د ملي اردو او ملي پولیسو پر وړاندي جنګ کول جواز لري .؟ او له کوم مفتي دې فتوا ترلاسه کړې ده چې ښونځې دې ویجاړ او په جومات کې دې چاودنه وشي ..؟ لږ تر لږه که دحق ملتیا نه کوي نو مخالفت یې هم مه کوه ځکه چې د قیامت په ورځ بیا له ټولو سره حساب کتاب کیږي .
    ترکومه چې ماد محترم ملا معتصم لیکنې او افکار مطالعه کړې دي هغه یو مخلص مسلمان او سوله دوست شخصیت دی او هڅه یې داده چې په افغانستان کې مسلمان وژنه ختمه شي او ټول افغانان پریوه ټغر سره راټول اوشریک ژوند وکړي .
    بیا هم تاسو ته وایم چې په ټولو حالاتو کې الله انسان ویني او پکارده چې قضاوت او لیکنې مو پر حقایقو بناءوي . الله دې موږ ټولو ته هدایت وکړي امین

  2. Hello. I came across your site employing msn. This is an incredibly logically created article. I will be bound to bookmark that and also resume continue reading within your beneficial details. Just posting. I’ll absolutely return.

ځواب ورکول حکمت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *